اشنــا پـــــــــه مــــــــــا د څه يقــــــــــــين نه کړي
عشق کې څوک فرق د تور او سپين نه کړي
ته نو هغــــــه هــــــــم معــــــــــشوقه ګنــــــــــې؟
چې دې د غــــــــاړې لــــــونګيـــــــــن نه کړي
د شوګيـــــــــرو کيـــــسه کې نه دی اشـــــــنا
د سهار لمونځ پــــــه ماسپښـــــــــين نه کړي
مين پر بلې ښاپېــــــــــــــــرۍ ښــــــــــــکاري
ځکه کيسې د چين ما چيــــــــن نـــــــــه کړي
که د مېروېـــــــس په څېر تـــــــورزن نه دی
شکر کانې خو د ګرګيــــــــن نــــــــــــــــه کړي
مه ليــــــــکه شعر پکتيــــــــانۍ خـــورکې
چې خيال او فکر مې رنګــــــين نه کړي
23.11.2008
- اريوب
راليږونکی :سیدرحمن فقیرزید راليږونکي پته :SAIDRAHMANF.@YAHOO,COMنيټه : 22-11-2008د اریوب د پاڼې چلوونکوته سلامونه او نیکې هیلې هیله ده چې لاندنې غزل راته خپور کړينن دې بیا جا نانه پر شونډو مسکا خوره دهځکه پر هر لورې خوښې او خندا خوره دهتیارې ته تل رڼاوي ور لوېدلې ګرا نې خوستا د زلفو تیاره پر مخ د رڼاخوره دهلکه نغمو سره چې فضا شي سندریزهداسې دي یاره مینه په تن زما خوره دهبلا وي به تا سو ډیرې وي لېدلې خلکوخو پام دښکلو په جامو کې بلا خوره...
30.11.2008
- اريوب
له ټولوهغوملګرو اودوستانوڅخه دزړه له تله مننه کوم چی له ما سره یی دګرانی موردمړینی په غم کیځانونه شریک بللي اوماته یی په کورکی په جومات کی په ټلیفون او زما په ایمل یا دآریوب مجلیپه ایمل پته باندی ډاډ راکړی.په ځانګړی توګه له اورپا، امریکا، مسکو، سعودي عربستان،دوبی، کاناډا، څخه بیسمل صاحب، ډاکټرمحمد ولی جمکزی ،نورمحمحد صابر، امرخیل صاحب، جمیله آریوبي، ثمراسلمي، مینه پیرزاده، ډاکټررفیق غروال، غزني ګل ځاځی، حا جي شهباز،حاجي کریم ځدران، حاجي بادشاه، فضل کریم وردګ...