ملتونه ، هېوادونه او دولتونه جوړېدل او منځته راتلل يو طبيعي-تاريخي روند دئ، چې ډېر فکتورونه او عوامل(شريک تاريخ،شريک کلتور ،شريکه خاوره ، شريک مقدسات ، شريکې ګټې،شريک برخليک او ....) يې په تشکيلېدو کې بنسټيز او حياتي رول لري.
هېوادونه او اولس ئې د فرمايش، زور او آني او لحظه اي تعاملاتو محصول نه دي ، بلکې د انسانانو د اوږدې زمانې د فکري مشترکاتو ،ګډ ژوند ، عادتونو، خپلمنځي امتزاج -تفاهماتو او وصلي -نسلي -ميراثي ارزښتونو د عروج او اوج په نتيجه کې ظهور او حضور پيدا کوي .
د جهان په لرغوني تاريخ کې ډېر سترو قدرتونو(د فرعونيانو سلطه ،د روم امپراطوری ، د فارس امپراطوري ، د مسلمانانو امپراطوري) په زور حاکميت او ظهور پيدا کړئ دئ، ډېره ستره جغرافيه يې تر خپل تسلط لاندې راوستلی ، خو په دې نه دي توانيدلي حې خپل تر تسلط لاندې قلمرو د يوه ملت او يوه هېواد په شکل جوړ کړي ، بلکې مؤقتي حاکميت يې قايم کړئ او د زمان په تېرېدو او شرايطو په بدلون سره د مځکې د کرې د نقشې نه محو او يوازې يادون يې پاته شوئ دئ ، ځکه د ملت جوړونې او د هغې په بنياد هېواد جوړوونې طبيعي شرايط يې نه لرل.
په اتلسمه ، نولسمه او شلمه ميلادي پېړۍ کې د استعمار د پيداکېدو سره ملتونه او هېوادونه د خپل هويتي او ملي طبيعي ارزښتونو د بربادۍ د خطر سره مخامخ شول . سترو استعماري قدرتونو( انکرېز، فرانسه ، هسپانيه ، پرتګال ، تزاري روسيه او ..‌‌.) نړۍ په خپل منځ کې وويشله. په زور ، وحشت او جنايتونو يې ملتونه او د هغوی هېوادونه تر خپل استعماري تسلط لاندې راوستل . په ميليونو انسانان يې ووژل ، په ميليونو يې شکنجه ، زنداني او جبري مهاجرت ته مجبور کړل او ټول کوښښ يې دا وو چې ملتونه د خپل خدايي-جوړښتي عقايدو او ملي تفکراتو او ارزښتونو نه جدا او د خپل استعماري تفکر او غرض لاندې راولي ، خو هیڅکله يې د يوه ملت او هېواد درجې او حيثيت ته ونه رسول ، ځکه د استعمارګرانو سلوک د انساني طبيعت او د ملتونو د خدايي جوړښت ( خپلواکي او ملي ارزښتونه ) سره په تضاد او تناقض کې وو . همدا وجه وه چې د استعمار په مقابل کې د ازاديغوښتونکو ملتونو مبارزه شروع ، پخه او کمال ته ورسیده او بالاخره استعمار ګران مجبور شول ، چې د ملتونو حق خود اراديت او قلمرو يې په ظاهره په رسميت وپيژني .
خو استعمارګرانو داسې طرحې او نقشې جوړې کړي ، چې د مستقيم تسلط په ځای په غير مستقيم ډول ملتونه او هېوادونه کنترول او خپل اوږدمهاله هدفونه (سياسي او اقتصادي نفوذ ،چور ، استثمار او ..) تضمين کړي .
استعمارګرانو د خپل شعار او شعور ( بيل يې کړه او ايل يې کړه) پاليسي او په مختلفو اشکالو د ملتونو ترمنځ او د ملتونو په منځ کې د شر او شرارت برپاکولو او د اجنتو واکمنيو نصبولو له لارې خپلو شومو مقاصدو ته د رسېدو د پاره خپل طرزالعمل او تدوين شوې پاليسي وګرزوله ، چې تر اوسه لا د اسيا ،افريقا او لاتينې امريکا په هېوادونو کې ورنه کار اخلي او خپل ناولی ژوند د نورو هېوادونو د استثمار او استحمار له لارې مخته بيايي.
استعمار د خپلې تجربې له کبله په دې متقاعد دئ، چې د دوی د ناروا تسلط او استثمار په مقابل کې تر ټولو نه پخلاکيدونکۍ دريځ د اسلام مقدس دین او د هغې د هوښيارو او ويښو پيروانو دئ .
ددې د پاره چې مسلمانان متحد او د خپل دين د دستورونو ( د استعمار ردول او د استثمار نه نجات )مطابق عمل ونه کړي او استعماري توطئې په ښه شان صورت پيدا کړي ،بايد داسلامي هېوادونو په ساحه کې (د افريقا د شمال نه تر اندونيزيا پورې ) داسې د شر-فساد مرکزونه د دين په نامه جوړ کړي ، چې په ظاهره ديني او په ماهيت کې د دين ضد طرحې او پلانونه عملي کړي ،څو مسلمانان پرې وغولوي، وځپي او د مستقلو هېوادونو په ظهور کې د اسلام ضد استعماري-استثماري ماهيت د رول او تاثير مخه ونيسي.
ددې شوم مقصدد پاره ئې دوه مصنوعي ، بې بنياده او بې تاريخه هېوادونه ( اسراييل1948 او پاکستان1947)چې هېڅ علمي -طبيعي او تاريخي بنیاد نه لري په شيطاني-تحميلي او مکارانه شکل د دين ( يهودي -صيهونيستي او اسلام ) په نامه د اسلامي دونيا په دوو مهمو ځايونو کې چې منځنی ختيځ او منځنی اسيا-جنوبي اسيا ده تاسيس کړل ، څو ددې دوو مرکزونو نه دا جغرافيې د خپلو استعماري-استثماري هدفونو د لاسته راوستلو د پاره کنترول کړي .
ددې دوو شر او شرارت مصنوعي هېوادونو د تاسيس نه را په دېخوا د غربي استعمار ټول پلانونه ( مزدور رژيمونه تاءسيسول ، د ملتونو تر منځ جنګونه جوړول ، افراطيت ترويجول ، د نفاق اور ته لمن وهل ، د منطقې د عظيمو طبيعي منابعو چور او تالان په خپل تسلط کې راوستل، د مبارز او مترقي روحانيت مخه نيول او په مقابل کې د روحانيت تر نامه لاندې درباري ، نفس پرسته ، مزدور او جاسوس عناصر د ديني عالم ،پير ، مرشد ، حضرت او ..‌ نورو نومونو لاندې استخدامول....) عملي کيږي او د جعلي-مزدور روحانيت په اجير نيولو سره د دوی اجنتو حاکمانو ته د شرعي -جعلي فتواوو په صادرولو د مشروعيت پرتوګ ور اغوستل کيږي، څو د عوامو داعتراض او عدالتغوښتنې غږونه خاموش او په ستونيو کې بندي کړي .
د دين تر نامه لاندې ددې دواړو مصنوعي-جعلي هېوادونو تاسيس د دوهم جهاني جنګ او مستقيم استعمار د کثيف ټغر د ټولېدو نه وروسته په جهان اسلام او منطقه کې د استعمارګرانو د غير مستقيم تسلط ددوام او په منطقه کي د ژاندارم رول ادا کړئ او د غربي دستورونو مطابق يې د مسلمانانو تر منځ د نفاق ،دوښمنۍ او نفرت اور بل کړئ او د مسلمانانو هغه قوت او ظرفيت چې د ترقۍ ،ثبات ،سولې او رفاه د پاره بايد ورنه کار اخستل شوئ وائ په تخريبي رقابتونو ، جنګونو او وينې تويولو مصرف شوئ دئ او تر ټولو جالبه او عجبه داده ، چې دا مخربانه عمليات او تباه کوونکي جنګونه دغرب په لاس جوړشويو وسائلو او اسلحو او دهغوی د شيطاني نائبانو ( اسرائيل او پاکستان ) په وجود کې صورت موندلئ دئ.
بناا د اسرائيلو او پاکستان په نامه د دوو شريرو-شيطاني مرکزونو جوړول د غربي استعمار اوږد مهاله پلانونو د عملي کولو د پاره چې د يوه لوري خپلې اسلحې خرڅې کړي او د بل لوري په همدې اسلحو مسلمانان يو بل سره ووژني. همدا شان د واقعي خپلواکو ديني-ملي واکمنيو د استوارېدو مخه ونيسي او يوه لويه جغرافيه د شمال د افريقا نه تر اندونيزيا پورې د خپلو اجنټو او اجيرو رژيمونو په وسيله کنترول او د چور -استثمار د پاره ئې اماده کړي .
اسرائيل او پاکستان د جهان اسلام په وجود باندې دوې مهلکې د سرطان دانې دي ، چې که غوڅې او نابودي نه شي ، په راتلونکو کې يې د ټول وجود مسموم کېدل او په سرطاني ويروسونو مبتلا کېدل حتمي دي او دا په دې مانا چې په دې منطقه( شمال افريقا، منځني ختیځ ،مرکزي اسيا، جنوبي اسيا او لېرې ختېځ کې د)د سولې ،ثبات اوامنيت په ځای ناارامي ، بې ثباتي، تشنجونه ، جنګونه ، دولتي ترورونه او د غرب اجنټ نظامونه به موجود او تراژيدي به دوام لري .
اولسونه به کړيږي ،فقر-بېوزلي به بېداد کوي او د غربي نويو استعمارګرانو د استثمار او چور ماشين به د مسلمانانو د وينو په قیمت چليږي .
ددې د پاره چې جهان اسلام د غرب د شيطاني لاسوهنو او جناياتو نه خلاص، په استقلال،امن ،عزت او قوت کې ژوند وکړي او خپلو منځو کې د منفي جنجالونو او توطئو (چې ډيزاينران يې غربي امپرياليستان دي )په ځای سازنده ،ابتکاري او ابداعي همکاريانې ولري او د خپلو مسلمانو اولسونو د رفاه او علمي-اقتصادي ودې د پاره خپل ريسورسونه او بشري انرژي په کار واچولئ شي ،بايد د شر او شیطانت دا دوه دولتونه (اسرائيل او پاکستان ) نابود شي او قلمرو يې په خپلو اصلي-تاريخي وارثانو پورې چې فلسطينيان ، افغانان او هندوستان دي وصل شي ، څو منطقه او جهان يې د فتنو ،شر او فساد نه د تل د پاره نجات پيدا کړي .

#دابادۍاوخدمت ج هاد