هڅې په وریځو کی پرواز می د دنیا هیله وه
په کورنو کی می انــــډول د پرمختیــا هیله وه
لاس انجـلس هــم اوس په اور کـــــی لامبــي
د ګناهونو ډک ښـــارو کی می ګډا هیـــله وه
نورپدی لاره کی می یو کس هم ژوندی ونه لید
که څــه هم ژوند کی می تر تله د فنا هیله وه
نور سلینـــا او مرینــه ته به ژوند لاړ نه شم
پدي ښــــاروکی می تر تــله د خنــدا هیله وه
هڅی خـــــالد به قیــــــامت ته څه توښــه ولرم
چی د دنیـــا نه می یـــوازی د عقبی هیـــله وه
د لاس انجلس د سوځیدلو په ورځو کی می دا شعر ولیکه
سمیع الله خالد سهاک
جنوری ۱۰و ۲۰۲۵ کال
مونتری، کالیفورنیا
09.01.2025
- ع.شریف زاد
ټول چینلونه نارې وهی چې مرواری لیلا یې وېوړه! ترمپ لا خبر نه دی خو دافغانانو په مېډیا کې هره شېبه او ګړۍ سکن کیږی . کله کته اوکله پورته ځې که موږ دومره باو ر په ترمپ کوو نوبیا دموږ دادومره هوښیارې دڅه لپاره؟ شل کاله ددالرو تور فرهنګ ، تور بازار ، حرص او آذ، ناوړه سیالی او بې ثباتی، رنج او محنت ، غلیظ افراط او تفریط چا دې لیوزلې ټولنې ته راووړ او څنګه یې راووړ؟ یوشمیر ددوه خرو داوربشو په وېش نه پوهیږی خو په تلویژیون دیوه هیواد په مستقبل باندې ګړیږی ما تر اوسه دا خبره دهېڅ افغان له خولې...
12.01.2025
- ولي الله ملکزی
د څلور نیم میلیونه نفوس په درلودلو سره، لاس انجلس له نیویارک څخه وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو دوهم او د کلېفورنیا لومړنی ستر ښار دی. البته که د نښتو وړو ښارګوټو وګړي ورسره وشمارل شي چې ميټرو پالټن بلل کېږي، نو بیا یې نفوس لس نیم میلیونو ته رسي. د لاس انجلس ښار د ۲۰۲۴م کال بودیجه دیارلس میلیارده ډالره وه چې د افغانستان له ټولې کلنۍ بوديجې څخه څلور چنده زیاته ده. د متحدو ایالتونو څلورم مصروف ترین هوايي ډګر (LAX) په لاس انجلس کې دی چې تیرکال ۷۵ میلیونه بهرنیو او کورنیو مسافرو له دې لارې...