که دانا یم که نادان یم ربه ستا يم
که بادشاه يم که ګدا يم ربه ستا يم
په ازل کې مې وعده د عبادت کړه
که زاهد يم که عاصی يم ربه ستا يم
زندګي دې بندګې ته پيدا کړې
که عابد يم که ګمراه يم ربه ستا يم
ستا رحم او کرم ته اميدوار يم
که صالح يم که باغي يم ربه ستا يم
نازل کړي کتابونه دی ټول حق دي
که بلیغ يم که مطرب يم ربه ستا يم
رالېږلي اوامر دي ما منلي په چشمان
که صادق يم که کاذب يم ربه ستا يم
زه رفيع چی ثناءخوان ستا د قدرت يم
که عاقل يم که مجنون يم ربه ستا يم
18.08.2025
- سید عبیدالله نادر
سید عبید الله نادر ویښونکي او د بیدارۍ غږونه! د انجونو اوښځو مبارزو ټه د هڅونې او ویاړ په خاطر زه وینم چې پرله پسي درنو مبارزو ته مو خپلي اوږې ورکړي دي ،زه هاغه دی ستاسو مقاومت په خپلو مبارزو کې وینم، او ستاسو عالي همت ستایم ، زه ستاسي هلې ځلې د دي کوردلانو په وړاندی وینم، چې د تعلیم ، کار او دبیان د آزادۍ حق اخیستلو له پاره مبارزه کوئ زه ستاسو غږ د کوڅو ، سړکونو، بازارونو،نه د زړه په غوږو اورم،ستاسو هغه ویښونکي غږونه چې ټوله دنیا يې په عظمت او لوړوالي سره اوري ،او نړۍ وال...
19.08.2025
- سرلوڅ مرادزی
د هېواد د سیاسي قشر ړوند لرلید! په ټولو هېوادونو کې سیاسي قشر(۱) د هېواد په چارو کې یو لړ ګډې انیښنې، شریک لرلید، شریک مفاهیم او ګډې دندې لري. همدارنګه دا سیاسي قشر د هېواد د چارو د ښه پر مخ بېولو لپاره، د مثبتې او جوړونکي سیالۍ تر څنګ، ځینې توپيرونه هم لرلی شي چې په لویه کې د هېواد د ملي ګټو او ملي اندیښنو پر محور راڅرخي. زموږ د هېواد همدغه سیاسي قشر، په تېر او اوس کې د یادو چارو په تړاو له بحث او شننې، تل څنګځن تېرشوي. دوی دا ملي ستونزه او غوټه نه یوازې دا چې نه ده راسپړلې او هواره...