سید عبیدالله نادر
کال ۱۳۷۷ پیښاور چې تر ننه پوري ۲۸ کاله د دي شعر د وییلو څخه تیر شوي ،دا شعر د وخت په ډیرو افغانی خپرونو کښی خپور شوی ،او د لسو کالو نه راپدې خوا د فیسبوک په ډیرو ګروپونو او پاڼو ،او د جلا وطنۍ په خپرونو هم خپور شوی ،او په ګروپونو اوفیسبوکی پاڼو کې شریک شوی ، چې زما ژوره اندیښنه یې د راتلونکي په هکله ښودله ، چې اوس هم هغه اندیښنه لا موجوده ده .
کال۱۳۷۷پیښاور
سوله ده مونږ ته ضرور
راځئ تیارو کې مه ځئ
کاڼو اغزو کـــې مه ځئ
خپی به مــو ژوبلـي شي
په سنــــګرو کې مه ځئ
لږ په ځان ورحمـــــیږئ
په تورتمــــو کې مه ځئ
ډغری خورئ به تر څـو
شاړو میرو کې مــــه ځئ
د تورتمــــــــــونو شپه ده
په ادیرو کې مــــــــه ځئ
لاره آوره ګــــــــــــورئ
په کنډوالو کــــــې مه ځئ
د لــــــــــیونو په شان یي
په سر د غرو کې مه ځئ
عصر دی دعلم او عرفان
نو په ځنکلو کې مه ځئ
علم نه خوند پورته کړئ
په مــــغارو کې مه ځئ
په خپــــله طرخه وکړئ
پردي نقشـــو کې مه ځئ
لاره د حــــــــل وګورئ
په ویرانو کـــــــې مه ځئ
اغیار کمین کې دي ناست
په اشــــــــارو کې مه ځئ
مـــدنی ژوند کړئ اختیار
قطار د خرو کې مه ځئ
ژر شئ بدلـــــــون راولئ
ناز و نـــــخرو کې مه ځئ
ســـوله ده مونږ ته ضرور
په مـــــــورچلو کې مه ځئ
نادر