دسعدي علیه رحمه په دغه بیت پایل کوم، چي وایي:
مکن نفس امّاره راپیروی که نگاه گرفتار دوزخ شوی
نَفّس پردرې ډوله دی: لومړی؛ امّاره نَفّس شیطاني نفس دی بدي خواته ځي.
دوېم؛ لوامه نفس دی ملامت کونکی نفس دی چي انسان ښې خواته بیايي.
درېم؛ مُطّمئنه نفس دی روحاني دی چي خاص پیغمبران، روحانیون اونېکان یي لري.
نوالله(ج) مودي دنفس اماره نه وجغوري، چي انسان دقدرت نمايی، تبعیض،حق تلفۍ اوپه پای کي دظلم خواته بیایي.هغه کس چي د (اماره نفس)ترآغېزه لاندي راغلی وي(صم بکم عمي فهم لایرجعون) سي او(وَعَمِلُواالصّلِحتِ وَتَوَصَوٌبِالٌحَقِّ وتَوَصوبالصبرِ)ځني هېرسي.الله(ج) دي سړی ځني وجغوري.

موږ نه باید داسي وسو لکه امریکایان؛ چي دخلکوڅخه (حقوقي بشر) غواړي اوپخپله ئې حقوق بشر ترپښولاندي کړی. پخپل وطن اوپه غزه کي حقوق بشرنه مراعت کيږي اوزموږ څخه ئې مطلق غواړي. اوبل: سیستم د (سیافمیزم) مه کوۍ. دا شیخ الحدیث په جهاد کي لاس کافرته ورکول اوځان هغسي جوړول په ایاتو حدیث ئې ثابتول، چي داخولویه ګناه ده. او اوس ئې ځان دغرب په لمن کي اچولی په ایاتو حدیث ئې ثابته وي مرسته ځني غواړي اووایي، چي رسول الله(ص) دیهودانو په ګاونډيتوب مرسته غوښتې. دلته بیاحدیث سپرکړی اودا فرق ئې نه دی ورکړی، چي رسول الله (ص) او یهودان په یوه کلي په یوه ژبه سره ګاونډیان وه چي دخپل شتون ددفاع لپاره دواړي خواوي ودښمن ته سره یووي.
سیاف په پردي ملک، پردي مذهب اوپردې ژبه کي ځان اچولی یو مسلمان،خپلواک، آزاد اوبا امنیته اوبې جنګه حکومت غیري قانوني بولي اوجنګ اوقدرت غواړي. ای سیافه! حميد ماشوخېل وايي: له هغه صیادحمید وساته خدایه++چي ئې لومه کړه درب ثنا سپاس
اې طالبانو! دا لار د(سیافیزم) غلطه ده مې کوۍ!
تاسي (امرباالمعروف، نهی عن المنکر) پرخلکوتطبقول غواړی اوپخپله ځني سرغړه ونه کوۍ. تعلیم او (علم زده کړه) پرنراوښځي فرض دی تاسو ئې ښځوته دا خدایي حق نه ورکوۍ دا د امرباالمعروف، څخه سرغړونه نه ده؟ دغه پرحدیث اویات باندي سترګي پټول نه دي. تاسو خوکه رښتیاملایان یاست ښه معلومه ده چي علم زده کړه پرنرواوښځو فرض ده؛ نومو ولي سترګي پرپوټي کړي دخلکو حق پایماله کوۍ. آیات شریف دی چي وایي: (ولاتلبسول الحق بالباطل وتکتموالحق وانتمـ تعلمون)سورت البقره ۴۲م او۴۳ ایاتونه
مانا: (اومه ګډوۍ حق دباطل سره اومه پټوۍ حق چي په پوهېږۍ.)
ورکۍ دانجڼو مکتبونه.
خبره دحجاب ده؛ څوپوهي ښځي راوغواړۍ دمکتب دحجاب کالي په جوړکۍ په دغه کالوکي دي ښځي مکتبوته اوپوهنتنو ته ځي. یوه لائحه جوړه کۍ چي ښځي په داخل دمکتب کوم اخلاق مراعات‎اوپه دباندي دمکتب کي کوم آداب مراعت کړي. دسرغړه وني په کولو سره له مکتب ایستل اوجزاورکول. دمکتبونو دروازې خلاس کړۍ هرڅوک چي خپل لورمکتب ته پرېږدي ددغي لائحې ترهدایت لاندي دي راځي. څوک چي خپل لورنه پرېږدي هغه ئې حق اوخپل کاردی حکومت به څوک نه په پړکوي. هرطالب که مشر وي اوکه کشرچي ضد دښځو دمکتب وي ضد دطالب هم دی.
سعدي علیه رحمه وایي: دشمن دانا که غم جان بود++ به ازان دوست که نادان بود دشمن دانا بلندت میکند++برزمینت میزند نادان دوست دغه طالب، چي دښځوتعلمي حق تلفوي په ښکاره مخالیفینوته چاړه تېره کوي پلاس ئې ورکوي. ایا دا د طالب دتربګڼي نه ده؟
علم مانا څه؟ علم مانا الله(ج) او(پیغمبر دالله(ج) پېژندنه ده. نوچي ته مسلمان ئې مسلمانه خورهم پرېږده چي دپوهي په رڼاکي خپل خدای اورسول وپېژني!
سعدي علیه رحمه وایي:چوشمع ازپی علم بایدگداخت++که بی علم نتوان خداراشناخت طلب کردن علم شد برتو فرض++وگرواجبست ارپیش قطع ارض
چي داټوله عالمان دپوهي زده کړه پرنراوښځه په ایاتو په حدیث فرض بولي اوتاسي هم ځانونه ملایان بولۍ سترګي مودخلکو پرحق پټي کړي. لکه چي (سیافیزم) موخوښ وي.
دطالب نوم نه اخلم؛ خود ده خبري مي پخپل غوږو واورېدې؛چي ویل ئې: (علم مباح دی.) مانا که خدای(ج) اورسول(ص)ئې پېژنۍ اوکې نه پژنۍ څه پروانه لري.ودغه ته هم ملا وه وایواوکه نه؟
دده بله خبره: په ډېرقهراوغضب ګډ وو ویل ئې؛ چي که دمشر یاني (اولل امر) برخلاف وي کافردی غټه دکفر ټاپه ورسره ده پرمسلمان ئې وهي د کافرخطاب ورته کوي. مسلمان ته کافر ویل پخپله کفردی. د اهل سنت اوجماعت مسلمانان (ایزد) ته لانه وایي کافر. که دغه طالب دایات شریف سپرکوي: چي الله(ج) وایي:
(یا أیهاالذین آمنواأطیعوااالله واطیعواالرسول وأولی الآمرمنکم) دنساء سورة ۵۹ ایات
که دی د (اولی الا مر)داطاعت خبره کوي، چي الله(ج) پرموږ ایښی؛ داخوئې دشرائطوسره ویلي دي.
(اولی الامر) باید عادل، بارحمه، دخلقو حق ورکونکی، دخدا(ج) اودرسول خبري ټکي په ټکي منل او دټولني ږغ اورېدل اودغسي نور. نواطاعت ددغسي مشر پرموږ لازم اوملزوم دی. چي مشران دښځو واقعي حق چي (علم زده کړه) ده نې ورکوي اوحکومت لري، چپراستي لاهم دی مقرروي؛ تغیرتبدیل دمامور هم دی کوي. طالبان بېچاره ګانو دې ټولوغیراصولي کاروته چي په پوهیږي هم غاړه ایښې ږغ نه باسي. داوطن دغه طالبانوپه سرووینوګټلی، امنیت ئې را وړی، دټولني خادمان دي، خپلواک حکومت ئې جوړکړی اوس ئې یاپه جنګ یامفت دلاسه ورکوي. دایوه لویه ناورینه ده.
ای طالبه! ورور ئې مسلمان ئې، ورورئې افغان ئې، ورورئې انسان ئې ورورئې په فرمان ئې زړه مي خوږیږي چي نا آګاه ئې.
زما دقلم څوکه هغه لږکیو ته متوجه ده، چي دمکتبو دروازي ئې تړلي اود نفس اماره خواته ځي.
خلاسي کۍ دمکتبو دروازې ! موږمکتبونه اوپوهنتونونه لرو هرشی لري خپل (کوریکولوم)لري؛ دا دشرم ځای نه دی، چي زموږ هلکان او انجڼي دي ودې ته اړسي، چي په پاکستان او ایران کي دي زده کړه وکړي. غیرت څه وایي؟ ایسته کۍ دا توره ټاپه!
خلاسي کۍ دمکتبو دروازې! چي هېوادته رڼا راسي او ظلمت ورکسي! لري کۍ دغه تورټاپه!
خلاسي کۍ دمکتبودروازې! چي «علم زده کړه» خدای(ج) اودپیغمبر(ص) پېژنده ئې هېواد ته راسي. ایسته کۍ دا توره ټاپه!
خلاسي کۍ دمکتبو دروازې! دملت دټولني حق ورکۍ! دا د ښځوشرعي حق دی. زموږ ګران پیغمبر(ص) موږ ته دافرمایلي، چي پرنراوښځه علم فرض دی. علم الله (ج) پېژندنه ده. ایسته کۍ دا توره ټاپه!
ستاسي دغه توره ټاپه پرننني حکومت باندي سیاسي او ټولنیزلویه بده آغېزه لري. مخالیفین دا د(پروپاګند) لپاره په کار وړي دوستان په زهیردي.که بې اتفاق سۍ ورک یاست.
خلاسي کړۍ دمکتبودروازي! الله (ج) موږته پخپل کلام کي «سورة شورا» راستولې اوامرئې کړی، چي پخپل منځوکي مشوره سره وکۍ اوپه مشورې موضوع حل کړۍ. دغه ایات خوشحال بابا داسي بیان وي: دلمانځه ترقضا سخته داقضاده++چي قضاسي دڅلورمشورت. استه کۍ داتوره ټاپه!
الله(ج) دي موږ روي راست ته را واړه وي او دنفس اماره څخه وجوغوري. آمین بارب العلمین
افغانستان مي رنګا رنګ دی++خوودښمن ته مي یورنګ دی بې اتفاقه سرزوره پخپل منځ کي++دایه ګوره بل یو ټنګ دی وکیلي