ډیر پخوا مې د جغرافیې په یوه کتاب کې، د چاپیریال د اغېزو په هکله ، د یوه یوناني فیلسوف ارستو یو نظریه لوستلی وه. هغه ویلي و چې،
یونان ځکه د پوهې، تفکر او مدنیت ټاټوبې دی چې، د ځمکې پر مخ په یوه مناسبه سیمه کې پروت دی. نوموړي یادونه کړی وه چې، د یونان شمال ته لیرې پرتې سیمي ډیرې سړې دي، نو ځکه یې د اوسیدونکو جسمونه قوي او ځواکمن دي ، خو ذهنونه یا فکري استعدادونه یې کمزوري دي. له بله پلوه بیا د یونان جنوب ته په لیرې پرتو تودو سیمو کې استوګن وګړي، د جسمونو له پلوه کمزوري خو د ذهنونو له پلوه قوي او با استعداده دي. ګوته یې هندیانو ته نیولی وه.
د هغه له نظره یونان د دوی په منځ کې په یوه معتدله سیمه کې پروت دی، نو ځکه یې وګړي هم جسمي پیاوړتیا لري او هم ذهني. له همدې امله یې یوه لویه امپراتوري او مدنیت رامنځ ته کړی دی.
که څه هم په دې نظریه کې ډیره مبالغه شوی ده او د نورو پوهانو او پوهنو د تایید وړ نه ده، خو ببا هم په ټوله کې په هغه پخوانۍ زمانه کې پر انسان او دهغه پر کلتور ، د چاپیریال پر اغیزو فکر کولو ته لاره پرانیزي.
کیدای شي ځنې د کلتور (کلچر، ثقافت، فرهنګ) په بشپړه معنا پوه نه شي او انګیرنه یې داوي چې کلتور یوازی د وګړو دودونو او دستورونو ته وایې، خو داسی نه ده.
کلتور مادي او معنوي اړخونه لري، د دودونو او دستورونو ترڅنګ، زموږ ارزښتونه، نورمونه او خویونه هم د کلتور اجزاوی دي.
ژبه، مذهب، قوانین، کورنۍ اړیکې، زده کړی، هنر، معماري، خوراک او پوښاک دا ټول د کلتور عناصر او برخې دي. خو د مذهب اغیز په ځنو کلتورونو کې ډیر څرګند او مهم دی.
که تاسی د ځنو پوهنو له هغې ډلې د جغرافیې په ژورو کې پلټنه وکړۍ، دی پایلي ته به ورسیږۍ چې فلسفه په رښتیا هم د علومو مور ده او په جغرافیه کې یې هم ډیرې ریښې غزولي دي.
جغرافیه په عمومي توګه د انسان او محیط ترمنځ اړيکې او یو پر بل یې متقابلې اغېزې څېړي.
دا چې د ځمکې پر مخ وګړي څرنګه رنګارنګ څېرې لري، نو په عمومي توګه یې، په پخوانۍ نژادي اصطلاح ، په تور، ژیړ او سپبن نژاد ویشلای شو.
افغانان د سپین نژاده وګړو له ډلې دي.
رښتیا خبره داده چې ټول وګړي په جسمي او ذهني لحاظ ورته وړتیاوی او استعدادونه لري، خو په سیمو کې د جغرافیایې شرایطو، طبیعي زیرمو او شتمنیو رنګارنګۍ، دا کلتوري توپیرونه او ډولونه رامنځ ته کړي دي. اوس اوس نژادي توپیرونو ته په ښه سترګه نه کتل کیږي. ژبه، رنګ او نژاد د انسانیت لپاره کوم معیار نه ګڼل کیږي.
په ځنو سیمو کې پخوا ځنو کلتورونو ډیر پرمختګ کړی و او مدنیتونه رامنځ ته شوی و. دا پخواني مدنیتونه بیا زیاتره د سیندونو پرغاړو یا سیندونو ته څېرمه و.
د بین النهرین(عراق) لرغونی مدنیت د دجلې او فراه د سیندونو ترمنځ، د مصر مدنیت د نیل د سیند پرغاړه، د چین لرغونې مدنیت د ژیړ سیند پر څنډه او په لرغونې آریانا کې مدنیت د کابل او سند(اندوس) د سیندونو ترمنځ رامنځ ته شوی و. دا ټول کلتوري پرمختګونه او لوړتیاوی د نورو عواملو تر څنګ، ډیر زیات د چاپیریال د یوی حیاتي سرچینې یا اوبو له اغیزو ګڼلای شو.
انسان د تاریخ په اوږدو کې له خپل چاپیریال سره په مبارزه کې دی. د طبیعیت هر ګوزار ته غبرګون ښۍ، ورسره ځان عیاروي یا سموي او یا کوښښ کوي د طبیعي څپیړو سختوالی را کم کړي، مخه یې ونیسه او یا ورنه کډه وکړي او ورځنې وتښتیږي.
د انسان دا ټول عملونه او عکس العملونه ، مبارزې او فعالیتونه په خپل وار سره کلتوري پدیدې زیږوي، ارزښتونه رامنځ ته کوي او کلتوري عناصر جوړوي.
موږ یو متل هم لرو چې د چاپیریال اغېز او د انسان او محیط تر منځ اړیکې هم ورځنې څرګندیدلای شي.
وایې چې: همدا غر او همدا یې کربوړی.
معنا دا چې هره جغرافیایې حیاتي سیمه، خپل خپل ژوي او نباتات لري.
له نېکه مرغه زموږ په ځنو متلونو کې، لکه په کوزو کې د پوهې سمندرونه، دومره لویې معناوی او پوهې موندل کیدلای شي.
لکه چې یادونه وشوه، کلتور مادي او معنوي اړخونه لري. زموږ د ښارونو، ودانیو، کورونو او ګڼو نورو عمارتونو د جوړښت او معمارۍ بڼه زموږ د کلتور ښکارندویه ده. دریغا چې زموږ اصیله معماري هم د جګړې په کلونو کې بدرنګه شوه او د نورو هیوادونو تر سیوري لاندی راغلې ده.
که لږ پر خپل خوراک، پوښاک او د استوګنې په کورونو تم شو او له ځانه وپوښتو چې، زموږ د ژوند وسایل او ژوند ژواک ولې له نورو سره توپیر لري؟
یا ولی د ځنو نورو سره ورته والی لري؟
هرو مرو به له یوه فلسفي ریالیستیکي او واقعیت لرونکي مفهوم سره مخ شو.
تاسی به خبر یاست چې پخوا د سند یا اباسین له سینده اخوا ډیرو وګړو لنګونه اغوستل، د پنجابیانو او هندیانو لباس زیاتره لنګونه و. که څه هم اوسنۍ تکنالوژۍ او نړیوالتوب کلتورونه یو څه سره نیږدې کړی دي او دوګړو لباسونه هم زیاتره د لویدیځ د پر مختللي صنعت او کلتور تر اغیز لاندی راغلي دي، خو بیا هم په ډیرو حالاتو کې دا توپیرونه کتل کیدلای شي.
زه فکر کوم په پنجاب او هند کې د نورو عواملو تر څنګ یی یو علت هلته د ډیرې تودوخۍ له امله د داډول جامو اغوستل کیدلای شي.
همدارنګه په هند کې هندیانو ته غوا یو مقدس حیوان دی. له دې امله چې انسان یې شیدو ته اړمن دی او د خوراک او مړولو یوه ښه سرچینه ده، نو کیدای شي چې له همدې امله یې هندیان درناوی کوي او ورته مذهبي او کلتوري تقدس لري. خو بیا د نورو ټولنو په کلتورونو کې غوا ته په دی نظر نه کتل کیږي .
تاسی به خبر یاست چې جاپان له اوسنئ تکنالوجۍ په کار اخیستنې سره، داسی ودانۍ جوړوي چې، د زلزلو له څپو سره تګ او راتګ کوي، نرمښت لري او ژر نه نړیږي. دا چې ولې جاپان اړ شوی داسی ودانۍ جوړی کړي، هلته زلزلې ډیرې کیږي نو جاپانیان اړ شوی دي چې د طبیعي دی افت زور کمزوری کړي، د ځان ژغورنې او له چاپیریال سره د سمون او پایښت لپاره نوی لارې غوره کړي . په جاپان کې دغه ډول ودانۍ او د معمارۍ سبک د هغه هیواد د مادي کلتور یوه برخه راپېژني.
همدارنګه د جنوب ختیزې اسیا د زیاترو وګړو خوراک وریجې دي، وریجې هم په یو ډول ډکو خوري. قاشوغه او پنجه چې د لویدیځ کلتور د پخلنځي وسایل دي، نه کاروي.
دا چې ولې د هغه سیمې په هیوادونو کې وریجې ډیرې خوړل کیږي، دا بیا د انسان او چپیریال تر منځ د اړیکو او یو پر بل یې د اغیزو یو بل اړخ راڅرکندوي.
وریجې داسی اقلیم یا هوا او اوبو ته اړتیا لري، چې د چاخبره د بوټي سر یې باید په لمر او ریښې یا بیخ یې په اوبو کې وي.
جنوب ختیزه اسیا د تاوده او لانده اقلیم لرونکې ده. نو ځکه هلته وریجې زیاتې کرل کیږي او د وګړو لومړی درجه خوراکي توکی دی. چې د وریجو د خوړلو خبره شوه نو دلته به له یو جاپاني متل هم یادونه وکړم.
حاپانیان وایې چې، پر وریجو ډیر شخوند وهل عمر اوږدوي. مطلب یې دادی چې هر کار په آرامه او سړه سینه وکړئ. بی صبري مه کوۍ، او د فشار مخه ونیسئ، تر څو مو خواړه ښه هضم شي او له اوږده او سالم ژوند برخمن شئ.
په هالند کې اورښتونه زیات دی، له همدې امله د کورونو بامونه داسی جوړ شوی دي، چې هره خوا ورځنې اوبه په اسانۍ بهیدلی شي. زیاتره بامونه هوار نه دي، لکه خیمې دواړو غاړو ته مایل دي.
د امریکې د متحده ایالاتو په لویدیځو سیمو کې هغه مهال چې ارکنډیشنونه او پکي نه و، کورونه کټ مټ لکه د افغانستان په کلیو کې خټین جوړ شوی و، ډیرې کوچنۍ کړکۍ او دروازی یې لرلی، هدف یې په اوړي کې د تودوخۍ مخنیوی او په ژمي کې له سړو څپو ځان ساتل و.
ما ډیر پخوا د سپین غره په لمن د ننګرهار ولایت د پچیر او اګام ولسوالۍ کې یوه شپه تیره کړی وه، لیدلې مې و چې، هلته کلیوالو غوایان پر بامونو ساتل او ورته یې د بامونو پر سرونو اخورونه جوړ کړی و . هماغه مهال مې فکر وکړ چې دا خلک څرنګه داسی غټ څاروي پر بامونو روزي. ډیر ژر پوه شوم چې هلته هواره ځمکه نه وه او یا ډیره لږه وه، بل دا چې غر له لرګیو او ډبرو ډک و، دوی کولای شول په اسانۍ د کورونو په بامونو کې غټ تیران او لرګي وکاروي او ډبرین دیوالونه هم جوړ کړي. تر څو په دی توکه له هغه ناهموار چاپیریال سره ځان ته سمون ورکړي او ژوند ته د پایښت اسباب برابر کړي.
زموږ د هیواد په کلیو او بانډو کې د قومي کلتوري اړیکو ټینګښت هم بی دلیله نه دی.
دا چې ولی هلته پخوا د کلیو د کلاګانو په کونجونو کې لوړ برجونه جوړیدل او په برجونو کې د څار سوري او د غشیو ویشتلو یا ټوپک چلولو لپاره خاص ځایونه و، نو دا د حکومتي واک د کمزورۍ او د پولیسو د نشتوالي سره تړاو لري. تر څو د غلو او دښمنانو مخه پخپله ونیسي. قبیلوي او قومي جوړښتونه هم زیاتره د یوبل د لاس نیوي او مرستې لپاره، خپل منځي اړیکي ټینګې ساتي.
خو څومره چې صنایع پرمختګ کوي ، ښارونو پراختیا مومي، دولتي خدمات زیاتیږي، هماغومره د وړو قومي ډلو ځانګړي کلتوري عناصرو هم بدلون مومي، لوی ښاري کلتورونه او پیاوړي ملتونه رامنځ ته کیږي.
دین او مذهب د نړۍ په ډیرو ټولنو کې د کلتور تر ټولو لوی او مهم عنصر ګڼلای شو او د وګړو ډیر ارزښتونه د هغوی له مذهبي باورونو او عقیدو سره تړاو لري. په اسلامي هیوادونو کې په ښارونو کې جوماتونه او د هغوی دنګې منارې د اسلامي کلتور نښې دي. په داسی حال کې چې په ځنو نورو هیوادونو کې د ښارونو په منځونو کې د لوړو کلیساوو شتون د عیسوي مذهبو وګړو کلتوري بڼه څرګندوي. ژبه هم د کلتور یو بل ډیر مهم عنصر دی.
په پای کې ویلای شو چې د ژوند بیلابیلو جغرافیایی چاپیریالونو، بیلابیلې کلتوري ټولنې رامنځ ته کړی دي. یا ویلای شو چې، همدا رنګارنګ کلتورونه د همدی ډول ډول چاپیریالونو او محیطونو زیږنده ده.
افغانستان د ۷ اقلیمي سیمو، زیاتو غرونو او سیندونو په لرلو سره، د رنکارنګ مادي او معنوي کلتورونو د رامنځ ته کولو لپاره زمینه برابره کړی ده. یو وخت دا لرغونې هیواد، د لرغونو ښارونو او مدنیت لرونکې هم و.
په افغانستان کې همدې بیلابیلو جغرافیایې، اقلیمي سیمو او څلورو ځانګړو فصلونو، د تاریخ په اوږدو کې، په سلګونو ډولونو نباتاتو، ژویو، الوتونکو او د ژوندانه نورو ډولونو ته د ژوند او پایښت امکانات رامنځ ته کړی دي.
کلتور زده کیږي له یوه نسل نه بل ته لیږدیږي، خو د بدلونونو او پرمختیاوو سره هم مخ کیږي.
طبیعیت د خپل فشار په وسیله انسان ته ډیر څه ورزده کړی دي. د علومو بیلابیلې څانګې د همدې طبیعي او چاپیریالي فشارونو د مخنیوي لپاره رامنځ ته شوی دي.
ښه خوراک، پوښاک، د استوګنې په کورونو او نورو ټولنیزو خدمتونو کې بدلون او اسانتیاوی رامنځ ته کیدل، د انساني ګټورو فعالیتونو، تکنالوژۍ، معاصرو زده کړو، مهارتونو او فنونو پایله ده.
پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
۲-۶- ۲۰۲۵- هالنډ