ټول چینلونه نارې وهی چې مرواری لیلا یې وېوړه! ترمپ لا خبر نه دی خو دافغانانو په مېډیا کې هره شېبه او ګړۍ سکن کیږی . کله کته اوکله پورته ځې که موږ دومره باو ر په ترمپ کوو نوبیا دموږ دادومره هوښیارې دڅه لپاره؟
شل کاله ددالرو تور فرهنګ ، تور بازار ، حرص او آذ، ناوړه سیالی او بې ثباتی، رنج او محنت ، غلیظ افراط او تفریط چا دې لیوزلې ټولنې ته راووړ او څنګه یې راووړ؟
یوشمیر ددوه خرو داوربشو په وېش نه پوهیږی خو په تلویژیون دیوه هیواد په مستقبل باندې ګړیږی ما تر اوسه دا خبره دهېڅ افغان له خولې کوم چې په سوشال مېډیا کې راڅرګندیږی نه دی اورېدلی چې ووایی دغه برخه کې زه پوهه نه لرم یا دا زما مسلک نه دی یا داحتمال په بڼه کې یې وڅېړی.
خو خپل ګونګوسی او هسې بې ګټې هیاهو که اخته وی .
له وخت څخه مخکې هره موضوع بن بست کول یا تلل ډیر اسانه کار دی خو دموضوع څېړنه ، احصایه، دقیقه سنجونه یوڅه پوهې ته خامخا اړه لری. پلمه او بهانه، اوپه اټکل خبری ، لافې او باټې زموږ فرهنګ لا په شدت جریان لری دروغ او عوام فریبی ، دغلی او رهزنی او همدارنګه بینظمه بیباکی زموږ عادت دی.
زموږ فرهنګ کې ملامتی اخیستل یو څه سخت کار بریښی ځکه چې یو ه ولس مشر یا مسئول چارواکی له خپل ملت بښنه نه ده غوښتې. ولس کې هم یوشمیر کسانو هم دوه مخی ، بې ځایه خرخره کېدل ،هرکاره چاپلوسی ، ډله اوډله ایزه لوبې او خپلې شخصی ګټې او انډیوالی له هرڅه برې شمیرلې. هیچا ملی مسائلو ته له شخصی ګټو ارزښت نه دې ورکړې .موږ په تاریخی لحاظ دیرې تاریخی تیر وتنې کړی یوشمیر یې منی خو یو شمیر القابی کسانو ته دیوې ….. معما حیثیت لری. ګواښ باندې چا دیوه ملک برخلیک ټاکلی ؟
عجب خلکو یو !چې په څلورو روان وی خو چې القاب ور سره وی یا چارواکی شو فرعون ورنه تیاریږی !
زه به لېرې نه ځم لنډ مثال یې د ترمپ وینا ده هغه لا تر اوسه په کار پیل نه دی کړی او دپیسو ادعا یې هم کړې ده هغه به هرڅه وایی خو کوم شیان چې له وخته مخکې خلک وایی دتعجب وړ ده . دامریکا او افغانستان بشری منابع، اقتصادی، سیاسی، اجتماعی، مدنی، سوق الجیشی ، نړیوال ، پوځی او نظامی ظرفیت له یوه داسې هېواد سره چې ۱۷ ملیونه دفقر له کچې ټیټ ژوند کوی څنګه سیالی کولی شی .کوم عقل دامنی؟ دافغانستان کًړکېچ اصلا فاتح نه لری . خو موږ دېپلوماسی مو نه کړې او نه ورباندې پوهیږو ، سیاسی اړخونه یې نه پېژنو پوهه اومسلکی برخه یې نه لرو . نو په کومو معیارونو ترمپ له وخت مخکې تحلیل کولای شو ؟
ترمپ که سوچه لیونی شیان وایی زموږ مسئولیت باید څه وې ؟ موږ دافغانستان برخلیک په شخصی ترانو تل راګیر کړی دی او تل مو همدغه ولس غریب اوبیوزله ساتلی! کوم یو کار مو پر اصولو ، معیارونو، او عامه پوهاوی برابر دی.زموږ هر بحث چارک نه لری ټول من دی . دامن کوږ بار دی هسې افسانې دی سوړه په سوړه تنور داغ او هرڅوک ګرمې زغالې راباسی..
ارنولد توین بی ویلی دی: څوک چې تاریخ لولی اوله هغه زده کړې نه کوی هغه داسې خلک دېی چې ژوند کې احساس له لاسه ورکړی او دنفس دمحاسبې او وېرې یې مرګ ته ته په ژوند باندې لومړیتوب ورکړی دی.
سورت یوسف ۱۱۱ آیه :
«لقد کان فی قصصهم عبرة لا ولی الباب»
پای