ګل کړی کیک
ګیډۍ د ښکلو ګلو
یو څه خواږه
او یوه ښکلې موسکا
یو ځل په مینه راکتل
یوه خوږه خبره
.... زه پرون بیا دټول جهان پاچا وم
یو چا په مینه زما کلیزه راته ولمانځله
اوزه ماشوم دمینې دومره خوښ وم
لکه دا شپږدیرش کاله
چې په جنت کې لوبیدلی ومه
ژوند لکه خوب تیریږي
او کله ټول غمونه
د یوې ښکلې شیبې رنګ کې ورک شي
موږ د غمونو او خوښیو ماشومان لا را لوی شوي نه یوو.
۲۱ حوت ۱۳۸۷
04.02.2009
- wadan
هغې خپل روح په زم زم ومینځلواو دکوثر په حوض یې شونډې کېښوېهغه سپېڅلې شوه د پاکو ملاییکو په څېرهغه له نور څخه روښانه شوه د خدای ( ج ) مینه کېخدایزده چې اوس به څومره ښکلې ښکاريهغې دخپل ګنهکار غږ هم پرخپل ځان حرام کړهغه مین چې له ګناه پرته یې هیڅ نه لرلهغه چې نښه د بدۍ و چې کمزوری و &...
29.03.2009
- wadan
د بشري تاریخ په بهیر کې، چې څومره شاته ځې نو په ګډه حافظه کې شته انځورونه داسې شي لکه یو ماشوم چې په سپینه پاڼه ډېر څه انځور کړي خو تناسب یې په پام کې نه وي نیولي، د ماشوم په تابلو کې به تاسو یوه کوتره وګورﺉ چې له پیل څخه غټه ده او بیزو به په کاچوغه ډوډۍ خوري خو الوتکه به بیا د کوټې دننه الوزي... لویان چې دا تابلو ګوري هڅه کوي د ماشوم په هنري منطق پوه شي او د هر انځوریز عنصر سرحد وټاکي. د تاریخ حافظه دزرګونو کالو وړاندې حالاتو په اړه همداسې ګډه وډه ده، له لرغونپوهنې پرته څومره چې په تاری...