سحـرګاه وه ګل چمـن کي په مـوسکاشو
دجمن مرغه له دغه هال په غوغا شو
ټول مرغانوپه چمن کي دافضا کړه ننداره
هـرمـرغه جلا جلا ځان ته په چڼا شو
هـرمـرغه پخپله ژبه دسنـدروچـوڼهارکړ
داسي ښکارېده تابه ویل ذکرې ربناشو
سحرپاڅي په چمن کي داږغونه واروېده
دی هـم ذاکـرالله ته د بښي پـه وینا شو
پایـله ګـوره، انګړ ګـوره اوهـال وګـوره
انسان اومـرغـه هریـو الله ته په ثـناشو
08.02.2025
- حميدالله بسيا
په نننۍ نړۍ کې ټولنیزې شبکې لکه فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام، ټيکټاک او یوټیوب د معلوماتو خپرولو تر ټولو مهم وسایل ګرځېدلي دي، همدارنګه په څنګ کې د فلمونو، ډرامو، مستندو او تلويزيوني شوګانو په برخه کې نامتو ويب سايټ (نېټ فليکس ) هم خورا مشهور دی چې د فلمونو، او مستنداتو پراخ زېرمتون لري. او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې ميليونونه خلک ګوري. دغه پلاتفورمونه په ثانیو کې بې شمېره معلومات او خبرونه خپروي، چې دا چاره د پروپاګنډې لپاره د یوې خورا اغېزمنې وسیلې په توګه کارول کېږي. تاسې به نن سبا ليدلي وي چې...
10.02.2025
- سید عبیدالله نادر
د پاکستان آی، اس آی استخباراتي شبکه د پنځوس کلنو راپدې خوا ترهګر روزی ،او تر هګر جوړوی ،او د دې کاروباره څخه بی شمیره پیسي لاس ته راوړي ،او دا پیسي بیا په خپل پوځ مصرفوی یا لګوي ، د همدې پښتنو څخه تر هګر جوړوی ،خو د دوی په سر په جوړې شوی پیسو کې ، پښتانه بیا په دې پیسو کې حق نه لري ،چې خبره ورانه شي یعنی په دنیا کې په کوم ځای کې یو تخریبی عمل تر سره شي ، او یا یو ورانونکی عمل تر سره شي ،او د تر هګر سر د پاکستان څخه راووځي ،پاکستا ن پوځ او یا ملکی حکومت بیا همدا پښتانه د تر هګر په نامه غربی هی...