شعرونه


ډبرې

  زه  تر (( سنګ نوشتې ))                                   لږ  ورپورته زیږیدلی یم او خاپوړې مې د تاوخانې پر تودو ډبرو کړې دي الفبې مې  د سپینې بکرې  په رنګ &nbsp

10.09.2011 – wadan

(ګلغوټۍ )دعبدالغفور لېوال یو نوی شعر

  ګلغوټۍ   اې خلکو ! څاه ګانې مو له اوبو غواګانې مو له شیدو اوزړونه مو له پېرزو ډک اوسه ! مېچنې مو تل ګرځنده جوالونه مو په غنمو درانه او دباغو هوا مو                  

24.07.2011 – wadan

دعبدالغفور ليوال څلور نوي شعرونه

  زما دخوبونو غلې ته! هر څوارلسم،                         چې سپوږمۍ پېغله شياو پلوشې یې ورو ورو ومینځې زما دزړګي تږې ،                                جل وهلې کړکۍ

16.07.2011 – wadan

دعبدالغفور لېوال پینځه نوي شعرونه

  مزل     په دغه دښته کې چې زه یم روان هومره سپېره لکه ژوند                                               همدو

19.06.2011 – wadan

ستا له یادونو سره

ما درپه یاد کړه                          او خپل زړه ته دې ريښتیاووایه ! چې زمایادونه درسره دي که نه؟ هغه لومړی پسرلی دښار نمجنې کوڅې او ستا پر زلفو دباران دڅاڅکو غلې نڅا زما لالهانده او حیرانه موسکا او ستا په

08.06.2011 – wadan

دابه څه وي؟

دابه څه وي ؟ چې په تیاره کې د جوړه سپینو کوترو په څېر یوه له بلې څخه تاوه شي                                           راوڅرخیږي او په هوا کې درڼا یوه څپه جوړه کړي؟

08.06.2011 – wadan

تاریخ ملنډې وهي

    ((ابن سینا)) لاهم له بلخه تښتي ((خوشال)) دخپل ولس په بده بدمرغۍ خواشینی دومره غوسه دی         چې دتورې تیغ یې موټي کې دوینو فوارې جوړوي دتاریخ باد د (( مارکس )) په ږیره کې پټ شوی پاڼې پاڼې  (( کاپیتال)) اړوي دلته په وچ ((زرنګاربڼ)) کې څو زلمي

31.05.2011 – wadan

دباران په تمه

  وږمې ! دیار دغیږې عطر له کوم لوري راوړې چې جل وهلي روح ته داسې دژوند سیوري راوړې   خوب مې لیده چې دیاقوتو زرین تاج دې په سر سپینو لاسو کې داسې زړه چې لاهم ښوري راوړې   زه یم ګونګی ولاړ دخدای په نوراني حضور کې ژبې ته څومره خوږه راشې دعشق توري راوړې  

25.05.2011 – wadan

په هوايي ډګر کې

  ستومانه ،          سرې سترګې ،                             بېخوبه ، غمجن ناڅاپه ټوله مينه ، ټوله ښکلا               &nbs

02.04.2011 – wadan

هېریادونه

  داسې یې چې مروړي ښکلا څه غواړي زړونو نه دا روې بلا څه غواړي   راشه چې دې سترګو څخه وپوښتم دومره ډیر غمونه له ماڅه غواړي   هره ورځ سرونه دښامار خوله کې خلک خبر نه د ي پاچا څه غواړي   مه پوښته دا توندې توپاني څپې

13.12.2010 – wadan

هیله

  ستا د موسکا نښه په زړه کې ساتم لکه کتاب کې د تاووس بڼکه او ستا دسترګو تصویر لکه خوږه څړیکه د ژوند په درد کې بس ما ته نور هیڅ هم را پاتې نه دي عشق دزمان دتورو غرونو له شا                          &n

22.11.2010 – wadan

سیګار

سیګار دا هغه عطر دي ،                                   چې چا راته کلونه پخوا په ډیره مینه دلومړي سوغات په نوم راکړل هغه کلونه هرسهار ماد ((سیګار)) عطر   

19.09.2010 – wadan

زما جېلوانې!

    ما او جانان بې له یو بله اوس عادت کړی دی له خدایه ځار شم څومره ژر يې قیامت کړی دی   د دود دستور دجبر کاڼي مو پر سر پریوتي موږه د عشق له ټول اختیاره بغاوت کړی دی   ماهیروي ، مګر له زړه نه مې شړلی نه شي چا دجانان له خولې نه داسې روایت کړی دی  

29.08.2010 – wadan

(هېڅ) نه شته!

  یوه موده مې ستا له سترګو څخه  لرې ژوندون وازمویه او ایله پوه شومه چې ( هېڅ) څه مانا؟   هره شپه ستا دسترګو ښکلې اللو ژاړم هرسهار مرګ ازمویم  ،ستا له ترخې نشتې سره ته دې په خپلې ها یوازې، ها تیاره خونه کې همداسې غلې            &nbsp

31.07.2010 – wadan

ژوند

ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی   لکه درسم کتابچه کې د ماشوم دنیا چې په اسمان کې یې رازوړند کټ وي چې خور یې خاندي دابا سر یې له لمره غټ وي له دې دنیا سره همدغسې چلندښکلی دی   ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی   آیی

31.05.2010 – wadan

دا مې غر دا مې شودیاره

   دکېږدۍ په پېڅول غوټه ګلابي څادر رپیږي ناوې لرې لارې څاري په کنډو دوړې ښکاریږي زرکه کټ کټ په خنداشوه سلایي يې کړه لمده په نرۍ ژبه ګل غوټۍ ته یې دسترګو لکۍ وکړې غوړګې بیا ورته نرۍ کوڅۍ کړې سمې لږ په تریو تندي یې وویل: شال يې ښه نه دی راوړی

05.04.2010 – wadan

درې شپې

  خاطره: د۱۳۸۸لمریز ژمی، دسالنګ خوني واورو نږدې دوه سوه افغانان وخوړل ، یوازې کوچنۍ نیلاب ، درې ورځې وروسته دخپلې مړې ابۍ له غیږې ژوندۍ راوویستل شوه . عبدالغفور لېوال   درې شپې باد لاشغیږي    نغاره د یوه شوم خبر په زور ډنګوي سیلۍ په لپولپو واوره شیندي او هیندوکوښ د

15.02.2010 – wadan

مرسته !

  ددغه ستړي ښار                       له ډک زړه راځم دشورماشور او هیاهو له منځه چیرته چوپتیا چیرته بیدیا لټوم زما په مغزو کې ستوماني               &

02.02.2010 – wadan

یوه مړاوې ژمنه

     منم چې مرم درپسې خو         بیا دې نه شم لیدای بیا دې له تورو سترګو سپینې اوښکې نه پاکوم بیا په بند ستوني                             

05.01.2010 – wadan

غزلګی

  دتوروسترګو ناز وژلی یمه ستا د کتو انداز وژلی یمه   دروح کوتره مې مینه وه پرې دښکلا داسې باز وژلی یمه   چې ته ترې ووتې او دی پاتې شو دژوندهمدې اعجاز وژلی یمه   دومره ښایست کې پټه هومره غوسه دخلقت دغه راز وژلی

21.12.2009 – wadan

هر څه سم دي!

  ته به له ځانه سره فکر کوې : ــ  چې بې له تا به په ماڅه تیریږي  ــ هېڅ ! زه لاژوندی یم                           لیونی لانه یم لا هم پرلاره ځم ، له ځان سره خبرې کوم کله له تا څخه وړې وړې ګ

20.12.2009 – wadan

د عشق د آزادۍ فصل

    پخوا                مینان                                د چا د زلفو په حلقه کې بند  وو نن         &

08.11.2009 – wadan

دولسمشر لومړی فرمان

  خپلو سپېڅلو ماشومانو ته ټوپک او تو مانچې مه اخلیء بیا     په نانځکو باندې                             ډزې کوي   ۱۳۸۸ شپږم پېشلمی

27.08.2009 – wadan

نوې املا

  ماین په ( الف) لیکیء                            چې:                      له (مین) سره یې فرق وشي هسې هم      &n

27.08.2009 – wadan

کمپاین

  دلته ، چې غم د ډوډۍ یا خالي ، پوچې اندېښنې دسیاست او خبرونه د مرګ زموږ د ژوند کاغذي ګل رازمولي په دې عجیب وطن کې هیڅ څوک په دې غمیزه نه پوهیږي چې څومره لویه تشه او څه بدرنګه نشت دی که هیڅ څوک نه شي پیدا چې بل ته دا ووایي:   

02.08.2009 – wadan

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more