د هیواد نژدې تاریخ ته که ځغلنده نظر واچوو نو په څرګنده توګه لیدلی شو، چې ملي او اسلامي خوځښتونه په غوره ملي مسایلو کې همیشه هم لوري او همکاره وو. په ملي مسایلو کې ملي شخصیتونه مخکې او دیني مشران د هغوۍ په بشپړ ملاتړ کې تر شا ولاړ وو. په دیني مسایلو کې ملي شخصیتونو، چې بیشکه ټینګ مسلمانان وو، دیني لارښوونکو پسې اقتدا کوله. همدغه پیوستون د حتمي بري پیام او پایلې هم له ځان سره لرلې. د مثال په ډول، د افغان او انګلیس په لومړي جګړه کې د انګریزي ضد پاڅون په مشرۍ کې د ملي شخصیتونو نومونه لکه میرمسجدي خان، سلطان احمد خان، محمد شاه خان بابکرخیل، عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان لوګری، محمد اکبر خان، نواب محمد زمان خان، نواب جبار خان او نور وینو. همدارنګه د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې د پاڅون په سر کې د محمد جان خان وردګ، ملا مشک عالم اندړ، صاحب جان تره کي، سردار ایوب خان، محمد عثمان خان ساپی، مولوي عبدالرحیم قندهاري او داسې نورو ملي او دیني شخصیتونو نومونه یو ځای وینو.
زموږ د نسل په پیښو کې دغه پیوستن خلل وموند. مشرانو له ملي لارې انحراف وکړ، څه چپ بین المللي او څه ښي بین المللي شول، نیمایي نړیوال کارګري پیوستون پسې لاړل او نور نیمایي یې نړیوال اسلامي اخوت پسې ودریدل. د دواړو شا ته هماغه پخوانی استعماري ځواکونه په نوو، ایډیالوژیکي ماسکونو کې ولاړ ؤ. وطن په ډاګ پآتې شو. په ډاګ خو څه چې د نوو استعماري ځواکونو د نیابتي جګړو په ډګر واوښت. د مملکت واګې د غیر ملي اشخاصو په لاس کې ولویدې. لدې سره هم ملت ته مرګونې زیانونه ورسیدل او هم اسلام له اعتداله ووت.
ملت د انساني جمعیت په توګه یو دستجمعي ځواک دی. ټاکلې جغرافیه او ملت یو هیواد دی. په خپل ټاټوبي کې باوقاره انساني ژوند د اوسیدونکو د ټولو فعالیتونو هدف دی. دیـن، انساني هدف ته د رسیدو له پاره تر ټولو مستقیمه لار ده. د ملت دستجمعي عقیده هم پیاوړې مادي نیرو ده. ملي او دیني قوت که سره هم لوري او همآهنګه وي، خورا ستر ځواک جوړوي او که یو بل سره هم لوري نه وي او خدای مه کړه که یو د بل په مقابل ولاړ وي، نو بیا د مملکت قوت د صفر سره ضرب کیږي.
د خپلې خاورې او ملي ارزښتونو ساتنه د هیواد د ټولو اوسیدونکو په ځانګړې توګه د ملي غورځنګونو وظیفه ده. د ملي ارزښتونو خوندې ساتنه ځانګړی ملي احساس او ملي شعور غواړي. ملي احساس او ملي شعور د نورو ملتونو څخه د برتري یا پر نورو د تیري په مفهوم نه ( لکه الماني نازیانو چې درلود یا په ځینو نورو لودیزو هیوادونو کې لیدل کیږي)، بلکې په خپله خاوره د خپلواک او باوقاره ژوند احساس او شعور درلودل دي. کله چې ملي احساس او ملي شعور خپلې ریښتینې کچې ته ورسیږي، نو هلته د نورو ملتونو خپلواکۍ او ارزښتونو ته درناوی هم ورسره پیدا کیږي. زموږ د ګران هیواد د ملي مفکورې څښتنان چې مسلمانان دي، د اسلامي مفکورو سره د مخالفت هیڅ اساس نه لري.
په خپلواک هیواد کې د اسلامي ارزښتونو ساتنه بیا د اسلامي تحریکونو ځانګړې فریضه ده. اما د مسلمانانو ترمنځ په دیني چارو کې د زور مسأله هیڅ نشته. دا د مبین قرآن خورا څرګنده لارښوونه ده.( لا اکراه فی الدین). هیڅ ډول دوه مفهومي په کې نشته. بیلابیل تفسیرونو پدې مبین آیت شریف کې څومفهومي شامله کړیده. هیڅ شریف حدیث او هیڅ ریښتیني تفسیر ددې څرګند ارشاد څخه په لږ انحراف کې هم نشته. د کلام او مفهوم په تفاوت کې د بیلابیلو آیاتونو شان نزول تفاوت لري. د زور زیاتي ټولې څرګندونې د الهي روښانه هدایت څخه په انحراف کې دي. د جهاد مسآله همیشه د تیري کونکي دښمن سره په خورا جدیت سره مطرح ده.
د خپلواکۍ او وقار احساس او شعور چې د دیني رسالت سره یوځای شي معنویت ته رسیږي. دا لوړه مرتبه ده. دا هغه لوړه مرتبه ده چې انسان په کې خلق شویدی. په زور رسیدل ورته په کار نه دی، انحراف پریښودل په کار دی.
دلته زما مقصد د سیکولاریزم انتخاب نه دی، چې په وطني محاوره کې اوس په غلطه د بې دیني په مفهوم پکارول کیږي. له یوې خوا، سیکولاریزم د بې دیني مفهوم نه لري، بلکې د دین او سیاست ځایونه او وظایف سره ټاکي. د بلې خوا، د دیني عقایدو آزادي د سیکولاریزم له غوره پرنسیپونو څخه دی. غربي سیکولاریزم، په واقعیت کې د مذهبیانو او سیاسیونو ترمنځ د هر ډول همکاریو د یو ژور سازش په نتیجه کې رامنځته شوی، چې تر ننه پورې دوام لري.
څومره ښه ده چې ملي غورځنګونه او دیني تحریکونه په ګډه خپله خاوره او خپله لاره وساتي. دواړه سپیڅلي هدفونه دي. د دین پرته په وطن کې ژوند، د معنویاتو پرته، د حیواناتو په کچه ژوند دئ. په خپله خاوره کې د خپل اختیار پرته که دین وي او که نه وي، دواړه یو شانته دي. په پښتو کې غلامي او بې دیني یوه معنی لري.
د کلاسیک او ننني استعمار ټوله هڅه دا وه او ده چې ملي او دیني قوتونه یو د بل په مقابل کې ودروي، تر څو پدې ډول د مملکت د مقاومت توان کمزوري کړي او خپلو شومو اهدافو ته په آساني سره ورسیږي. د مثال په ډول، په کښته پښتونخوا کې بیشماره ملي شخصیتونه د هغو «مذهبي» وسله والو ډلو له خوا، چې اصلا د پاکستاني استخباراتو پټ جزوتامونه دي، په شهادت رسیدلي دي، لدې سره ملي او دیني حرکتونه یې یو د بل په مقابل کې اګاهانه ودرولي دي.
په افغانستان کې که ریښتیني ملي خوځښتونه د دیني تحریکونو سره خپلې هڅې هم لوري کړي، د بهرنیو او پردیپالو لاسوهنې په خپله خنثی کیږي، دنننی مشروعیت او نړیوال وقار اعاده کیږي، د جګړې عوامل له منځه ځي، لدې سره ملي او دیني کدرونه په ګډه د هیواد د اقتصاد، سیاست او فرهنګ بار په آسانۍ سره د پرمختګ په لور وړلی شي. په یواځې ځان دا بار د هر یو ملا ماتوي.
که په لره پښتونخوا کې ملي ګوندونه د اسلامي تحریکونو سره یوځای خپل هدف وټاکي، هرومرو دواړه هدف ته رسیږي. یو د بل پیوستون پرته دین او دنیا دواړه له لاسه تللي ښکاري. د خیبر په جرګه کې د پښتنو د غورځنګونو او ګوندونو نیمګړی پیوستون هم ټوله سیمه وخوځوله. که ټول سره یولاس شي، هرومرو به « په خپله خاوره خپل اختیار جنت» ته ورسیږي.
تر دې هم مهم د لر او بر د دیني او ملي غورځنګونو هر اړخیز پیوستون دی. دا د افغان وطن د برخلیک تر ټولو ښه، ایډیال صورت دی. پدې صورت کې نه پرديو او نه هم پردیپالو ته د تخریب کوم توان پاتې کیږي. اما دا کار لوړه کچه اګاهي او پراخ ټټر غواړي. ایا زموږ په دیني او ملي مشرانو کې ددې دواړو ځانګړنو وړتیا شته ؟ په عامو غیر منسجمو پرګنو کې دغه ډول نه لیدونکي پیوستون شته دی. د کوزي پښتونخوا د ځوان حمزه افغان په قول، هغه درد چې هر پښتون ته په بره کې رسیږي، کښته پښتون یې په خپل ځان کې احساسوي. برخلاف، د کښتنه پښتونخوا ټولې غمیزې په بره کې هر پښتون ته درد رسولی دی.
په دیني تحریکونو کې یواځې د افغانستان طالبانو او د پښتونخوا طالبانو ترمنځ دغه ډول پیوستون، د ګډو دیني زده کړو، ګډو جګړو او مبارزو په ډګر کې رامنځته شوی پیوستون، په غیر اګاهانه کچه کې محسوسیږي.
اما د کښته پښتونخوا او افغانستان د ملي خوځښتونو ترمنځ د پیوستون او همکاری څرک نه لیدل کیږي، هغه څه چې د سترګو نینک په څیر باید وساتل شي. د پښتون ژغورنې غورځنګ سره ددې چې په افغانستان کې یواځې د خوشبینۍ په کچه پراخ ملاتړ لري، اما د عمل په ډګر کې، د انسجام په کچه کې څه نه لیدل کیږي.
په کښته پښتونخوا کې ملي ګوندونه ډير کله د ملي کرښې څخه په څنګ روان ښکاري. د خپلواکۍ او د ټول افغان ملت د یووالي اصلي وظیفې په ځای، په فرعي مسایلو کې ښکیل دي. د عام ولس غږ په زور سره ټپ دئ. یواځې د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل افغانیت خبره په جار سره وایي، خو د خپلواکۍ او یووالي له پاره د کومې تدوین شوې ستراتیژي څرک یې نه لګیږي.
په افغانستان کې هم ملي خوځښتونه د څو لسیزو انحراف څخه لا تر اوسه پورې درست ملي کرښې ته ندې رارسیدلي. د افغان ملت یووالی او د افغاني خاورې بشپړتیا د ملي غورځنګ دوه غوره وظیفې دي. پرته له شکه، د افغانستان ټول قومونه د افغان ملت اجزأ دي، البته د هغو اشخاصو په استثنا چې په خپله له افغانیت څخه انکار کوي. اما د افغان ملت ډیره برخه په کښته پښتونخوا کې پرته ده. لا تر اوسه پورې د افغانستان یو شمیر «ملي شخصیتونه» د کښته پښتونخوا څلویښت میلوني کتله، د افغان ملت اصلي برخه، نادیده ګڼي. د افغانستان د خاورې غوره برخه، بحري لارې چې د هیواد د اقتصاد له پاره «آب حیات» دي، پاکستان ته په تشه خوله ورتسلیمه بولي! یو- نیم بیا د خراسان او لوي افغانستان داعیه یو شان د افغانستان په زیان ګڼي. دا کسانو ته د وینو د شراکت درد نه رسیږي، د ذهني نارسائیو له کبله عیني واقعیتونه نشي لیدلي. دا داسې مثال لري لکه څوک چې ټول خرافات او دین یو شان وګڼي او دواړه لیري وغورځوي. رښتیا هم په ظاهر کې زیاتره خرافات مذهبي بڼه لري، اما ریښتینی دیني معنویت د انسانیت جوهر او اصلیت دی. د لمر په څیر روښانه واقعیت دی چې افغان ملت د استعمار په توره په ملا دوه برخې شویدی. د خراسان واقعیت اوس په ایران کې یو استان دی، تاریخي حقیقت یې د ایراني ستر تاریخپوه ناصر پور پیرار په اثارو کې وګورئ، چې دا هم د هماغه استعمار چې افغانستان یې په ملا مات کړي دی، د سکه سبیره ورور - یهودو لاسته راوړنه ده که نه!
د کښته پښتنو مسأله په ملي او بین المللي ساحه کې داسې طرحه کیدلی شي: د افغانستان خاوره چې په استعماري زورزیاتي سره جدا شویده او په زور سره جدا ساتل کیږي، ایا که دغه زورزیاتی په منځ کې نه وي، دا خاوره او دا ولس به سره جدا پاتې شي؟...ایا خدای مه کړه، که افغان ولس هم لکه د خپلو حکومتونو په څیر بې همته شي او د خپلې خاورې او خپل نیمایي ولس له داعیې تیر شي، د پاکستان ابن استعمار له شره به خلاص شي؟...
نه نه نه، هرګز نه. کښته پښتونخوا له افغانستان څخه د ټولنې د طبیعي پرمختګ په سیر کې نه ده جدا شوې، برخلاف استعمارې مداخلو یې طبیعي سیر مختل کړی دی. استعمار او زور د ټولنو د تکامل عیني قانونمنده بهیر مختل کولی شي، اما ودرولی یې نه شي. افغان ملت د ټولنیز عیني قانونمنده بهیر محصول دی. د بهرنیو مداخلو پرته هرومرو سره یوځای کیږي.
تر هغه پورې چې ملي نهضت په هیواد کې ریښتینې ملي خط ته را نشي، تر هغه پورې قوت هم نشي پیدا کولی. په ملي غورځنګ کې د یو ملي ضد عنصر موجودیت د هغه ناپاکي په څیر دی چې په جامو کي وي، نو مقدسې چارې پرې سرته نه رسیږي. ملي چارې د دیني چارو په څیر سپیڅلي دي، ناپاکه څیرې او ناپاکه ذهنیتونه یې تقدس له منځه وړي.
تر هغه چې د ډیورنډ استعماري تیغ د افغان ملت د ماتې ملا څخه لیرې نه شي، د هیواد بدن آرام نه شي موندلی. تر هغه چې دا د آسیا زړه هیواد آرام و نه مومي، ټوله سیمه آرام نه شي موندلی. سیمه چې آرامه نه وي، نړۍ آرامه نه شي پآتې کیدلی. ځکه چې « چو عضو به درد آورد روزګار دیګر عضو ها را نماند قرار». د جانان افغانستان د آرامتیا او سلامتیا سپیڅلي موخې ته د رسیدو له پاره تر ټولو ښه او تر ټولو معقوله لار د ریښتیني ملي غورځنګونو او ریښتیني اسلامي تحریکونو ترمنځ پیوستون او هم لارې کیدل دي. پدې لار کې که هر یو، یو ګام وړاندي ږدي، بل یې ښایي ملاتړ وکړي. یو د بل تخریب، په دغه تاریخ سازه زماني مقطع کې مصلحت نه دئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
محمدیوسف صابرـ ساپی
۰۲/۰۲/۲۰۲۵