هغې خپل روح په زم زم ومینځلو
او دکوثر په حوض یې شونډې کېښوې
هغه سپېڅلې شوه د پاکو ملاییکو په څېر
هغه له نور څخه روښانه شوه د خدای ( ج ) مینه کې
خدایزده چې اوس به څومره ښکلې ښکاري
هغې دخپل ګنهکار غږ هم پرخپل ځان حرام کړ
هغه مین چې له ګناه پرته یې هیڅ نه لرل
هغه چې نښه د بدۍ و
چې کمزوری و
چې لاس یې مات وو
هغه مین چې بې لفظونو
بې خبرو یې نور څه په روح کې نه درلودل
هغه نور ورک شو د هغې له حافظې څخه هم
ها چې پخوا یې لا له زړه څخه شړلی و
ایستلی یې و
هغه ورک شوی ګنهکارهغه له بدو نه بد
.... خو هغه څومره ښه و
چې بیا یې هېڅکله سپېڅلې ښکلې
دګناه فکر ته هم پرې نه ښوده
خپل دوزخي غږ یې دروح دتمبو شاته پټ کړ
هغې یې مخ ونه لید
تاسو دا مه پوښتیْ چې دغه ګنهکار څنګه شو؟
تاسو دا وګوریْ چې دې مین د عشق لپاره
د خپلې مینې د تقوا لپاره
په خپلې روح کې هر څه څنګه خښ کړل
هر څه
یوازې
د هغې لپاره!
۱۶ سلواغه ۱۳۸۷