یوه ښکلې نګهبانه
دتیاره زندان پنجرو کې
ګنهکار دمینې ساتي
زنداني هره خوا ګوري
بس وجود دنګهبانې
دهغه پر روح راخور دی
ښکلې سترګې یې ساتونکې
مخ یې ورځ زلفې یې شپې دي
یو ساده غوندې ژوندون دی.
یوه ورځ چې نګهبانه
عبادت لپاره ولاړه
یوه ورځ یې چې دعاته
                    دآمین سترګې شوې پټې
یو ناڅاپه هرڅه تور شول
دژوندون رڼا شوه ورکه
زنداني چې هرخوا ګوري
هغه دوه سترګې نه ویني
په زندان کې هنګامه شوه
نګهبانه را په خود شوه
ژریې وکتل زندان ته
زنداني پر خپل ځای نه و
نګهبانه شوه پریشانه
مګر نه چې زنداني وي تښتېدلی؟
خو چې ګوري هسې نه ده
زنداني بې نګهبانې
ژوند په تورو تیږو وویشت
زنداني
 بې له دوه سترګو
ځای پرځای هملته مړ شو.

۶سلواغه ۱۳۸۷