شیرین عمر چې جګړه ییز کیږی دریغه دریغه
هم له عمقه وېجاړ رسواکیږی دریغه درېغه
دا یاران چې دروغ وایی بیا دلته له حده تېره
په حکومتولۍ یې سر نه خلاصیږی وېره بېړه!
شیرین عمر چې استخباراتی کیږی نیغ په نېغه
دتورو انګورو په څېر خرڅېږی درېغه درېغه !
هرخاین بیا دپخوانی او اوسنی لقب لا ندې
ځان راپېژنی چې غلا او خیانت مې کړی ډیره
شرین عمر چې شو مسخره کته پورته یې ګوره
دا غاصب انسان وژونکی ځناور شو بې شمېره
عجب وخت عجبه زمانه شوه نو ډارونکې وېره!
خاین خایف شو مزدور ثاقب شو دریغه درېغه
08.11.2025
- ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى
زه افـغـان یـم زه بـچی د سـتر خیـبر یـــم لــه امــو تــر جـیـلـمــــه لــر او بــر یــم د پـامـــیر پـه سـرمې کـــــور دی د بـابـا له مردانـه تــــر جـوزجانـه یـو ټــبر یــم له چـمن کـوټې نـه خـپوریـم ترسـستانــه پــه بامــیانــو پـه تـخار او پـه مــقــر یـم بـدخـشان او کــنــدهــار نــه تـرهـــراتـه زه بابا یــم هـــندوکـش یـمه سپین غریم په پکـتـیا مـزار او ښکلي ننګــرهارکې زه پـه ســوات او باجــوړ اوپيـــښور یم له غـزني اوغـوررنـــه لاړم تــر دهــلي...
10.11.2025
- سرلوڅ مرادزی
منظور پښتین او د پنجابي پوځ د تابو/ طلسم ماته! پنځمه برخه وله یې مولوي صیب! چې په تنګ شي، نو په جنګ شي. د پنجاب د جنګ وزیر خواجه اصف او نور لوړپوړي پوځي مشران ښکاره وایې چې کابل دي د پنجاب د امنیت تضمین وکړي، یعني د پاکستان امنیت دې ونیسي چې د دوی له واکه پوره نه دی. د پوځ مشرانو ته چې اتومي وسله لري، د غاښونو پورې وسلوال دی او ځان د نړۍ شپږم پوځ بولي، د داسې طرحې وړاندې کول که یوخوا سپينسترګي او بېشرمي ښۍ، بلخوا د یو پرېوتي او لوېدلي مورال او دریځ استازولي کوي! موږ چې کوچ...