راليږونکی :سیدرحمن فقیرزی
د راليږونکي پته :SAIDRAHMANF.@YAHOO,COM
نيټه : 22-11-2008
د اریوب د پاڼې چلوونکوته سلامونه او نیکې هیلې هیله ده چې لاندنې غزل راته خپور کړي
نن دې بیا جا نانه پر شونډو مسکا خوره ده
ځکه پر هر لورې خوښې او خندا خوره ده
تیارې ته تل رڼاوي ور لوېدلې ګرا نې خو
ستا د زلفو تیاره پر مخ د رڼاخوره ده
لکه نغمو سره چې فضا شي سندریزه
داسې دي یاره مینه په تن زما خوره ده
بلا وي به تا سو ډیرې وي لېدلې خلکو
خو پام دښکلو په جامو کې بلا خوره ده
دښکلو په لیدو سره تا سې هم نشه شی
که دا شان نا روغې یوا ځې په ما خوره ده
فقیرزی چې نن پټ یار ته غوږ کې څه ووایې
هغه خبره ټول کلې کې سبا خوره ده
21.11.2008
- اريوب
مدام دې د غمونوکاڼي په لېمو وړم یارههغه وخت به کله را شې چې دې ښکلوم یارهته خو مې ستر ګو کې په خداې چې یې ګلورینهخو بیا هم خپلې ستر ګې در پسې غړوم یارهلکه څوک چې ماشوم غلې کوې خپله غیږ کېداسې دې زړه کې پراته غمونه ځنګوم یاره دزړګې ګریوان مې ستا غمونو څیرې کړې دیاوس یې دا ستا د یادونو په تارونوګنډم یارهدا ستا خیال راته ووې زه که شم هر څومره نوې خوتا به فقیرزیه همزه غوندې ځړوم یاره
...
23.11.2008
- اريوب
اشنــا پـــــــــه مــــــــــا د څه يقــــــــــــين نه کړيعشق کې څوک فرق د تور او سپين نه کړيته نو هغــــــه هــــــــم معــــــــــشوقه ګنــــــــــې؟چې دې د غــــــــاړې لــــــونګيـــــــــن نه کړيد شوګيـــــــــرو کيـــــسه کې نه دی اشـــــــناد سهار لمونځ پــــــه ماسپښـــــــــين نه کړيمين پر بلې ښاپېــــــــــــــــرۍ ښــــــــــــکاريځکه کيسې د چين ما چيــــــــن نـــــــــه کړيکه د مېروېـــــــس په څېر تـــــــورزن نه دیشکر کانې خو د...