دوه دنیاوې
که ممبر باندې تبلیغ کې دی امام خوښ
میخواران په میکده کې دی په جام خوښ
ځینې مست دي د خیالي حورو په عشق کې
نور بیا دلته په دنیا دي په ګلفام خوښ
ډېر د تېر ژوند خرافاتو کې بندي دي
نور د نوي ژوند مزو کې دي مدام خوښ
څوک یوازې د خپل ځان خوښۍ کې ورک دي
نور بیا عشق کې د وطن وي او د قام خوښ
یو بې نومه سرسپارلی د خپل ولس شي
بل یوازې په دنیا کې شي په نام خوښ
بدنامي که په ټولنه کې لوی عیب دی
زه په مینه د وطن کې یم بدنام خوښ
که بخښنه ژوند کې ستر راز د بري دی
ډېر په ژوند کې دي په غچ او انتقام خوښ
د خوښې حق د ازادو ملتو دی
چیری ژوند کې چا لېدلی دی غلام خوښ
د هرچا د خوښې میل او ذوق جلا دی
څوک د نورو په عزت، څوک په دشنام خوښ
مرادزی چې تل د نورو احترام کړم
له بل هم یمه د ځان په احترام خوښ
د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی
19.08.2025
- سرلوڅ مرادزی
د هېواد د سیاسي قشر ړوند لرلید! په ټولو هېوادونو کې سیاسي قشر(۱) د هېواد په چارو کې یو لړ ګډې انیښنې، شریک لرلید، شریک مفاهیم او ګډې دندې لري. همدارنګه دا سیاسي قشر د هېواد د چارو د ښه پر مخ بېولو لپاره، د مثبتې او جوړونکي سیالۍ تر څنګ، ځینې توپيرونه هم لرلی شي چې په لویه کې د هېواد د ملي ګټو او ملي اندیښنو پر محور راڅرخي. زموږ د هېواد همدغه سیاسي قشر، په تېر او اوس کې د یادو چارو په تړاو له بحث او شننې، تل څنګځن تېرشوي. دوی دا ملي ستونزه او غوټه نه یوازې دا چې نه ده راسپړلې او هواره...
21.08.2025
- ع.شریف زاد
که دامان الله خان ماستر پلان عملی شوی وای افغانستان به له خپل همزولی جاپان هېواد څخه متمدن وای له بده مرغه …… دغازی امان الله خان واکمني په افغانستان کي د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو له امله دسیاسی ثبات، اقتصادی پراختیا، سیمه ییز او جیو پولتیک سره مخ شوه د (سره او تور استعمار ) تر منځ داهمیت وړ وه، چي په کي د افغانستان د ترقی او پرمختګ کولو هڅې په پراخه کچه پیل شوې ولې …..خو نوموړی په بشپړه توګه په دې موخه کي بریالی نه شو، ځکه چې د انګرېزانو د تورې توطیې او حبیب الله غله کلکاني او د هغه...