نړۍ چې له دويمې نړيوالې جګړې را وروسته اوسمهال په ډېر بد حالت کې قرار لري ، نړيوال ثبات خراب شوی دی او په ځينو هېوادونو کې د جنګونو اورونه بل دي، اوسمهال په منځني ختيځ کې د یوې نوې جګړې ګواښ کولای چې د سیمې ډیری هېوادونه په کې راښکېل کړي. په ځانګړي ډول د منځني ختيځ تر ټولو جنګ ځپلی هېواد سوريه چې ددې خطرونو او جګړو لپاره ښه بستر دی ، که څه هم په دې وروستیو کې پکې فعاله جګړه پای ته رسیدلې ده. خو لا هم په کې حالت نازک دي او هر شېبه ددې امکان شته چې نوې جګړه په دې هېواد کې پيل شي . سوري وګړي چې په ميليونونو یې له هېواده مهاجر شوي او په نورو هېوادونو کې په کمپونو کې ژوند کوي. او هغه څه وګړي یې چې په سوريه کې پاتې دي په وېره کې نور له ژوند کولو ستړي شوي او د ارام ژوند د لټون په هڅه کې دي، خو ښايي په دغه هېواد کې جګړه نوره هم زور واخلي او د دوی ژوند لا پسې تريخ کړي.
لومړی به راشو د سوريې او افغانستان مشابهتونو ته :

سوريه او افغانستان دوه داسې هېوادونه دي چې له تاریخي، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي اړخه ورته ګڼ شمېر مشابهتونه لري. دا هېوادونه له یوې خوا د مختلفو قومونو، مذهبونو او ژبو ترکیب لري او له بلې خوا د اوږدو جګړو او کړکیچونو شاهدان دي.

د سوريې او افغانستان تاریخ کې د شاهي حکومتونو سقوط او د نوي سیستم جوړولو هڅې تقريبا يو ډول ګډې وډې وې.

د افغانستان او سوریې د سیاسي جوړښتونو ترمنځ یوه لویه مشابهت د هغو دولتونو داخلي انشقاق دی چې د مختلفو ګوندونو او اقلیتونو ترمنځ دوامداره جګړه او سیاسي اختلافات يې راوپارولي دي.

افغانستان او سوریه دواړه د ګڼ شمېر قومونو، ژبو او مذهبونو ترمنځ وېشل شوي دي. افغانستان د پښتنو، تاجیکانو، هزاره‌ګانو، او ازبکانو په ګډون ګڼ قومي ټولنې لري. په سوریه کې هم مختلف مذهبي او قومي ډلې شتون لري، لکه: سني مسلمانان، شیعه مسلمانان، علويان، کردان، او مسیحي اقلیتونه..

په دواړو هېوادونو کې د بهرنیو ځواکونو مداخله د جګړې د شدت او اوږدوالي عامل شوی دی. په افغانستان کې، د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د له بریدونو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو او ناټو ځواکونه افغانستان ته راغلل. دغه بهرني ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو رژیم د سقوط لامل شول، خو له هغې وروسته یې د افغانستان په داخلي چارو کې اوږده مداخله پیل کړه، چې د هېواد امنیتي وضعیت یې ډېر خراب کړ.

په سوریه کې هم د داخلي جګړې وروسته د امریکا متحده ایالاتو د جګړې په ډګر کې لاس وهنه وکړه. دغه بهرني مداخلې د سوریې په جګړه کې د نړیوالو قوتونو د مستقیم او غیر مستقیم شمولیت لامل شوې چې بیا هم وضعیت د هر اړخیزې پیچیدګۍ ښکار شو.

د افغانستان او سوریې تر منځ یو بل ستر مشابهت د بشري بحرانونو په اړه دی. په دواړو هېوادونو کې د میلیونونو خلکو ژوند او د ټولنې اقتصادي زیربناوې زیانمنې کړې دي. د سوریې په جګړه کې هم د ملکي وګړو په وړاندې پراخه تاوتریخوالی، بمباري او د جګړې په ډګر کې بې وزلي او بېکاري رامنځته شوې دي. په دواړو هېوادونو کې د کډوالو شمېر بې اندازې زیات شوی دی.

اوس راپورونه کاږي چې د سوريې په ادلب ولايت کې بيا د جګړې لپاره تياريانې نيول کېږي او د امريکا په مشري ځينې هېوادونه پکې د نظامي روزنې مرکزونه پرانيستي او اوکرايني روزونکي یې ګومارلي دي چې وسلوالو ته روزنه ورکړي ، وسلې ورکړي او د کاميکاز ډرون بريدونو ته یې چمتو کړي، دا ټول د لويديځ لخوا ترڅارنې لاندې ترسره کېږي چې د اوکراین وسله وال یې د پیسو لپاره هلته استخدام کړي دي. همداسې یې په افغانستان کې هم وکړل نو امريکايان او د هغوی ملاتړي چې هرچېرته وي هلته به جګړه وي، روښانه مثالونه یې اسرايل - فلسطين، ليبيا، اوکراين،عراق او نور دي او په دې ورځو کې تايوان د چين لپاره او سويلي کوريا او جاپان د شمالي کوريا لپاره . خو دا هرڅه د يوه دقيق پلان له مخې کېږي. پلان دا وي چې لومړی دوی په دې سيمو کې ګډوډي جوړوي او بيا فعالې جګړې ته لاره هواروي ، دا نو د سيمو پر وضعيت پورې اړه لري په ځينو کې کلونه وخت نيسي او په ځينو کې چې اوس يې پیل کړې لسګونه کال سرمايه ګزاري کوي چې يوې فعالې جګړې ته لاره هواره کړي لکه د تايوان او چين او يا هم د سويلي او شمالي کوريا جګړه چې د دوی يو اوږدمهالی پلان دی چې په جګړه کې یې راښکېل کړي. لويديځ او ملاتړو یې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې په اوکراين کې فعالې جګړې ته لاره هواره کړه، خو ددغې جګړې لپاره زمينه سازي یې له کلونه کلونه راهیسې روانه وه. لومړی یې پکې د روسي ژبو خلکو وژنه پیل کړه او بيا یې د روسيې غوسه راوپاروله او يوې نوې جګړې ته یې لار هواره کړه، نن ورځ له همدې اوکرایني وسله والو د روسيې په مقابل او د نړۍ د نورو هېوادونو په مقابل کې کار اخلي ، چې د شمالي قفقاز، افریقایي هیوادونو او اوس په منځني ختیځ کې یې نښې ليدل شوې دي. د سوریې استخباراتو او د ادلیب د سیمې اوسېدونکو رسنيو ته په خبرو کې څرګنده کړې ده.

دوی ټول د يوې سيکې مخونه دي د واشنګټن په لارښوونه اوکرايني وسله وال او د حیات التحریر الشام ډلې (النصره جبهه) او نور ورانکاري ترهګریز بریدونه او یرغلیز عملیات چمتو کوي. د دوی هدف په حما ولایت کې د سوریې ځواکونه او د حميميم په هوايي اډه کې د سوريې پوځي واحدونه دي. په راتلونکي کې دوی د سيمې نورو هېوادونو ته هم خطر پېښوي او غواړي چې د پوځي عملیاتو جغرافیه یې پراخه شي او دسوریې د جمهوریت له پولو هاخوا د هغو هېوادونو پرخلاف هم وکارول شي چې د لويديځ او امريکا اوامرو ته غاړه نه ږدي.

واشنګټن په ټول منځني ختیځ کې د اور اچولو اراده لري. د بشردوستانه مرستو تر نامه لاندې سیمې ته د امریکا له خوا خطرناکې ډرون الوتکې استول کیږي.

د عربي ژبو ورځپانو د راپورونو له مخې په دې وروستيو کې ۲۵۰ تنه اوکرایني وسله وال د ترکیې له پولې اوښتي او د سوریې د حکومت (بشارالاسد) مخالفینو ته یې روزنه ورکړې ده. اوکراینیان د سيمې ورانکاري روزي چې د بې پیلوټه الوتکو تخنيک او کنترول زده کړي او په نظامي او ملکي زیربناوو بریدونه وکړي. اوکراینیان چې په ماډرنه جګړه کې یې روسيې په مقابل کې ډېر څه زده کړي په سوريه کې ورته ډېر اړتيا ده.

د سوريې ادلب ولایت د سوریې د دولت لپاره یو دردونکی ځای دی. د ډېرو ترهګرو ډلو وسله وال هلته ځای پرځای دي. د ادلب خلک د همدې ورانکارو له خوا سخت ځورول کېږي. اوسېدونکي یې د يرغمل په توګه ژوند کوي ، که څه هم د سوريې دولت دوی را ايسار کړي دي خو په دې کوچنۍ سيمه کې مقاومت کوي او عام وګړي د سپر په توګه کاروي اوس ورته په قاچاقي ډول نور خارجي ورانکاري لکه اوکراينيان هم استول شوي دي او د هغوی د امریکايي سرپرستانو په بڼه یې نوی ملاتړ کېږي کټ مټ لکه پخوا یې چې د افغانستان په ګډون د بېلابېلو رژیمونو ملاتړ کاوه.
د سوریې او افغانستان مشابهتونه د دې هېوادونو د تاریخي، ټولنیزو، سیاسي او مذهبي پیچلتیاوو په اساس د یوې اوږدې او دردوونکې جګړې، بیارغونې او سولې په لټه کې د نړیوالو او داخلي قوتونو پر کشمکشونو مشتمل دي. د دواړو هېوادونو خلک له ډېر دردوونکي وضعیت سره مخ دي، که څه هم د هر هېواد وضعيت د خپلو ځانګړو شرایطو سره تطابق لري.