هو نجونې تل یو ناڅاپه هوښیارېږي هغه ځکه چې ښځې ډېر څه پټوي او هر د غم پيڼی دا یواځې وړي تر څو پيټی ځای ته ورسوي.دا پیټی دومره دروند وي چې تر رسولو یې د ښځې عمر خوړلی وي.ښځه تل ګرمه بلل کېږي او تل ورته ویل کېږي چې دا ستا دنده ده.د دندې پر نوم یې ژوند له تباهۍ سره مخ وي خو دا بیا هم چپه خوله ناسته او د یوه مکاره او دروغجن نارینه لپاره شپې سبا کوي.یو ریښتینی نارینه هېڅکله خپل ژوند سره لوبې نه کوي او د ژوند درولو لپاره زیار وباسي تر څو د ژوند ښېرازه یې په پښو ولاړه او ونه پاشل شي.ریښتینی نارینه پيټي ته په خپله اوږې ورکوي او د رسولو لپاره یې د ځان دنده بولي.ریښتینی نارینه د نر او ښځې پر تعریف پوهېږي او دا یې پر ځان منلې چې د ده دنده څه ده او څه ډول یې مخ ته یوسي تر څو یې مېرمن د سیالانو جوګه وي.ریښتینی نارینه دا مني چې ښځه هستي ده او ښځه د رب یوه ستره تحفه ده چې پرته له ښځې یو نارینه د تش بوتل په څېر برېښي.
کله چې یو ریښتینی نارینه د خپل ژوندانه بشپړېدل غواړي تر ټولو دمخه باید ځان ورته چمتو کړي.ښځه یواځې د دې لپاره نه ده چې پخلی وکړي او یا هم بچي وزېږوي او یا هم څه چې نارینه غواړي هغه ورته برابر او چمتو کړي.ګډ ژوند یو قرار داد دی چې پر مخ وړل یې د هر یوه فزیک ته په کتو مخ ته وړل کېږي.که چېرته دا قرار داد غواړۍ سم مخ ته ړلاړ شي تر هر څه دمخه باید هر یو له ځان څخه انسان جوړ کړي.کله چې یو کس په تمامه مانا انسان ترېنه جوړ شي بیا نو ځان پیدا کولی شي.
مونږ وینو چې افغانۍ نجونۍ د روایاتو قرباني دي.تل ړرته وېل کېږي چې دا ستا کار ده ته یې باید وکړۍ.دا ولې درڅخه خراب شو؟ولې د داسې وکړل؟ولې د پام نه وو.بیا داسې ونکړې او ورته داسې نورې خبرې او رواجونه
کله چې د روایاتو لپاره ژوند کوو نو هېڅ کله بیا د پرمختګ او د سالمې ټولنې غوښتنه مکوې.د پرمختګ او سالمې سیالدارې لپاره اصلاح له ځان پیلېږي چې همدا اصلاح د ځان ټولنه جوړوي او لامل د پرمختګ او هوسا ټولنې ګرځي.
په ټوله کې مسلمانان او په مسلمانانو کې بیا افغان نارینه د دروغو او کرکو سره خپل ژوند مخ ته وړي.همدا کرکه او دروغ بجو ته په میراث پاتې کېږي چې همدا لامل دی نن ورځ ټول مسلمانان د سیالانو له کاروان څخه غورځېدلي دي.
ښځه حقوق لري،ښځه د لوړې عاطفې لرونکۍ ده که چېرته د دوی له عاطفې څخه سالمه ګټه پورته شي نو هېره د نه وي چې تاسو به په خپل ژوند کې تر ټولو بریالی نارینه یاست.
هر کس مکلف دی چې خپل انساني حقوق وپېژني .که مو خپل حقوق وپېژندل نو هېڅکله به د نورو حقوق هم تر پښو لاندې نکړو.
(تابع)