د ۲۰۲۵ نوي کال په مناسبت:
نوي له زوړه څخه ژوند واخیست
تېر د راتلونکي سره وند واخیست
وستون يي وشو د پرېکون محفل کې
سپینو د تور سره پیوند واخیست
د لرو بر ترمنځ توپیر ختم شو
اسمان له ځمکې نه پېژند واخیست
څوک د تاریخ په ژبه نه پوهېږي
چا د تاریخ پیغام څرګند واخیست
د جهالت پر خرو سپاره روان دي
دوی له تاریخه کله پند واخیست
د وخت کاروان سره چې یوځای نه ځي
هغوی د ټول عالم ریشخند واخیست
څوک ننداره کوي د نورو د ژوند
چا له ژوندونه څخه خوند واخیست
د تېر تاریخ د ماتو هر یو پیغام
پخپلو اوښکو مې لژند واخیست
چا له تاریخه څخه ګنج واخیست
موږ له تاریخه څخه ګند واخیست
د ۲۰۲۴ کال د ډېسمبر ۲۹ مه
سرلوڅ مرادزی
29.12.2024
- ولي الله ملکزی
له هرڅه وړاندې، د زړه له تل څخه دعا کوم چې د کون او کائناتو ستر واکمن دې ۲۰۲۵ میلادي کال زموږ د نړېوال کلي د اته میلیارده انسانانو لپاره د سولې د وږمو، ترانو او نغمو کال وګرځوي. درې اونۍ وړاندې په سوریې کې د حافظ الاسد او بشار الاسد د خونکاري رژیم ۵۴ کلنه اوسپنیزه واکمني د تاریخ په تورې تاخچې کې مهرو لاک شوه. په دمشق کې د صیدنایا زندان چې په بشري مسلخ سره شهرت لري، د نړېوالو خبري آژانسونو د راپورونو له مخې په ټولې دنیا کې دریم خطرناک زندان وپېژندل شو. دلته په تیرو دیارلسو کلونو کې له یولک څخه...
01.01.2025
- عبدالخالق صارم
تروریزم صلیبی و یهودیزم آدم کش، تنها تورات و انجیل را نه، بلکه همه چیز را تحریف نمودند، و همه چیز را دزدی نمودند!
- فكر اختراع كمپیوتر را از محمد بن موسی الخوارزمي، دزدی نموده به چارلز بابیج انگلیسی، نسبت دادند.
- اختراع کمره عکاسی را از محمد بن الهیثم، دزدی نموده به آیزاک نیوتن انگلیسی، نسبت دادند.
- فکر اختراع اینترنت را از محمد بن موسی الخوارزمي، دزدی نموده به تیموتی برنرز لی بریتانیایی، نسبت دادند.
- کشف قوه جاذبه زمین را از عبدالرحمن الخازني، دزدی نموده به...