ژوند یو تحفه د طبیعت ده یوځل
پر چا ریښتیا پرچا رویا تېرشو
مفهوم د ژوند دی یو پېچلې تعبیر
چا ته تیاره چا ته رڼا تېرشو
بهیر د ژوند د درېدلو نه دی
د ډېرو وخت په نن سبا تېرشو
د ژوند لذت کې هیڅ کمی نه ښکاري
څه که بېخوند پر ما او تا تېرشو
ګیله له نورو یو عبث فکر وو
ژوند په ګیلو کې بې معنا تېرشو
د نورو ژوند وو، ننداره وه زموږ
د نندارو ژوند هم په غلا تېرشو
راته په بله دنیا ژوند وعده شو
وعدو کې ژوند رانه وړیا تېرشو
د نقد، نسیا په انتخاب کې ملا
د نقد بدل کې په نسیا تېرشو
د هر چا خوښه چې تعبیر يې څه دی
د مرادزي ژوند په ریښتیا تېرشو
د ۲۰۲۵ کال د جون ۱۴ مه
سرلوڅ مرادزی