د هېواد د سیاسي قشر ړوند لرلید!
په ټولو هېوادونو کې سیاسي قشر(۱) د هېواد په چارو کې یو لړ ګډې انیښنې، شریک لرلید، شریک مفاهیم او ګډې دندې لري. همدارنګه دا سیاسي قشر د هېواد د چارو د ښه پر مخ بېولو لپاره، د مثبتې او جوړونکي سیالۍ تر څنګ، ځینې توپيرونه هم لرلی شي چې په لویه کې د هېواد د ملي ګټو او ملي اندیښنو پر محور راڅرخي.
زموږ د هېواد همدغه سیاسي قشر، په تېر او اوس کې د یادو چارو په تړاو له بحث او شننې، تل څنګځن تېرشوي. دوی دا ملي ستونزه او غوټه نه یوازې دا چې نه ده راسپړلې او هواره کړې، بلکې د وخت په تېرېدو سره یې ترې نوي ابعاد میندلي او د نویو توپیرونو زیرمه ګرځېدلې!
ځیني هېواد شموله ګډ مفاهیم چې د افغان ملت په اجماع سره حل شوي او د هېواد په اساسي قوانیو کې تسجیل دي، په نن شرایطو کې بیا بحث پرې ګټور نه دی. دا مسایل د هېواد د سیاسي قشر د ځینو کړیو لخوا هغه هم د پردیو په لمسون بیا بیا طرحه کېږي چې یوخوا د ټول سیاسي قشر په وړاندې د نورو مهمو او مبرمو ملي دندو د اجرا مخه نیسي او بلخوا د سیاسي قشر د یووالي پرځای د بېلتون لامل ګرځي.
د افغانستان نوم، د افغانستان تابعیت، د ټولو اوسېدونکو لپاره د افغان کلمه، ملي بیرغ، ملي سرود، د افغانستان د ملت پرځای، افغان ملت، یوه سراسري افغاني ژبه (پښتو) او ځیني نور ملي دود شوي مصطلاحات او مفاهیم چې له پخوا پرې د اساسي قوانینو په چوکاټ کې اجماع موجود ده، د هېواد سیاسي قشر سره مرسته کوي چې هم پرې د کور دننه ناحله چارې او هم پرې په نړیوال ډګر کې پرتې دندې حل کړي. په دغه مسایلو ډډه د دوی ځواک غښتلی او پیاوړی کوي. د بهرنیو لاسوهنو او تېریو مخه نیسي او افغانان په کور دننه د هېواد د بیا ودانۍ او رغونې لپاره فرصت پیداکوي.
بلخوا که د پورته مفاهیمو سره په اختلافاتو سیاسي قشر دا مهال ځان مصروف وساتي په لویلاس بهرنیو لاسوهنو ته لارهواروي او د یوې بلې کورنې جګړې زمینه برابروي.
پر یادو ملي مسایلو د بیا بحث مخالفت په پام کې نه دی. خو دا بحث باید په سړه سینه، مسلکي او علمي لارو چارو وشي. د هېواد په ارامو او مناسبو شرایطو کې وشي. د پردیو د لاسوهنې پرته وشي او خپله د افغانانو ترمنځ وشي. په ملي چارو بحث کول د ټولو افغانانو حق دی.
زموږ د سیاسي قشر ځینې کړۍ یوخوا وایې موږ باید د ملي چارو لپاره خپلو کې یووالی ولرو خو بلخوا په ورته وخت کې وایې:
ــ ستم قومي در حال نابودی فضای همزیستي است
ــ فدراسیون قبایل پښتون یک شبکه نظامي است
ژباړه: د پښتنو قومي ستم د ګډ ژوند فضا له منځه وړي.
د پښتنو قبیلو فدراسیون یوه پوځي جالګه ده.
دا کړۍ باور لري او هغه په ټولنه کې دودوي چې ګنې د طالبانو واکمني یوازې د پښتنو واکمني ده او د دوی په اند هېواد کې نور اتنیکي ګروپونه د طالبانو د ستم پر بنسټ چې دوی یې د تل پشان قومي ستم بولي، له واکه لیري ساتل شوی.
په داسې دریځ او پروپاګند سره د هېواد د سیاسي قشر په منځ کې چې پښتانه هم باید پکې ګډون ولري، یووالی ایا ممکن دی؟
ایا طالبان ریښتیا یوازې د پښتنو استازي دي او په دوی کې نور اتنیکي ګروپونه نشته؟ بلخوا دا چې طالبان په قومي مسایلو باور نه لري، دوی د اسلامي شریعت د پليتوب دعوه لري او طالبانو خپله هم هیڅکله د پښتونولۍ دعوه نه دې کړې!
همدارنګه طالبان د پښتنو ملي اجندا سره مخالفت لري، هغوی یوازې خپله اجندا چې شریعت دی، پلې کوي.
بلخوا د دې قشر ځینې کړۍ د هېواد د ګاونډ او لیرې پرتو حریفو او رقیبو هېوادو په پلازمینو او ښارونو ګرځي او د هېواد د روانو چارو او ستونزو د حل په اړه له دوی پوځي، مالي او سیاسي مرسته غواړي. دوی کې ټاکلي کړۍ بیا غواړي د دغه هېوادونو د نیابتي لښکرو پتوګه هېواد کې د سولې، امنیت، ودانۍ او بیا رغونې چارې په ټپه ودروي او هېواد بیا ګډوډۍ او کورنۍ جګړې ته ټېل وهي.
تر هغو چې سیاسي قشر د هېواد په عمده ملي چارو، د ملي ګټو او ملي ارزښتنو پرمحور تکیه ونه کړي، په نوو څنګېزو چارو هم ډډه نه شي لګولي او دا تشه به د دوی پرځای نور ځواکونه ډکوي.
دا چې په دولتي واک کې د سیاسي قشر ونډه پیکه یا نشته او ځای یې نورو ځواکونو ډک کړی، پړه یې تر ډېره د همدې قشر پر غاړه ده.
سیاسي هېوادپال قشر باید تر خپل منځ بېلتون مهم وګڼي او په واک کې تر شریکتیا مخکې دا بېلتون له منځه یوسي او یو موټی شي.
یادوونه:
(۱ ) دلته د دې قشرټاکلې برخه په پام کې ده، نه د اوسني دولت سره تړلې برخه.
د سیاسي قشر ټول عناصر:
د یو هېواد سیاسي قشر هغه ټول افراد او ډلې دي چې د سیاست په جوړولو، پرېکړو او د دولت د چارو په پرمخ بیولو کې ونډه لري. مهم عناصر یې دا دي:
۱ ــ سیاسي مشران ــ ولسمشر، صدراعظم، وزیران او نور لوړپوړي چارواکي.
۲ـ پارلمان یا مقننه قوه ــ د خلکو استازي چې قوانین جوړوي او د حکومت څارنه کوي.
۳ ــ سیاسي ګوندونه – د خلکو د سیاسي غوښتنو او نظرونو استازولي کوي.
۴ ــ عدلي او قضایي بنسټونه ــ د قانون حاکمیت ساتي او د عدالت د ټینګښت مسؤلیت لري.
۵ ــ پوځ او امنیتي ادارې– د ملي امنیت، حاکمیت او دفاع دنده پر غاړه لري
۶ ــ مدنې ټولنه او رسنۍ ــ د خلکو غږ پورته کوي، د شفافیت او حساب ورکولو غوښتنه کوي.
۷ ــ قتصادي او فکري مشران (سوداګر، پوهان، علما) ــ د پالیسیو پر جوړښت اغېز لري او د ټولنې د ودې لپاره لوري ټاکي.
د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی.