څومره سازونه په شپىلۍکښې بندىوان پراتۀ دى
څومره ىادونه مِ په شونډو د ارمان پراتۀ دى
څومره لفظونه دى چه زۀ پکښې اظهار کومه
څومره لفظونه مِ د ژبې اوىزان پراتۀ دى
مونږ د ىو بل قسم وطن د کوه قاف ښاپىرى
زمونږ د خىال په سىنو بل قسم دىوان پراتۀ دى
زۀ د زمان او د مکان ترمنځه قتل شومه
ىاران په غم کښې د زمان او د مکان پراتۀ دى
مىنه ئې نول شى نول ئې شى لکه د دړد سمندر
څوک چه ترمنځه د ىقىن او د ګمان پراتۀ دى
زۀ چه هر چرته لاړ شم دې کوڅې له بىرته راځم
لا زنځىرونه مِ په پښو کښې د جانان پراتۀ دى
خدای خبر دلته مِ ؤ ښخ کوم ځوانى مرګی ارمان
په تس نس څلى وچ ډنډرکى د رىحان پراتۀ دى
په دې کوڅه کښې نن سائل او جانان غبرګ ژړلى
چه کانړى شګې پکښې ستورى د اسمان پراتۀ دى