شعرونه
غزل
په هر طــــــــرف دې دى تالان خو طبـــــيبان دې نــه شـته
د خوشـــــــــــحالۍ هغه شيبــــــــــه به پرتـــــــــا کـله راځـي
چــــې ټول خندا ،هـوس،هـوس وي او خپګان دې نشته
د خنــــــــــداګانو هغـــــــه مل دې چــــــې تر شــا ولاړ وي
بـــــــيابه شــــــــم هلـــــه مطميـــــنه چې فغــــــان دې نشته
آخيــــــــر دا څه ټکـــــــه پــــــه خوار نصيب پروتې د ستا
چې بــــــــې له اوښکــــــو نه به څـه شي ګذران دې نه شته
دا ګرانـــــــې ،ګرانې له خپل ګران درته راپيښــې شوي
دا ګـــــرانې ،ګـــرانې به زغمې تر څو چې ګران دې نشته
د هغــــه شاړ بــــــاغ مــــړاوى ګــــــل يې چې باغبان نلرې
د هغـــــــــــې لارې لاروى يــــــــــې چې کاروان دې نشــته
لــــــــــه هغې ورځې چـــې په درد د عشق اخته شوې يې
مرهـــوني خوند د هيـــــــــڅ غزل د هيڅ داستان دې نشته