وایی چې په دې وختو کې دطالبانو ۲۱ ادارې او وزارتون دسایبری دهیکرانو له برید لاندې راغلی دی داچې راغلی دی یا نه دی دا دومره مهمه نه ده . خبره داد چې یو شننوکی وایی چې دا زما مسلک نه او زما مسلک حقوق بین الدول دی !
بیا وایی ماچې کله کابل کې اړیکی ونیو ه زما ملګری دی ډاکتر دی مشاور وه دکتورا لری زه یې پیژنم . دی وایی چې نه دی شوی خو پوښتنه داده چې داخبر شوی یانه دی شوی دکترا پورې څه اړه لری؟
دلته درې کسان ستېج ته راغلی چې په دې هکله یو متناسب ، اګاه، علمی او تخنیکی بحث وکړی چې نور اوریدونکی ورڅخه معلومات حاصل کړی او په عین وخت کې یوڅه له دې بحثه لاس ته راوړی . په دې هم ښه پوهیږی چې دلته موافق او مخالف خبره هم شته.
خفه کیږی مه داچې تا څومره کتابونه ترشا کواړه کړی داستا خبره ده خو دلته هم تناسب نشته نظر اودکتابونوحجم اوشمیره سره توپیر لری داسې معلومیږی چې کتابونه دې هیڅ نه وی لوستی لکه ویس ناصری چې بشپړه کتابخانه تر شالری که ددې کتابو یوپر څلورو هم پوه شی بیاداسی بحثوته نه راځی. نکتایی اولاف زنی سخت هنر نه دی!
په هرحال دغه انډیو ال دپټو سترګو په ګزارونو کې دفاع کوی او مقاومت کې چې کم رانشی خو دسیستم د ساتنې په برخه کی، معافیت ، لږ اوډیر هیڅ معلومات نه لری نو داستدلال لپاره د خپل ملګری دکتورا اوبی طرف سیاست هم تصدیق کوی.زوړ سړی دی مګر هر چینل کې ډیر احساساتی اوواهی ګړیږی .دغه شننونکی کوم اهلیت ته ګوری بحث کې څه ضرورت چې ته خپل ملګری شتون باندې کلک ولاړ یی؟
دغه موحال دی چې نه چاغېږو! همدا کوم او همدا! زه فکر کوم دلته باید انجینیر نه دیوه تکنیشن په سویه یو څوک هم ناست وی چې هغه په تخنیکی لحاظ دغه سایبری برید باندې دسیکیورتی په هکله معلو مات ورکړی. نو زما پو ښتنه د حقوق بین الدول پرېکړه به څومره د باور وړوی چې سړی مطمن شی چې موږ کوږ بار له غوږو کلک نیولی . موږ کاڼه نه یو موږ اورو چې دتاسې په څمڅۍ کې له دیګ څه راوځی . طالبان دحکومت تجربه ، پوهه او دملت سازی هنر نه لری دا باید ومنی خفه کیږی او که خوشالیږی . ملا ده او که مولوی دی نشی کولای دافغان ملی اواسلامی فرهنګ له زده کړو بهر کړی دا دڅلویښت ملیونوغوښتنه دی . مسلک له کوم ځایه رامنځ ته کیږی وایی یوه څټه اوړه پور خو یو زوی له سیال سره لوی کړه!
اوس هم سر وخت افغانستان غوجله نه ده یو مجاهد ولس دی.
تل دې وی افغانستان