ځه کنه نن خو اظهار وکړه اخري کلاس دے
زما د مينې اقرار وکړه اخري کلاس دے
ستا د نظر هره ادا زما د مينې په نوم
په خپل زړګي دې اعتبار وکړه اخري کلاس دے
خامخا راشه په وختي بس کښې له کلي خوږې
مۀ ايسارېږه تلوار وکړه اخري کلاس دے
خداے خبر بيا به کله وينو د يو بل سره مونږ
ماته خبره په جار وکړه اخري کلاس دے
داسې لاړ نۀ شې زۀ درځم دواړه اوباسو تصوير
خېر دے لږ شان انتظار وکړه اخري کلاس دے
زۀ درله نخښه د خپل لاس درکوم غزل د زرياب
تۀ خو هم ماله څۀ يار وکړه اخري کلاس دے
زرياب يوسفزے
19.11.2024
- ولي الله ملکزی
په اتمې هجري پیړۍ کې زېږیدلی د عربي نړۍ تر ټولو مشهور تاریخپوه، ټولنپوه او اقتصاد پوه، ابن خلدون په خپل مشهور کتاب (المُقَدِمَة) کې د تاریخ عناصر او موخې په څلورو ټکو کې رانغاړي: «انسان، ماضي، چاپیریال او د پېښو لاملونه». نوموړی په دې باور وو چې تاریخ د ولسي هویت پېژندنې علم او د پېښو د لټون ځانګړی هنر دی. البته، زیاترو مورخینو مازې په روایتونو باندې لنګر اچولې او د عامو پرګنو ورځنی بهیر یې تر ډیره ځایه له پامه غورځولی او هغو ته نه دي تم شوي. له نیکه مرغه، زموږ د هیواد معاصر او بې جوړې ت...
24.11.2024
- ع.شریف زاد
دافغانستان لانجه په خپله افغانانو ګندنه هو تازه ګندنې ! بن بست او ګونګوسیو ته ټیل وهلې ده بل څوک دلته زموږ په ببولالو دومره نه پوهېدل. او نه دومره زړه ور ول . دپاکستان جاسوسانو .ایرانی ایت الله ګانو ، کې جې بې والا هوراګانو ، دانګریز او امریکا منافقو ته موږ خپله دازمینه برابره کړه چې پر افغانستان یرغل وکړی خو هیڅوک خپله ناروا او ملامته نه اخلی له کرزی نیولې بیا تر چپراسی پورې دافرهنګ اصلا موږ کې نشته . ایا تاسې داډول دروغجن مسلمان لیدلی چې ګناه وکړی خو عفوه او پیښېمانی بیا نه غواړی ! اسلام نا...