(پنځمه او وروستۍ برخه)

په تیره څلورمه برخه کې مو د دښتي یا صحرایې کېدلو پر اغېزو خبرې وکړې.
په دې وروستۍ برخه کې به د دښتي یا صحرایې کېدلو پر مخنیوي خبرې وکړو.
د صحرایې کېدلو د مخنیوي لپاره اغېزمنه مبارزه، یو لړ ړومبنیو ترکیبي او رغوونکو کړنو ته اړتیا لري. لکه د ځمکې پایښت لرونکې مدیریت، د ځنګلونو د بیا سمسورولو طرحې او د اوبو د ساتنې او مدیریت اغیزمنې ستراتیژۍ کولای شي، د خاورې د تخریب مخه ونیسي او د طبیعیت او په زیان منو شویو سیمو کې د ټولنو مقاومت زیات کړي. راځئ چې یاد شوي ټکي نور هم راوسپړو:
د صحرایې کېدلو د مخنیوي ستراتیژۍ او حل لارې:
د تخریب شوی ځمکې او نباتي پوښښ د بیا رغولو تخنیکونه کولای شي ، د صحرایې کیدلو اغیزې کمې کړي او له طبیعي سرچینو څخه پایښت لرونکې ګټه اخیستنه رواج کړي. د صحرایې کیدلو مخنیوی، د طبیعیت د ساتنې او د اقتصادي او ټولینز ثبات اساسي اړخ دی. د ونو او بوټو کرل کولای شي د تخریب شوی خاورې په بیا رغونه او کیفیت لوړونه کې مرسته وکړي.
د اوبو اغیزمنه ساتنه او مدیریت کولای شي د اوبو کمښت کم کړي او د خاورې لنده بل چې د نباتاتو د ودې لپاره اړین دی بهتره کړي. د بارانونو د اوبو ډنډول یا زیرمه کول، د کروندو د څاڅکې څاڅکي خړوبولو د لارو چارو او د وچوالي په وړاندې د مقاومت لرونکو کروندو او نباتاتو د رواجولو ستراتیژۍ کولای شي، د اوبو په سپما او د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.
د ځمکې پایښت لرونکې مدیریت: د ځمکې غوره او پایښت لرونکې مدیریت لکه ځنګل کرنه، له څړونو دوام لرونکي ګټه اخیستنه، او ساتندویه یا حفاظتي کرنه کولای شي، د خاورې د کیفیت په لوړتیا، د تخریب په کمښت، او د ژوند د ډولونو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.
دا کړنلارې همدارنګه د سیمه ییزو وګړو لپاره د کرنیزو محصولاتو په زباتوالي، د اوږد مهالو او با دوامه فرصتونو په رامنځ ته کېدو او نورو اقتصادي ګټو ترلاسه کولو کې هم مرسته کولای شي.
د ایکولوژیکي تخنیکونو بیا فعالول: د ایکولوژیکي تخنیکونو بیا ژوندي کول او یا فعالول په تخریب شویو سیمو کې د طببعي ایکوسیستمونو او د ژوندانه د ډولونو د بیا ژوندې کیدو په موخه ترسره کیږي.
د یو شمیر ایکولوژیکي سیستمونو د ژوندي کولو بیلګې دادي:
د نباتي پوښښ بیا رغونه: په دې رغونه کې په تخریب شویو سیمو کې د اصلي یا بومي نباتي ډولونو کرنه او د خاورې د کیفیت لوړونه شاملیږي.
د استوګنځي یا ژوند چاپیریال بیا رغونه: دا بیا رغونه د طبیعي استوګنځایونو لکه د ډنډونو د غاړو او ځنګلونو رغونه د ایکوسیستمي خدمتونو او د ژوند د ډولونو د زیاتوالي لپاره ترسره کیږي.
د ایکو سیستمونو ټولیزه بیا رغونه لکه د سیندونو یا اوبه نیوونکو نورو حوضو یا برخو رغونه چې د اقلیمي شرایطو د سمون او ایکالوژیکي مقاومت د لوړلولو لپاره ترسره کیږي.
د خاورې د رغولو له تخنیکونو مو موخه، په تخریب شویو سیموم کې د حاصلاتو زیاتوالي او د خاورې د کیفیت لوړوالې دی.
د خاورې د رغولو ځنې بیلګې دادی: په خاوره کې د سرې له بیلابیلو ډولونو او نباتي پاتې شونو کار اخیستل. همدارنګه د خاورې اصلاح کول. اهک او ګچ کولای شي خاوره و رغوي او مالګین یا تریو حالت یې کم کړي.
همدارنګه په ملي او نړیواله کچه سیاسي کړنلارې هم کولای شي، د ځمکې پایښت لرونکې او بادوامه کار اخیستنه دود کړي او د بیاباني کیدلو سره مبارزه وکړي.
د صحرایې یا دښتي کیدلو سره د مبارزی لپاره د ملګرو ملتونو د (UNCCD) کنوانسیون د صحرایې کیدلو سره د مبارزی په برخه کې د همکارۍ یو نړیوال چوکاټ یا همغږي رامنځ ته کوي او د تخریب شوی ځمکې د بیا رغونې ملاتړ کوي. همدارنګه په زبامنو سیمو کې د وګړو لپاره د ژوندانه د اسانتیاوو په برابولو کې هم مرسته کوي.
په ملي کچه هم حکومتونه کولای شي په منظمو سیاسي او عملي کړنلارو سره د صحرایې کیدلو ستونزو ته حل لارې ولټوي.
پای

سرچینه: green earth

پوهنمل دوکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ ۲۱-اګست- ۲۰۲۵