په پښتو کې متل دی چې وایی که موچی دومره تکړه وای خپل ځان ته به یې سوګلې جوړې کړې وای . چین په اقتصادی لحاظ خپل وږی ولس ته یو څه دی او دلیدرشف او سیاست برخه کې ډیر کمزوری ، بی پلانه، ډارن او کاواکه دی . چین دمنځنۍ آسیا ملکونه تشی سیمه ایزه کولی وایی پهلوان زنده خوش است!
دچین په دغه سیمه ایز او ګاونډیتوب ثبات کې هم سلړه کیږی او هم تاوده. چین په سیاست کې لکه ښاغلی ملا عبدالسلام ضعیف هغې مرحلې ته نه دی رسېدلی چې په ټولو ديبلوماتیکو ستراتیژیکالی برلاسیتوب ولری. چین له لویدیځو هېوادونو ویره لری.موږ په رڼا ورځ ګورو چې چین له اسلام آباد سره سم اړیکی لری خو دومره وخت کې اسلام اباد بدلو ن نه دی موندلی یاپه بل عبارت حتی دپاکستان احتیاج یې نه دی پوره کړی . چین که پردې وتوانیږی چې په نړۍ کې سیاسی ظرفیت ته لاس رسی پیدا کړی.
ما دملا ع ضعیف مرکه له شینواری سره واورېده هغه شینواری چې هرڅوک رسنیو مرکو ته رابلی او ډیرې کمزورې او احساساتی پو ښتنې ورڅخه مطرح کوی ! له ملا ضعیف وپوښتل شو چې ته دطالبانو په راتګ کې کابل کې وم چې کرزی صاحب ماته زنګ وواهه! دغه خیالی ديپلو مات دافغانستان دکړکیچ اهمیت او کچه دومرا راټیټوی چې سیاسی منطق یې نشی منلای ځکه دضعیف سیاسی تر مینالوژی دغه پروسه سمه نشی څېړلای. .
چین تر ډیره حده خپل مسئولیت نه دی ګاللی موږ له دباندې ور ته ګورو .یو دموږ اوتاسې غورې اوډبې دی چې له زمری ګیدړ اوله ګیدړ بیا زمری جوړوو.دا بیا جلا بحث دی . دما یو ملګری چینایی دی چې لندن کې رستورانت لری کله چې زه له هغه سره بحث کوم هغه وایی چې زه خپل چین له هرچا ښه پېژنم . هغه وایی چې ځینو برخو کې له افغانستان هم شاته پاتې دی. په ۲۱ پېړۍ کې واخان همغسې پروت دی.