ماښام لاړمه ستومانه میکدې ته
په تلوار وم د ساقي سره وعدې ته
یو پیله کې چې تسکین د چا حاصل شي
څه تاوان رسۍ د نوروعقيدې ته
چې ارزو دې نږدې ځای کې پوره کېږي
ضرورت د تللو څه به وي کعبې ته
دمه ځای که دې جلا وي څه پروا کړي
د چا خوښه ځي جومات که میخانې ته
خپل عمل د هر سړي د لارې مل دی
څه اړتیا ده د ملا او پیر فتوې ته
د بل چا په باب دې خپل قضاوت پرېږده
تر تا زیات ګوري نور هم خپلې فایدې ته
تنوع که له ژوند لیرې شي، ژوند څه دی
چا يی کله فکر کړی نتېجې ته
که اسمان په ډېرو ستورو ښکلی ښکاري
رنګا رنګ ګلان ښکلا بخښي باغچې ته
چې یو ډوله، یو نواخته زندګي شي
مرادزیه کډه بار کړه، ځه میرې ته
د ۲۰۲۵ کال د جنوري ۳۰ مه
سرلوڅ مرادزی