پرېشانۍ مې د دوست هسې رنګ پرېشان کړم
نپوهېږم چې په څه ډول یې بیان کړم
کلی کور راته له یو مخې سور اور شو
لیوني غوندې اوس مینه د بیابان کړم
زما ژوند او مینه غبرګ سره تړلي
بې له مینې راته ګرانه ده ګوزران کړم
خلک ښه دي یو ارمان نیم لري ژوند کې
زه په ژوند کې د ارمان پسې ارمان کړم
یو سپېرې سپۍ مې دی لاس هسې څټلی
چې مې لاس ګټې ته یوسمه تاوان کړم
چې مې دوست ته ځان د زړه نه ورنږدې کړم
دوست د زړه په غمرازۍ دښمن د ځان کړم
چې مې لاس ګلو ته یوسمه اغزي شي
د سپرلي په باب اوس فکر د خزان کړم
هغه ښه مې چې د نورو سره کړي
خپلو ښو مې زه په ښو باندې پښېمان کړم
پيزوینه مې په ځان او په بل یو ده
خپلو ښو په وړاندې بدو زه حیران کړم
که مې یو ځلې جانان په ژوند کې یاد کړي
زه به ټول عمر یادونه د جانان کړم
که یو لوظ د قربانۍ له دوسته واورم
مرادزی به ځان ترې زر ځلې قربان کړم
سرلوڅ مرادزی