په خوله کي که غاښ خوږوي طعام کله خوند کوي دهـررنګه خـوړوخـوند به ځکه درنــه ورک وي
بې شـرمه بې حـیا کـس، غــیـرت کله پـېـژني مړې سترګي څوړمغزی دهرناکس فرمان به وړي
ترورخ تیري اوبـه کښـت ته کـلـه ســود لــري هرشی لري خپل وخت چي هوښیارئې فهم لـري
که بد ګړې بدبه مومې که ښه کړې ښه به مومې وبه نه رېبې غــنـم چي اوربـشي دي کـرلي وي
هوښیار نه خطاوزي که خطاوزي پرخوله مښلي
په ژوندکي ملا تړلی په ډېرفهم سره ژوندکيږي
مــڼـه له (ولي) نه غـوښتـل لـــویــه نا فـهـمـي ده هرفن چي په کاروړي کارګــه خو به باز نه کړي