د ۲۰۲۴ کال لپاره د ايپيک (APEC) سرمشریزه او په دغه غونډه کې د چین ارزښت
لیکوال او شننونکي : ازاد خبریال اندیښمن ځاځی
سریزه
سږ کال د سویلي امریکا د پیرو هېواد د اسیا-پاسیفیک اقتصادي همکارۍسازمان ايپیک(APEC) د غړو د ۳۱ مې غیر رسمي سرمشریزې کوربه وو. تېره اونۍ د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۱۶ نیټه په پیرو کې د ايپيک د مشرانو۳۱مه غير رسمي سرمشريزه ترسره شوه،چې په دغه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ګډون د یادې سيمې د ۲۱ اقتصادونو سياسي او سوداګريز شخصيتونه کډون درلود. په سرمشریزه کې د انرژۍ او حياتي ځواک، ټولشموليت او پرمختګ تر سرليک لاندې د ورخلاصون د لاپياوړتيا، ازادۍ، ګډې سوداګرۍ، د اقتصاد د دوامداره پرمختګ او د نړيوالې انرژۍ د جوړښت په باب بحثونه وشول.
د ايپيک دغه سرمشریزه او پکې د چین رول
د اسیا-پاسیفیک اقتصادي همکارۍ سازمان یا ایپيک د ارام سمندرګي په غاړه د پرتو ۲۱ هېوادونو سرمشریزه شاوخوا ۳۵ کاله وړاندې جوړه شوې چې په دغه سیمه کې د پرتو هېوادونو د پرمختګ او اقتصادي ودې لامل ګرځېدلې ده . د اقتصادي چارو نړیوال شنونکي په دې باور دي،چې دغه سرمشريزه د ورخلاصون او همکاريو د لاپياوړتيا او نړيوال پرمختګ ته د ودې ورکولو لپاره مهمه سرمشریزه ده او دا سرمشریزه د اسیا او ارام سمندرګي په خوا کې د پرتو هېوادونو د نړېوال پرمختیایي ثبات د ساتلو لپاره یو مهم لنګر بلل کیږي. د اسيا او ارام سمندرګي د پرتو هېوادونو نفوس د نړۍ د عمومي نفوس ۴۰ سلنه برخه جوړوي او د اقتصاد عمومي اندازه يې د نړۍ د عمومي اقتصادي په کچه له ۶۰ سلنې اوښتې او د عمومي سوداګرۍ کچه یې د نړۍ نیمې برخې سوداګرۍ ته رسیږي چې په دې ډول دا سیمه د نړېوال اقتصاد د بدن مهمه برخه بلل شوه.
چين له اوږدې مودې راهيسې د سيمې د مهم اقتصاد په توګه د دغه سازمان مهم او کلیدي غړیتوب لري چې اوس مهال د اسيا او ارام سمندرګي سیمې د همکاريو په برخه کې حياتي او پرمخ وړونکي ځواک په توګه بلل کیږي . چين د دغه سازمان په ۳۱ مه غير رسمي سرمشريزې کې د سيمې یووالۍ د لا پياوړتيا، نوښت، ورخلاصون او زرغون پرمختګ په شمول يو لړ داسې طرحې او وړانديزونه وړاندې کړي چې د سيمې له پرمختیايي تمايل سره سمون لري او پراخ ملاتړ يې ترلاسه کړی دی.
د چين دولت رئيس شي جين پینګ دغې سرمشریزې ته د وینا په ترڅ کې ویلي،د ايپيک په مشرۍ په تیرو درېولسیزو کې ډېر پرمختګونه کړي او ډېری هېوادونه يو له بل سره پیوست شوي، چې اوسمهال دغه سيمه د نړيوال اقتصاد له حياتي ځواک څخه برخمنه دي. نومړي ویلي د نړۍ وضعيت په چتکۍ د بدلېدو په حال کې دی او د سيمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ هم د جيوپوليټيکس، یو اړخيزې او ځاني سوداګرۍ له امله له ننګونو سره مخ دي، چې د اسيا او ارام سمندرګي سيمې هېوادونه د تاريخ په څلور لارې کې ولاړ دي. شي جين پينګ له دوی غواړي، چې يووالی او همکاري پیاوړې کړي او د سيمې د ګډ برخلیک،د ابادۍ او د نوي پرمختګ لپاره دې لاس په کار او ګډې هڅې وکړي.
شي جین پنیګ په یو درې ماده ایز وړاندیز کې له دویغوښتي چې:
۱- د ايپيک ټول غړی دې د پرانيستې او ټولشموله همکارۍ جوړښت را منځ ته کړي.
۲-د دې سازمان ټول غړی دې د زرغون پرمختګ لپاره له نوښت ډک اقدامات تر سره کړي.
۳- د اسیا او ارام سمندرګي د سیمې هېوادونه دې پر ګټورو او ټولشموله پرمختيايي افکارو ټينګار ولري.
د چین دولت رئیس شي جين پينګ ورخلاصون او اصلاحات د چين او نړۍ د ګډ پرمختګ تاريخي جريانوباله او د چین پرمختګ یې د اسيا او ارام سمندرګي د سیمې هېوادونو او د نړۍ پرمختګ لپاره یو فرصت یاد کړ او زیاته یې کړه ، چې چين به د سولې، پرمختګ او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو او سمسورتيا په موخه د بېلا بېلو هېوادونو د عصري کېدو لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.
د چین د دولت رئیس دغې وینا پراخ نړېوال ملاتړ درلود او د غونډې د غړو او د نړۍ په کچه ګڼو شخصیتونو او د سوداګرۍ برخې پوهانو د شي جین پینګ وینا وستایله. دوی د شي جین پینګ وینا د اسيا او ارام سمندرګي سیمې هېوادونو د پرمختګ، پياوړتیا او د سمې د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره له لارښوونکو ډکه بللې ده او ویلي یې دي چې د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ او د ورخلاصون د پراخوالي په برخه کې به د چين د حکومت پراخې هڅې د سیمې او نړۍ د پرمختګ لپاره لازيات نوي فرصتونه برابر کړي.
د نړېوالو شخصیتونو او د سوداګرۍ د برخې نړېوالو شنونکو دا څرګندونې ښکاره کوي چې چین د ايپيک په سرمشریزه کې کلیدي رول لري او ډیری هېوادونو د چین له اقتصادي تجربو ګټه اخلي او مهمې یې ګڼې.
پیرو ته د چین د دولت رئیس شي جین پینګ سفر او لاسته راوړنې
د چین د دولت رئیس شي جین پينګ د نومبر په ۱۴ نیټه د ايپيک په سرمشریزه کې د ګډون او له پیرو څخه د لیدنې په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ چې دا یې پیرو ته دوهم رسمي سفر بلل کیږي. د چین د دولت رئیس شي جین پينګ په پیرو کې د دغه هېواد د چارواکو او بېلابېلو ټولنو لخوا له تود هرکلي سره مخ شو. رئیس شي جين پينګ د پیرو له ولسمشرې سره لیدنې وکړې، چې په ترڅ کې د چانکای سوداګریز بندر پرانیستنه وشوه او د دواړو هېوادونو تر منځ د ازادې سوداګرۍ د لوړې کچې پرتوکوللاسلیک شو. د چانکای بندر چې د چین هېواد په مرسته جوړ شوی، د چین او پیرو ولسمشرانو یې د پرانستې په مراسمو کې په انلاین ډول ګډون وکړ . شي جين پينګ د چین په مرسته د چانکای بندر په پرانیستنې خوښيوښوده، دا یې له چانکای بندره بیا د چین تر شانګهایښار پورې نوې سوداګریزه لار او په پیرو کې د چین لخوا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د وړاندیزونو د عملي کېدو یوه بېلګه وبلله.
د چین هېواد په مرسته جوړ شوی د چانکای بندر په اوسني وخت کې له اسيا نه تر لاتينې امريکا پورې یوه مهمه،لنډه او ګټوره لاره ده ، چې له یوې خوا د صادارتو او وارداتو د رسېدو وخت را لنډوي او له بلې خوا پر صادراتي او وارداتي سوداګریزو توکو لګښت را کموي.
د چانکای بندر د زرغون پرمختګ پر لوري یو مهم بندر بللی شو، چې په دغه بندر کې له حيواناتو سره د مرستې، د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي او د ځايي اقتصاد د دوامدار پرمختګ په ګډون ځینې نور مهم کارونه هم په پام کې نیول شوي. باید ووایو چې د چین په مرسته جوړ شوی د چانکای بندر نه يوازې په اوسني عصر کې د انکا لرغونې لارې نوې بڼه ده ، بلکې د لاتينې امريکا د خلکو د نيکمرغه ژوند نوی پيل هم دی چې د چین په مرسته یې تر لاسه کوي. بله خوا پیرو ته د چین د دولت رئیس شي جین پينګ د سفر په ترڅ کې د چین او پیرو تر منځ د ازادې سوداګرۍ د لوړې کچې پرتوکول هم لاسلیک شو، چې د دواړو هېوادونو لپاره ګټور او مهم پروتوکول دی. په دغه تړون کې د سوداګریزو توکو د اصلي تولیدي ځایونو د مقرراتو، د ګمرکي ګامونو، د پوهنې ملکیت حق او د خدمتي سوداګرۍ په شمول د ۷ برخو محتویات شامل دي او د تګلارو، انلاین سوداګرۍ او د ګردې نړۍ د غرضې ځنځیر په شمول ۵ نورې برخې هم ورزیاتې شوې دي.
پورته تړونونو ته په کتو ویلی شو چې چین د خپلې سوداګریزې پالیسې له مخې تل دا کوشش کړي چې د خپلې اقتصادي ودې تر څنګ په نړۍ کې هم اقتصادي وده او پرمختګ را منځ ته کړي او خپل ملاتړي او ملګري هېوادونه اقتصادي ډګر کې پیاوړي او د پرمختګ په لاره له ځان سره مل او شریکان کړي . د اقتصادي پراختیا په برخه کې یې د سیمې له هېوادونو سره ګټورې تجربې شریکې کړي دي. چین به په راتلونکو دېرشو کلونو کې د چيني شکله عصري کېدو، او د ارام سمندرګي په غاړه په اقتصادي سیمه کې د باکيفیته پرمختګ لپاره هڅې وکړي،څو د نړۍ د عصري کېدو لپاره خوځنده قوت برابر کړي.