شعرونه
غزل ---------- سردارولي څرك
له مشرانو نه راپاتې دا متل دىچې د چا په ږيره خس وي هغه غل دى ځينو زړو كې ګل د مينې نه ټوكېږيځينو ځينو جزيرو كې تل كنګل دىزه خو ښه درباندې پوه يمه رقيبه!چې سبو كې واښه كړې، نو دا دې چل دىد مجنون او د فرهاد حوصله غواړيبلا سخت دى، بلا ګران د عشق مزل دىلږ شراب د شونډو وركړه جنتي شېموده وشوله سردار وهلى جل دى
ټپيزې ______ څرک
زور دې لاړ اوبه اوبه شه اور دې پورې په کاله شه اړ دې موږ غوندې واړه شه چې مو زړه درباندې ښه شه بوشه! جوړه زامن دېې مړه شه پيلوټ دې ومره چې سپين غر بمباروينه ×××××××× لكه ماشوم هسې ژړېږي بغير له تا كله صبرېږي
غزلې.......... څرك
خوله مې خوږه كړه راشهماته توبه كړه راشه ژوند كې يوځل خو ياره!وعده پوره كړه راشه رقيبان واړه اشنالمبه لمبه كړه راشه زړه مې ښه كېږي په تاځان راښكاره كړه راشه ته يې تكميل يې اشناسردار پوره كړه راشه په زړګي مې څه نرى شانې درد راشيچې جانان راځنې كله هم جدا شي خداى خبر كه مې بيا دغه خوب رښتيا شيلېونۍ په ژوندانه كه بيا زما شيهره شپه زه پدې هڅه په دې هاند يمچې مې سترګې سره ورشي خو سبا شي
غزلې.......... څرك
ټپې، ټپې دي، سندرې دي نغمې ديستا خبرې ياره! ستا په شان خوږې دي دغه ستا د شرابي سترګو کانې ديراپسې چې اوس د ټولو خلکو خولې دي دا چې سوى، سوى بوى مې له خولې خېژيدا مې بلې په زړګي باندې لمبې دي نور خو خداى شته ښکلي ډېر راباندې ګران ديخو بدېږي مې په دې چې بې وعدې دي زه سردار يې په لومړي نظر نشه کړمسترګې ستا څه د زړو ميو پيالې دي١٣٨٥لوى اختر لومړۍ ورځ څومره سوز دى په دې غږ کې څومره ساز
غزلې.......... څرك
څله راګورې څه کول غواړې تهجوړ په نظر مې قتلول غواړې ته نور دې هم ظلم ته زور ورکړه اشناکه مې پاګل، پاګل کول غواړې ته دا چې په بله رانه مخ اړوېدا مې زړګى ازارول غواړې ته داسې چې ګورې، جوړې څرک جانانه!له کلي کوره ورکول غواړې ته راله دې زړه، راله زړګى راکړهکه نه وي زړه کې راله ځى راکړه خوښه دې خپله خو بس ماله يارهپه دغه دواړو کې يو شى راکړه که لږ نشه شمه او درد مې هېر شي
غزلې ........................... څرك
ستا ليدو باندې مې خولې نه توري تښتيلكه ووړ ماشوم خبرو كې بندېږملكه واوره چې د لمر په تاو ويليږيداسې زه دې بلتانه كې ويلې كېږم دا منمه چې مې نشوې، خو جانانه!دا منې به چې په نوم دې زه يادېږم هيڅ حاجت مو د پوښتنې نشته ياره!څنګ چې زه يم داسې ته يې ښه پوهېږم لكه خوار مزدور د اوړي په ګرمۍ كېداسې زه په خپلو اوښكو كې لمبېږم دغه هسې تصنوع ده، اصل ندىدا چې ياره د دنيا مخكې خندېږم ۱۳۸۶ كب۱۲ مه &nbs
ازاد شعر
ستا نو څه خيال دىته نو څه فكر كوې؟چې ما دې ژوند كې ياره!د هېرېدولو كوښښ چرې هم ندى كړى؟نه، داسې نه ده كنهما يو ځلې نه بلا بلا كړى دىخو ته په خدى باندې باور وكړه چېد هېرېدولو توان دې په ماكې نشته ياره!په ماكې نشته ياره!۱۳۸۶ ليندۍ ۱۰
غزل
د تېرو شپو مې سحر داسې نه وپيكه به و خو مګر داسې نه و دا چا بدرنګ ورباندې كوډي كړيدلبر خو داسې دلبر داسې نه و بلا مستي وه بلا شور و پكېغلى خاموش مازيګر داسې نه و ښار كې به هم جونې اوبو له راځيخو دا بمبه ده ګودر داسې نه و دا خو په موږ باندې ودان شو كنهګنې پخوا پېښور داسې نه و۶،۱۲،۲۰۰
غزل
لېونى كېږمه دلداره راشهمړ شومه مړ له انتظاره راشه بغير له تا مې پكې ساه ډوبېږيكلي ته يو ځلې خو ياره راشه درنه به هېره شي ښكلا د كابليو ځل، خو ته تر ننګرهاره راشه مونږه دې هم كړى بلا انتظارزمونږ چم ته هم بهار راشه۲۸،۱۱،۲۰۰۷
غزل
چې مين شو لېونى شوسردار اوس ايله سړى شو ته يې نه شوې، خو دى خپلهله خپل ځان ځنې پردى شو اوس له خلكو لرې ګرځي اوس د غرونو غرڅنى شو ستا غمونو په دې حال كړو ستا غمو كې لېونى شو۱۳۸۶لړم۱۰
غزلې
تيره شپه زه په شوګير باندې كرۍ كړمخداى اخته زه په دې څه ډول خوارۍ كړم بيا زه خير كه عمر تېر په ملنګۍ كړمخو چې ښكل دې يو ځل سرې شونډې غوټۍ كړم هسې نه چې قد قامت زما بدرنګ دى محبت كې روستو پاتې غريبۍ كړم دا خو ستا له غمه څيرې ګرېوان ګرځمهسې نه چې دا كارونه له مستۍ كړم *** ټپې، ټپې دي سندرې دي نغمې ديستا خبرې ياره! ستا په شان
غزلې
چې نه انكار كړي، نه انكار غلى دىداڅه خبره ده سركار غلى دى په دې مالت خدايګو څه غم تېر شوىګودر خاموشه دى، چينار غلى دى ښايي مرګي خلاص كړو د ژوند له شرهژړا يي نه خېژي بيمار غلى دى څركه! ناره د اناالحق پورته كړهبلا موده وشوه چې دار غلى دى *** منمه اور به په شېبه لګېږي خو په وژو يې زمانه لګېږي لكه
نوې غزل
وكړه دعا سردارهچې شې زما سرداره پرته له تا زندګينشي له ما سرداره نن مې په زړه ورېږې بلا بلا سرداره پام چې اتبار ونه كړېدلته په چا سرداره د دې ماحول ښكلو كېنشته وفا سرداره ***
نوې غزلې
۱۳۸۵كب ۹ دا ځل مې زړه دى چې د يار په شانې وژاړمهګوندې كه دې لكه زما پخلا كوو ته راشي ښه دى چې څوك خو يې زموږ كوڅه كې اوسي چې داد هغو خلكو په پلمه زما ليدو ته راشي زه يې د يوې شېبې وس نه لرم، خو غم د جانانراشي زما په زړه كې واړوي مودو ته راشي ورله ګرېوان به تر لمنې څيرې، څيرې كړمهدغه ر
ازادنظمونه
ورنه يو ورځ مې دا پوښتنه وكړهراسره مينه كوې؟راته يې وكتل او سوچ كې شولهوروسته له ښې شېبې يې راته وويل چېسردار! زه درځنې, يواځې كركه كوماوپه دې كې هرڅه نغښتي
قطعې او څلوريزې
زما په خپل نصيب كې خوند نشته دىځكه له تانه څه ګيله نه لرمد ژوند اميد خو مې پخوا نه نه وخو د مرګي هم حوصله نه لرم ***دغه چې اوس لكه پردۍ تېره شوهيو وخت همدغې به زه زړه ګڼلمدوست خو زه خير ملګرو څوك د چا دىدې خو دښمن هم زه ونه ګڼلم &nbsp
نوې غزل
نه دې څه خط نه دې سلام راځيتشې كوترې ستا له بام راځي څنګه ته لاړې، څنګ دې فكر وكړچې بې له تا ماله ارام راځي ستا په خاطر په ميكده كې رالهړومبى له ټولو ځنې جام راځي نن مې را ياد شوې، نن ضرور به مالهد يوه نوي شعر الهام راځي د يار له خولې قاصد ويل كلي تهسردار ته وايه چې په پام راځي
هايكوګانې
زما له مرګه وروسته مه ځه هلتهځكه د يار له دره خاورې زمااى د سبا نيسمه پاكې نه كړې ***اوس يې نو خوښه ده چېدل ازار، كه دلداري كوي داما خو مې زړه ورله سرداره وركړو &nb
هايكوګانې
اى د مغرور حسن خاونده ياره ځانله زما په سترګو وګوره لږرب پيدا کړى څومره ښکلى يې ته*** دا چې زه پورته درکتى نه شمه ستا د ټټر ښيښې مې سترګې وهيګنې نو دومره خو بې ز
نظمونه
انقلاب هره خوا سپرلى، سپرلى و، هره خوا نغمه، نغمه وهفطرت ډک له رنګينو و، هره خوا خوږه وږمه وهشپنو به تل په مينه _دغرو لمن ته ګډې _ وړلې د څرلپاره شپون به شپېلۍ وهله _ شپنې ټپې کولېدکلي مستو زلمو به اتڼو کې شغ له څڼو ويستوچابه رباب ترنګاوه، چابه منګى وهلوګودر هم مست و، هر مازيګر به ترېنه، خندا د پېغلو راتلهرود مو ښه مست بهېدهغنم پرېمانه، جوار پرېمانه، وريج
نظمونه
پوښتنه ؟زېړ مازيګرى و لمر د تيارو پړونى ځان نه رو رو تاووه چې مو دړنګ کلي په کوزه خوا کې يو څو تنکي ماشومان څو ګلالي ماشومان چې وو په لوبه کې بوخت او بم بنګړي بنګړي کړل دلته يوه نېغه ليکه پورته د هسک په لور شوه د دوۍ سپېڅلى روح يې د خداى دربار ته يوړواوس راته دا ووايئ ددوى قاتل نو څوک دى ؟دا موږ له چا وګټو؟دا موږ له چا وګټو ؟ مرور جانان ته !پر تخت زما د زړګي ناسته م
څلوريځې او قطعې
ته را واچې ړوې ياره سترګې مړېکړي لمبه مې سم له واره سترګې مړېخاوند دې ترېنه وساته که نه نو قتلول کوي سرداره سترګې مړې ***زما مينې زما ځانه ښېرې مه کړه نه چې ولګي جانانه ښېرې مه کړهمازيګرى دى پام کوه جانانهنه چې خونه مې شي ورانه ښېرې مه کړه*** &nb
څلوريځې او قطعې
يار چې کله،کله راله وګوريزړه مې ځان له ځاى د پټېده ګوريسترګو ته دې ووايه چې ټيټې شي نه چې راله کار جانانه وګوري *** کور مو لرې لار اوږده شوه، ديدن ګران شوبېل مو کلى هم کوڅه شوه، ديدن ګران شومخکې ښه و څوک خبر نه وو جانانهاوس خبر دنيا همه شوه ، دي
څلوريځې او قطعې
اور به دې چم کلي ته پورې کړې ته نور داسې شوخه داسې شنګه مه ځهزړه به يې وچوي ګرانې خيردى کنه د لېوني سردار له څنګه مه ځه*** بې څه مې مه لېږه يو څه خو راکړهکه زړګى نه راکوې خوله خو راکړهشراب د شونډو که دې نه راکوې خير دى په لپه کې اوبه خو راکړه*** &nb
ټوټې
يواځې سترګو مې نه زما زړګي ژړليدر پسې ډېر جانانه ما لېوني ژړلي دلته په هر مالت كې غم تېر شوىدلته دې هر يوه سړي ژړلي ستا بېلتانه كې ما سردار لېونيبلا، بلا مازيګري ژړلي يوه ورځ به مې دا زړه راله كار ګوريښه پوهېږم ستا كاته راله كار ګوري ښكته ښې دي سترګې پام چې پورته نه كړېګنې ياره! ستا باڼه راله كار ګوري يوه ورځ به د منصور غوندې په دار شميوه ورځ به مې دا خوله راله كار ګوري