زما دزړه پر دغه شاړه بې خاونده زمکه
دهیرې مینې کنډوالې ولاړې
په دغو ورځو کې یې بیا جوړوم
بیا به ودان کړم تر اسمانه اوچت
بل تاج محل د نوي عشق لپاره
دې تاج محل ته یوه نوې ملکه غواړمه
زه مجنون نه یم چې دتللې بې وفا لیلا لپاره ومرم
زه نازولی شهزاده د مینې
دښایستونو او پریانو په ټاپو کې ګرځم
هرچا چې درې غمي د حسن دالماسو راوړل
چاچې د عشق لپاره راکړل خپل تاوده لاسونه
چا چې تر زلفو لاندې پټ کړم له فاني دنیا نه
چا چې په خوب کې زما ټوله شاعري ولیده
څوک چې له ما سره زما دشاعرۍ په یاغي تخت کیناسته
ها ملکه به وي د نوي تاج محل واکمنه
دټولو ښکلو زړه ته لاره کوم
د ټولو خیال ته دروازه ټکوم
راشیء ! او نوی تاج محل وګټیء !
۹سلواغه ۱۳۸۷
25.01.2009
- wadan
یوه ښکلې نګهبانه دتیاره زندان پنجرو کې ګنهکار دمینې ساتيزنداني هره خوا ګوريبس وجود دنګهبانې دهغه پر روح راخور دیښکلې سترګې یې ساتونکې مخ یې ورځ زلفې یې شپې دي یو ساده غوندې ژوندون دی.یوه ورځ چې نګهبانه عبادت لپاره ولاړهیوه ورځ یې چې دعاته دآمین سترګې شوې پټېیو ناڅاپه هرڅه تور شول دژوندون رڼا شوه...
01.02.2009
- wadan
خاطره:((مات شوې؟)) نه پوهیږم ګران محمد یار ته زما وروستیو شعرونو څه ویلي وو، چې په ژړغونکي ږغ یې را څخه په تیلیفون کې دغه پوښتنه وکړه او بیا یې پرله پسې پر ژوند توند ګوزارونه وکړل. ما غوښتل ژوند ورته تعریف کړم ، خو زما ستونی هم راډک شو او خبرې موپرې شوې.... بیا زما له خبرو څخه لاندې کرښې جوړې شوې ،چې ګران محمدیار به یې ولولي.
هو! زه &nbs...