په اسلام کې سوله ، عدالت، مساوات ا پرهیز کاری مطرح ده، تعاون ملی ارزښتونو ته احترام اوًدولس سوکالی ته لارې پرانیستل هم په کورنی اوهم بهرنی ډګر کې اړینه دی استخباراتی پټې او ښکاره معاملې دهېواد زعامت ، برخلیک او هویت متضرر کوی او کوږ مزل دی.
دومره القاب چې په افغانستان کې دود دې په هیڅ ملک کې نشته دومره وچ سیا ست چې دلته شتون لری په هیڅ کنج ددنیا کې نه لیزدل کیږی داهم شو پخوانی ټېپر …….. مټر ….. نداف او چلو صاف …..زما یو باتور انډیوال وه ډیر زورور، باټو ، ، لافوک ، ګزاف ګوی ،خپلواک ، ګواښن لکه اشرف غنی برګ او ځیرک په امریکایی حکومت کې دسلا کار په نوم مشهور وه داچې د سلاء ملا استعداد اوپوهه یې لرله یانه والله اعلم!
فزیکالی په ونه دنګ او جګ او تورې ګوړابۍ عینکې یې په سترګو کولې کټ د ملی امنیت بې کفایته ډارن حمدالله محب ته پاتې کیده
ږیره یی کوسا ډوله غوټ سری تیار دجورج فورمن سوک وهونکې په څې ښکاریده. خلکو به ویل دا هرڅه کولی شی سلفی، دیوبندی ، لږه اوبوږه اړیکې یې له القلعده اوبېرقاعدې سره نښتی او دغه صفت ورسره تر یوه حده لګیده. ان له ډېرې لیرې ځای څخه لکه ستوری مزلی له آسمانه دهډوکو او سر ښوروا راوړی شی او دغه صفت تر سرپرست هم یوڅه لوړ امتیاز ور کولی شی.هغو کسانو چې پخوا دکابل ښار کې لوټماری کی ښه دخیل وه او له هرډول ډاکوانو سره یې معامله کوونکې راشې درشې در لودی او س یې هم لری او یوازې دږیرې په واسطه یې له ملایانو سره برګ اتڼ کې بوخت دی. دغه انډیوال دې وخت کې د یوه غوښن جهادی شخصیت سره دروز مبادا لپاره اشپز هم وه. او له خلیل زاد سره اړیکی هم ساتل. یوازې اشپزی نه بلکل هرکاره وه . چاپی کولو ، بوټو رنګونو، رکشا چلولو، سودا راوړلو ، دسرچوک او استخباراتی اړیکو کې بوخت له دلالی څخه نیولې بیا تر مرکو لکه: تودو خبرو ، تحول، ژوندون، څار ، دخلکیو شمشاد له کړکۍ هم سر را وباسی کټ مټ پخوانی ولس مشر چې په رڼا ورځ امریکې او روس ته سترګک واهه تې وی یک اوصفر هم ورڅخه خلاص نه وه یو هراړخیزه منجم وه .نیم اونیم کله سلا کار ، شننونکی او مننونکی یې نظر کې هم نه راتلل سره له دې لکه ملا. متقی چې امنیت ته امونیت وایی دغه مشکل یې درلود.
پرون مې چې ولید څادر یې په تخرګ نیولی او لمن یې په شا رااړولې وه ټیک ټاک ورته حیران وه چې له کوم لوری ورته وګوری . دخیرات یو څو دالر ه ورسره وه او داسلامی امارت ستاینه یې کوله او په اورګانیک اقتصاد ګړېده.
دی دسلا کار لقب ته ډیر زیات خوښ وه کله به یې خیر دی چې مېږی هم وی خو چې زه یې سلاکار یم دا زما اوزما بی بی سی ته اوچته خبره ده . ښوونځی اوزد ه کړې خو د ډیوډۍ په حقارت کې هسې یوه بی ا همیته موضوع ده. فرهنګ حذفول یا له منځه وړل خو کومه ستونزه نه ده زموږشپون هم یو روغتون کې الحمد لله جراحی کولی شی او زموږ لوده داستخباراتو کاسه لېسی اومزدوری.
له بده مرغه دغه مافیایی ډلو دخپل ثبات په نامشروعه اداره کې له همدې مهارت څخه کار اخیست.
دلته وه چې خړاکا مرور شو لکه د سرلوڅ مراد زی مرور سپرلی! سپرلی هم داسې بې شرمۍ ته حیران پاتې دی . دسپرلی تاریخی اهمیت صنعی القاب نشی منلی ًهیڅ قدرت نشی کولای چې فرهنګ بیرته شاته وتمبوی ملګری ملتونه ، یونیسکو او یونیسف دغه ورځ لمانځی چې په قدر یې پوهیږی .
خړ اکا سر په څادر کې پیچلی وه له الوتکې په ګونجو کالیو کې راکته شو په کتار کې ولاړو کسانو یې لا سونه مچول .