ڼن شپه یوه ګړۍ یوروپ کښې وخت په شا ځي
که پرون وې دوه بجې ڼن یو ساعت بیا ځي!
له پنځوس کلونو دلته رواجی تخنیک دی
ګواکې خلک به انرژئ ته په سپما ځي
ډیري ځوانان به یو ساعت خوب کم کړي
کاروباري خلک به کار ته وارخطا ځي
په ڼنۍ نړۍ کښې یوه ګړۍ ډیر ټایم ده!
تشیال بیړۍ خو سیکڼډ کې تر فضآء ځي
د انسان د زړه ټوپونه ملیسکڼډ کښې
که په ځير ورته غوږ نه شې ؟په یوه سا ځي!
که هر څومره بدلون راشي په دنیا کې
پښتانه به مستقیم د خپل بابا ځي *
ډیر افسوس پر هغو میندو او ماشومانو!!
چې څوک مخکې له زیږونه له دنیا ځي
--
یوه فارسي سندره مې پیادیږي: ګذشته ها ګذشته
ګذشته بر نګرده
اګر نباشه دریا، به غطره اکتفی کن!
+++ آو له یوې پرانا هندی موفی ګانې:
زنده ګي پې سبکا ایک ساعت هی صب تسلیم کرینګې
سارې خوشیان ،سارې درد برابر حَم تقسیم کرینګې
نیآ زمآنآ آیېګآء
* مطلب د صوفي عبدالرحان بابا مشهور بیت:
لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم
که خزان راباندې راشي که بهآر
26.10.2024
- ع.شریف زاد
داسمه ده چې نیویارک ټایمز دافغانستان داسلامی امارت دکورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په هکله ډیره لنډه تبصره کړی ده . دغه تبصره دورځپاڼې تګلاری، دسیپلین، او لید لوری دومره عمیق نشی څېړلی چې دی یوه هېواد دبرخلیک په ټولو مسائلو باندې یې سر خلاص شی. ورځپاڼه خپله کړنلاره لری اود همغوًپه چوکاټ کې ورته ګوری. دیوې ورځپاڼې هر خبریال جلا پوهه اوًدانش لری خوًداددې مانا نه لری چې هغه دبهرنی هېواد په ټولو ابعادو باندې پوهیږی حتی چې بیلکل تحلیلګر هم وی اشتباه کوی . امریکایان دلته عملا پراته وه څه یې وکړل چې...
27.10.2024
- نور محمد غفوري
(د تیرو لیکنو په تسلسل) د (نړیوال نظم او افغانستان) په مقاله کې مو یادونه وکړه چې نړیوال نظم د معینو حقوقي قواعدو، اصو او نارمونو پر بنسټ ولاړدی چې د سازماني بنسټونو او په نړیواله کچه د زور د بیلانس تر څنګ د همدې نظم په سمون کې غوره رول لوبوی. وروسته بیا مو (نړیوال نظم په کومو قواعدو ولاړ دی؟) لیکنه کښې د نړیوال نظم د قواعدو تعریف او څو غوره مثالونه ذکر کړل. په دې لیکنه کې به د نړیوال نظم د اصولو او نورمونو په اړه لنډه رڼا واچوو. 1. د نړیوال نظم اصول (Principles): د نړیوال نظم اصو...