بدن مو یو الاهي ارزښتمن سوغات دی. ساتل او پالل یې زموږ وجیبه او فریضه ده.
موږ هرو مرو زړیږو او کمزوري کیږو، خو هغه څوک به خوښ او نېکمرغه وي چې، په زړښت کې روغ او ډیر دردونه یې ونه کړوي.
ځواني یعنې انرژي، د اندامونو ښکلا او ټول ښایست ښایست. خو ډنګرې پښې، ګونځې پوستکې، سولېدلي هډوکي او شخې پلې به مو د زاړه بدن نښې وي.
موږ هر یو زړیږو خو دا چې ولي زموږ بدن، ورځ تر بلې د زیات زړښت او کمزورۍ خواته ځغلي او موږ ناتوانه کوي، تر اوسه د بحث وړ موضوع ده.
په دی پوهیږو چې د عمر په پوخوالي سره ډیره جسمي نا ارامي تجربه کوو، خو لا پوهنو تر اوسه سمه نه ده جوته کړی چې، ولې زموږ بدن له دې حالت سره مخ کیږي.
د عمر په زیاتوالي سره زموږ د بدن حجرې یا سلولونه ورو ورو له ویشلو لاس اخلي، بدن مو سختبږي او غړي مو ناروغیږي. هیڅوک دقیق نه پوهیږي چې څه شې د دې حالت او سلسلې سبب کیږي. علم او پوهه په دې هکله یوازی دوه احتمالي یا ممکنه وضاحتونه لري :
۱- زموږ بدن د هغو زیانونو له امله زړیږي چې د کلونو په اوږدو کې یې غړي او انساج ورسره مخ کیږي. ناولتیا یا کثافات مو په حجرو کې راټولیږي، مرستندویه سیستمونه مو نور سم کار نه کوي، د رغونې میکانیزمونه مو ورو ورو له کاره لویږي او بدن مو لکه یو زوړ بایسیکل ورستیږي.
دوهم وضاحت: زموږ جینونه، بدن د زړښت خواته بیایې، داسی لکه یو مالیکولر داخلي ساعت چې، د هر ژوندي لپاره د وخت بیلابیلې نقشې جوړوي. دا نظریه لا وار دمخه په حیواناتو کې تايید شوی ده. پوهان توانیدلي دي چې، یوازی د یوه جین په اصلاح کولو سره د ځنو ژوندیو ډولونو عمرونه زیات کړي.
د عمر زیاتوالې ټول بدن اغیزمنوي. هډوکي، عضلې، مفصلونه، غوږونه، سترګې، عصبي رشتې، مغز او د بدن هر غړی.
خو د پام وړ او په زړه پورې خبره داده چې مرکزي عصبي سیستم، مغز یا دماغ او نخاع د زړښت تر ټولو کمې نښې څرګندوي.
د زاړه بدن په نسجونو کې فعالیت کمیږي، د ناروغۍ او فشار په واړندې یې مقاومت کمزوری کیږي.
د هډوکو او عضلو زړښت کیدای شي د بدن د نورو غړو په پرتله د ژوند پر کیفیت زیاته اغیزه ولري.
له دیرش کلنۍ تر شپیته کلنۍ پورې په ښځو او نارینه وو کې د هډوکو تراکم کمیږي، خو له ۳۰ کلنۍ بیا تر ۷۵ کلنۍ پورې په منځنۍ توګه ستاسو د عضلو نمایې له منځه ځي. د یادونې وړ ده چې په همدې موده کې د بدن غوړ دوه برابره کیږي.
زړه، سږي او د ویني رګونه د بدن یو څه ډیر دوام لرونکي غړي دي.
خو دا حقیقت چې د ډیر زاړه عمر لرونکې هم د زړه او سږو له ناروغیو سره مخ کیږي، د زړښت په پرتله د هغوی د ژوندانه له ډول سره ډیره اړیکه لري.
د وزن زیاتوالی، د سګرټو څکول او ورزش یا حرکت نه کول نوموړي غړي زیانمنولای شي.
پوهنمل دکتور اندوس رحمت ځواکمن
سرچینه: Nationalgeographic