هله یاهو هله یاهو ووایه
هله میراته وسله وغورځوه
هله راځه هله پايڅې بډوهه
هله ځولۍ نیسم مڼې څنډوهه
* * *
هله چې ورانه چوتره جوړه کړو
د کلا بر سر کې حجره جوړه کړو
هله ماشینه له اوږې کوزه کړه
چې ترې څپرې ته زینه جوړه کړو
* * *
هله جومات مو مناره نه لري
په کې ماشوم څونډی سپاره نه لري
هله میله د راکټ کور نه راوړه
ورانه دیره مو کټاره نه لري
* * *
راشه دا لس ګوتې کړو لس بزغلي
د زړه پر للمه چې باران ووري
که له آسمانه څاڅکي نه پریوتل
اوبه به ورکړو اوښکې څاڅکي څاڅکي
* * *
د ټوپک ماته شپیلۍ وشرنګوه
د توت پر شنه څانګه یې ونڅوه
چې ښوونځي ته ترې ټالۍ جوړه کړو
هله ګولۍ د ټانګ راوځړوه
* * *
06.07.2008
- wadan
شينوارۍ ببو پړونی دې راسم کړهها ،چې رنګ دی په سرو وينو خړ په خاورودخانک خولۍ سورۍ شوې دمزروپروت شاهو دې هلته لرې مړ په خاورو
شينوارۍ ببو دناوې دړۍ وسوېپولادي کارغانو اور پر واده راوستنغارې په لمبو وسوې ،داريا مات شوکافر زړيو نوی شور په واده راوست
شينوارۍ ببو سبا به راډيو واييچې پوره تحقيق به وشي په دې کار کېزورورو سره ،چېرې زموږ کېږيدڅپليو ټوټې شماره په دې لار کې
شينوارۍ ببو څوک نشته په وطن کې...
06.08.2008
- wadan
د يكشنبې په سهار، پتريشيا راته زنګ وواهه او ويې ويل چې غواړي (توبك) ته لاړه شي او له ما يې هم غوښتنه وكړه، چې ورسره لاړ شم. د غرمې يوولس بجې مو سره وعده شوه، زه پاڅېدم چې ځان چمتو كړم.توبك د امريكا د اريزونا ايالت د دويم لوى ښار (توسن) سهيل ته يوه وړه ابادي ده، چې د مكسيكو پولې ته نژدې پرته ده. د توسن يوشمېر اوسېدونكي د تفرېح لپاره ورځي. هلته يو كوچنى توريستي بازار، يوه زړه كليسا او د اسونو د سورلۍ لپاره چمنونه او لارې شته، خو ډېر خلك د اتلسمې پېړۍ تر ټولو زړې مسيحي كليسا ليدو ته ورځي...