داسمه ده چې نیویارک ټایمز دافغانستان داسلامی امارت دکورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په هکله ډیره لنډه تبصره کړی ده . دغه تبصره دورځپاڼې تګلاری، دسیپلین، او لید لوری دومره عمیق نشی څېړلی چې دی یوه هېواد دبرخلیک په ټولو مسائلو باندې یې سر خلاص شی. ورځپاڼه خپله کړنلاره لری اود همغوًپه چوکاټ کې ورته ګوری. دیوې ورځپاڼې هر خبریال جلا پوهه اوًدانش لری خوًداددې مانا نه لری چې هغه دبهرنی هېواد په ټولو ابعادو باندې پوهیږی حتی چې بیلکل تحلیلګر هم وی اشتباه کوی . امریکایان دلته عملا پراته وه څه یې وکړل چې دنیو یارکً نسخه یې وکړی!
ولی د حیرانتیا خبره داده چې په افغانی رسنیو کې دتحلیلګرو ، پوهو اوناپوهو، اماتورو اواحساساتی افغانانو. لخوا دومرهً هاها ده چې بن بست یې ټوله نړۍ چیکړ کړې ده ًټول په کې د مړې ګېډې فارسی په کې وایی. پښتوًکې وایی: کله چې رښتیا کلی ته رارسیږی دروغو به کلی وران کړی وی.
ځینی په حاشیه کې خپل دریځ هم وایی ځینی بې شمیره نور نامتجانس موضوعات ورسره ټړلی اوخینې یې دومره حق په جانب ځان نیسی ته به چې په کلونو په دې برخه کې تجربه لری . زموږخلک اوفرهنګ داسې نه وه خو اوس يې ډیر بدلونً موندلی دی.
له بده مرغه شخصیت پرستی ، انډیوالی، څوک څوک پېژنی ، هر سړی په دې لټه کې دی چې څنګه له موقع شناسی څخه ګټه پورته کړی او ځان وښیې!
امریکا اوجمع ناتوً په شلوًکلو کې ونه توانید چې یو مؤثر ه لاس ته راوړنه راوړې چې هم دامریکا اوًهم دافغانستان په ګټه وی امریکا په خپل سیاست ډیرې سترې اشتباه اوغلطې وکړې نو دنیویارک نیم اونیمکله مضمون به دسراج کومه برخه راونیسی ؟
خوًموًافغانان عجب خلک یو چې خپله هره موضوع ته له وخته مخکې ښاخونهًاو پنجې ورکوو. هر اړخ ته جلا پرداس ورکوو، حال داچې افغانستان روزانه دنړۍ په رسنیوًکې کته او پورته کیږی خو څوک ور باندې خبریږی هم نه!
باور وکړی چې دځینو میلمنو خبرې له شرمه هم اوړی. نه اسلامی اونه ملی روحیه لری . هرڅه چې خولې ته ورځی صرفه نه کوی همدا تحلیلګر کوښښ کوی چې خلک سره لېرې کړی . مغشوش یې کړی او منافقت کوی. رښتا! موږ یو متحد ولس نه یو دتاریخ په اوږدو کې مو عملا په سوله، مساوات، انصاف او عدالت کار نه دې کړی زموږ فرهنګ په سیالیو، قدرت، مقام شان اوشوکت کې پاتې دی .
یو حکومت چې په ډیر اضطراری وخت کې مناسب فرصتونه ونه پیژنی نو د نیو یارک ټایمز خبره کومه معجزه نه ګڼل کیږی.
دوهره نغاره ګې په دې هکله ووهل شوه هیڅ سالم عقل یې نه منی. همداغر اوهمدا کربوړی!