مدام دې د غمونوکاڼي په لېمو وړم یاره
هغه وخت به کله را شې چې دې ښکلوم یاره
ته خو مې ستر ګو کې په خداې چې یې ګلورینه
خو بیا هم خپلې ستر ګې در پسې غړوم یاره
لکه څوک چې ماشوم غلې کوې خپله غیږ کې
داسې دې زړه کې پراته غمونه ځنګوم یاره
دزړګې ګریوان مې ستا غمونو څیرې کړې دی
اوس یې دا ستا د یادونو په تارونوګنډم یاره
دا ستا خیال راته ووې زه که شم هر څومره نوې خو
تا به فقیرزیه همزه غوندې ځړوم یاره