په اتمې هجري پیړۍ کې زېږیدلی د عربي نړۍ تر ټولو مشهور تاریخپوه، ټولنپوه او اقتصاد پوه، ابن خلدون په خپل مشهور کتاب (المُقَدِمَة) کې د تاریخ عناصر او موخې په څلورو ټکو کې رانغاړي: «انسان، ماضي، چاپیریال او د پېښو لاملونه». نوموړی په دې باور وو چې تاریخ د ولسي هویت پېژندنې علم او د پېښو د لټون ځانګړی هنر دی. البته، زیاترو مورخینو مازې په روایتونو باندې لنګر اچولې او د عامو پرګنو ورځنی بهیر یې تر ډیره ځایه له پامه غورځولی او هغو ته نه دي تم شوي.
له نیکه مرغه، زموږ د هیواد معاصر او بې جوړې تاریخپوه، پوهاند عبد الحی حبیبي د همدغو ټکو په پام کې نیولو سره د «تاریخ افغانستان بعد از اسلام» ترعنوان لاندې داسې مستند او هر اړخیز کتاب لیکلی چې د نظر مخالفین یې هم د یوې معتبرې او ډاډمنې سرچینې په توګه مني. په دې کتاب کې افغانستان ته د اسلام د څرکونو له را رسېدو وړاندې، د زردشتي، بودايي، برهمني ادیانو او د ساسانیانو، کوشانیانو، یفتلیانو او د هغه مهال په معاصرو مدنیتونو باندې کافي رڼا اچول شوېده. دلته لولو چې زموږ سیمې ته راغلو چینايي سیالانیانو پخپلو سرسري یونلیکونو کې څه کاږلي او عربو راویانو پخپلو متونو او حاشیو کې د خراسان، کابلستان او ماوراء النهر په هکله څه نقل کړيدي؟
په دې تاریخي کتاب کې د امویانو او عباسيانو د خونړیو تربګنیو تر اړخه، د سنيانو او شیعه ګانو د مذهبي اختلافاتو تورې وریځې هم له ورایه برېښي. دلته یوازې په روایتونو بسیا نه ده شوې، بلکې څېړنیز اړخ یې هم ډېر غښتلی او متوازن دی. د بېلګې په توګه؛ د راشده خلافت په پېر کې چې د فتوحاتو موخه اسلامي دعوت او د توحیدي عقېدې خپرول دي؛ د راز راز شِرکیاتو سره کلکه مبارزه هم په بې پرې بڼې انځور شویده. خو کله چې د عباسیانو په وخت کې یوناني فلسفه او منطق ژباړل کیږي، موسیقي پراخیږي، د خلفاوو دربارونو ته د عجمو کلتور ننوزي او قصرونو ته د مجسمو ډالۍ کول عادي خبره ګڼل کیږي، نو مولف د دغه ستر بدلون یادول اړین ګڼي او بیا بیا یې د لوستونکو مخې ته ږدي.
د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د پوهاند حبیبي همدا تاریخي شاهکار د افغانستان د علومو اکاډمۍ شمله ور لیکوال، څېړنپوه ډاکټرعبدالقیوم زاهد مشواڼي له دري څخه پښتو ته ژباړلی دی. ډاکټر مشواڼی په ۱۳۵۶ لمریز هجري (۱۹۷۷م) کال کې د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ د بارګام په هغه ښکلي کلي کې زېږېدلی چې د دنګو غرونو لمنې یې د ختریزو، ګورګرو او غوړاسکو خوشبویه بوټو پوښلې دي. لېسه یې د کوزې پښتونخوا په تېمرگرې کې لوستې، لېسانس او ماسټري یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه اخيستې او تېر کال یې د پېښور پوهنتون، پښتو اکاډمي څخه خپله ډاکټري/ PHD ترلاسه کړېده.
(د افغانستان تاریخ؛ تر اسلام څرک وروسته) څلور څپرکي او ۱۱۳۴ مخونه لري؛ د علامه حبیبي څېړنیز مرکز له خوا خپور او د قلم کتابپلورنځي یې د چاپ چارې سرته رسولې دي. په لومړني څپرکي/ فصل کې د افغانستان ټولیز وضعیت، ادیان او واکمنې شاهي کورنۍ څېړل شويدي. په دوهم څپرکي کې د امویانو د جنډې لاندې د اسلامي فتوحاتو لړۍ، د کابل، زابلستان هرات جنګونه او په سند او ملتان کې د محمد بن قاسم د لښکرو په سوبو باندې تفصیلي خبرې شویدي. په دریم څپرکي کې د عباسي خلافت پېل او خلیفه ګان، د ابومسلم خراساني پاڅون او پاېلې او د برمکیانو او طاهریانو راڅرګندېدل ښه شاربل شویدي. وروستنی فصل یې په ننني افغانستان او ګرد چاپېره اقلیم کې د اسلام خپرېدل او د پراخو پرګنو ټولنیز، فکري او مذهبي حالت تشریح کوي او لوستونکي له هغه څه سره آشنا کوي چې پخوا یې ورسره ډېره کمه آشنايي درلودله.
د کتاب ژباړه ډېره روانه، لهجه ېې خوږه او په فهرست او ماخذونو کې علمي میتودونه په پام کې نیول شویدي. ما ټول کتاب نه دې لوستې، البته کومې برخې چې ما مطالعه کړې نو خال خال مې ګرامري غلطۍ او املائي تېروتنې ترسترګو شوې کوم چې په دې ډول کتابونو کې طبیعي بهیر ګڼل کیږي. په دې ګردې نړۍ کې یوازینی کتاب چې «لَا رَيۡبَۛ فِيهِۛ» او غلطۍ نه لري، هغه سپېڅلی قرآنکریم دی.
د څېړنپوه مشواڼي د چاپ او ناچاپه کتابونو شمېر له دېرشو څخه اَوړي، ولی د زاهد پښتو پښتو سیند (قاموس)، د وزارت معارف په چوکاټ کې د اتم ټولګېو لپاره درسي پښتو نصاب او د امیر عبدالرحمن خان د تاج التواریخ ژباړه جلا ارزښت او ځانګړی مقام لري. همدا شان، د پښتو ادب د تاريخي بهير کره کتنه، انسان په نا آشنا جزيره کې (ناول)، په پښتو منظوم ادب کې د مبارزې څرک، پر پښتني کلتور د وروستېو جنگونو اغېز، له پښتو سره د گوري او ساوي ژبې پرتلنه او مشواڼي څوک دي؟ نورې هغه پنځونې دي چې د تاریخ او ادب تږي تر ډېره ځایه خړوبولای شي.
زه د تاریخ څانګې د یو شاګرد په صفت، په دې کتاب کې ډېر داسې څه وینم او زدکړه ترې کوم چې د پوهنتون په څلور کلنې دورې کې مې نه دي لوستلي. له همدې امله هغو دوستانو ته یې د مطالعې بلنه او سپارښتنه کوم چې د اسلام، عربانو، افغانستان او د دې پلنې او سوره ورې سیمې د انسان، تاریخ او ماضي سره دلچسپي لري. په پای کې خپل دروند دوست، ډاکټر مشواڼي ته د لازیاتو علمي او اکاډمیکو خدمتونو او بریاوو هیله لرم. قلم یې تل له رنګونو او ذهن یې همېشه له رنګینو خیالونو ډک.
—-----------------------------
یادونه: په مننې سره، که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay