عاصی ، خائن ، مزور لېوه او ګېدړ ، سوی اوشغال ، موږک اوزمری ، القاعده او بې فایده ، داعش او ماعش ، وژونکی او جعل کار ،بلد او نابلد ، کوڅه ډب او لنډه غر ، ملا او چړی ، مشاور او پخوانی امر،مفتی او مجانی، حاکم اوچپراسی ، خانه سامان او باغبان باشی، سرپرست او قدرت مست ، شننونکی او نه مننونکی ، ڼړیوال اجنت او بې ڼړۍ فرعونیان ټول په یوه ځغلی . هره لوبه چې ده ډیره ستره ، ناوړه ، بدرنګه او بې هویته لوبه ده.
دالوبه څومره چې د استخباراتو اوسوشال مېډیا په اوږو سپره ده هومره له واقعیتو سره، سمون سره، عدالت او انصاف سره ، حق او بشری کرامت سره تړاو نه لری.پاکو ، مخلصو ، محققو، دانشمندو ، عالمو څیړونکو سره دامصنوعی تور مارکیټ والا خلک هېڅ جوړ نشی راتلای .دغو جاسوسانو تل له ولس سره ډیره پېچلی جفاکړی او لا چالان دی . اسلام ، عقیدې او دین څخه دابزار په توګه کار اخیستل جهالت او حماقت دی . موږ په رڼا ورځ هره لوبه دشخصی اغراضو سیالی او احساساتی برخوردونو په هکله کوو. دروغ وایو ، حرام خورو يوبل دانډیوالی په نوم ساتو او ملاتړ یې کوو خو بیاعین وخت عوام فرېبانه ځان ډیر با تقوی او پر هیزګار ګڼو . پردیو اسعارو باندې حکومت ساتو ، کرکه کوو، دتعلیم دروازې تړو .دا څه دی ؟ الله ج فرمایی:
۱۷-افلا ینظرونه الی الابل کیف خلقت.
۱۸-والی السماء کیف رفعت.
۱۹-والی الجبال کیف نصبت.
۲۰-والی الارض کیف سطحت.
………….الغاشیه ۸۸ /۱۷-۲۰
په مکه کې نازل شوی . دپیدایښت څرنګوالی ، دآسمان اوچتوالی دزمکې اوارتوب هغه څه دی چې دالهی حکمت په ډاګه ښيې خو موږ خپل مسئولیت نه دی پېژندلی د تعلیم او پوهې دروازې دکلتور اوفرهنګ په غلط او ناروا لار کې را محدود کوو …..ولې ؟ په ۴۲ ملیونو انسانانو کې یو عالم ونه لیدل شو چې دحق په لا ره دفرعون په وړاندې غږ پورته کړی . بنا پر دې په داسې یو بربنډ ، له منطق وتلی کار او عمل دکوم فاسق او فاجر دغه دروغجن ، مجهول او نه مننونکی عمل ومنو؟
سعدی وایی:
یاایهالساقی ادر کاسا وناولها
که عشق اسان نمود ولې افتاد مشکلها
همه کارم زخود کامی به بد نامی کشید اخر
نهان کی ماند رازیکه کزو سازند محفلها!
زموږ محفل هر چېرته په هرپیتاویې کې زمزمه کوی دغه ولس موږ په لو لوبو کې راګیر کړی سرپرست کدو !
انصاف مو روزی شه بې خبرو تش په نومو مسلمانانو !
تل دوی افغانستان!