دتوروسترګو ناز وژلی یمه
ستا د کتو انداز وژلی یمه
دروح کوتره مې مینه وه پرې
دښکلا داسې باز وژلی یمه
چې ته ترې ووتې او دی پاتې شو
دژوندهمدې اعجاز وژلی یمه
دومره ښایست کې پټه هومره غوسه
دخلقت دغه راز وژلی یمه
روح مې له تنه په نڅا ووته
دحسن داسې ساز وژلی یمه
یلدا ۱۳۸۸
20.12.2009
- wadan
ته به له ځانه سره فکر کوې :
ــ چې بې له تا به په ماڅه تیریږي ــ
هېڅ !
زه لاژوندی یم
لیونی لانه یم
لا هم پرلاره ځم ، له ځان سره خبرې کوم
کله له تا څخه وړې وړې ګ...
28.12.2009
- wadan
له شاه زمانه تردې زمانه موږ نه خپلواک وو او نه ښکېل.
له شاه زمانه تردې زمانه موږ د یوې داسې خپلواکۍ لپاره په جګړو کې تېره کړې، چې هېڅکله مو نه ده ګټلې، نه مو جګړه ګټلې اونه خپلواکي خو، هر څه مو پرې ژوبل کړي دي، د وطن آبادي، پرمختګ، پوهنه او آن ملي یووالی، دا خو منو چې ملي خپلواکي د یوه ملت د ژوند لومړۍ اړتیا ده، خو له موږ سره عجیب چل شوی دی؛ نه خپلواک یو نه ښکېل ،بلکې ټول عمر مو د خپلواکۍ د ګټلو په جګړه کې تېر شو. زما ل...