که دامان الله خان ماستر پلان عملی شوی وای
افغانستان به له خپل همزولی جاپان هېواد څخه متمدن وای له بده مرغه ……
دغازی امان الله خان واکمني په افغانستان کي د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو له امله دسیاسی ثبات، اقتصادی پراختیا، سیمه ییز او جیو پولتیک سره مخ شوه د (سره او تور استعمار ) تر منځ داهمیت وړ وه، چي په کي د افغانستان د ترقی او پرمختګ کولو هڅې په پراخه کچه پیل شوې ولې …..خو نوموړی په بشپړه توګه په دې موخه کي بریالی نه شو، ځکه چې د انګرېزانو د تورې توطیې او حبیب الله غله کلکاني او د هغه د پلویانو له خوا د یوه محلی بغاوت په پایله کي د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۴ نېټه واک پرېښودلو ته اړ او ګاونډي هیواد برتانوي هند ته ستون شو. له برتانوي هند څخه امان الله خان اروپا ته لاړ او له ۳۰ کلونو جلاوطنۍ وروسته په ۱۹۶۰ کال کي د اپریل میاشتې په ۲۶ نېټه په زوریخ، سویس زرلند اروپا کي وفات شو. تر وفات وروسته یې جسد افغانستان ته راوړل شو او په جلال آباد کې د خپل پلار حبیب الله خان د مقبرې سره نږدې خاورو ته وسپارل شو[۹].
امان الله خان د خپل پلار د مرگ پر اوومه ورځ ملت ته په وينا كې داسې وويل:
«اى د افغانستان معظم ملته!
ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غاړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوكلاً او متصفا پر غاړه اخلم. كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به لكه د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو د هېواد په داخل او خارج كې ازاد او مستقل وي ، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي ، بېگار او نور جبري كارونه به بند وي . دلته به ډېر اصلاحات راځي، چې هېواد په نړۍ كې خپل مناسب ځاى ومومي، زه به د “شاورهم فى الامر” پر اساس د هېواد چارې اجرا كوم، تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.”
كله چې اعليحضرت غازی امان الله خان انگرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انگرېزانو هېڅ غوږ پرې ونه گراوه، نو ځكه اعليحضرت اړ شو چې د انگرېزانو په وړاندې د غزا او جهاد اعلان وكړي. افغان ملت په ډېر لږ وخت كې انگرېزانو ته ماته وركړه، خو انگرېزانو چالاكي وكړه او د خپلې شرمېدونكې ماتې د پردې كولو لپاره يې د سولې خبرې پيل او د افغان غږزيانو د لا نورې پرمختيا مخنيوى يې وكړ.
د هېواد د فرهنگ د غوړېدا په لړ كې د اعليحضرت امان الله خان لومړى گام د امان افغان خپرول وو، چې لومړۍ گڼه يې د ١٩١٩ زېږيز كال د اپرېل پر ١٢مه د عبدالهادي داوي په مديريت خپره شوه. دغې خپرونې د خلكو د ذهنونو په روښانولو كې پوره ونډه واخيسته او هېوادوالو ته يې د هېواد د پرمختيا لورى په گوته كړ. د مطبوعاتو په برخه كې بيا وروسته په لسگونو نورې جريدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولايت كې يوې جريدې خپرونې كولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو يوه خپرونه هم وه.
د قانون جوړلو په برخه كې امان الله خان د ١٩٢٢ زېږیديز كال د فبروري دمېاشتې
پر ٢٩مه په جلال اّباد كې د ملت د٨٧٢ استازيو په گأون لويه جرگه جوړه كړه، او په 1923 کی د افغانستان لومړنى اساسي قانون يې تصويب كړ. په اقتصادي برخه كې يې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ او په بانديني تجارت كې افغاني پيداوارو د نړۍ ماركېټونو ته لاره ومونده. په عمراني برخه كې نوي ښارونه جوړ شول او د كابل ښار له پخوا څخه څو چنده پراخ شو. د ولايتونو تر منځ لارې او سړكونو له سره جوړ شول او په لارو كې د مساپرو د هوسايۍ لپاره هوټلونه په كار ولوېدل. اعليحضرت افغان زده كوونكي د لوړو زده كړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته په دې موخه واستول چې د هېواد په بشپړه اّبادۍ او سمسورۍ كې برخه واخلي، خو له بده مرغه ځينو شر غوښتونكيو د پاچا دغو ټولو ښو كارونو ته بل نوم او عنوان وركړ، پاچا ته يې سردرد او د پرمختيا د كارونو په وړاندې يې خنډونه جوړ كړل.
كله چې اعليحضرت غازی امان الله خان د هېواد د لا پرمختيا په هيله د ١٩٢٧ زېږيز كال په وروستيو كې د اروپا په سفر ووت او چې بېرته له سفره راستون شو ، د پاچا د اصلاحي كارونو په وړاندې خنډونه لا نور هم زيات كړل شول. او بيا د سقاء زوى اړى گړى جوړ كړ.