د وياړ د ورځې خاطره
پرون شپه خوب نه راتلی، د خوښۍ او اندېښنې ګډو احساساتو پر سر اخیستی وم. د ټولټاکنو، احساساتو، خوشبینیو، بدبینیو، امیدونو، قربانیو، بمونو، ځانمرګو... په اړه مې تر ناوخته فکر کاوه. سهار تر لمانځه او دعا وروسته سمدستي د رایې اچونې په موخه راووتم، او د رایې اچونې یوه نژدې خو لوی مرکز ته روان شوم، موسم خوندور و، میده میده باران و، هوا یخه او خوږه لګېده، چاپیریال کټ مټ د اختر د لومړي سهار غوندې و. مرکز ته راورسېدم، تر دروازې چې ور تېر شوم، د
نوى نظم
د دې دور عجيبه غوندې انسان دى نه پوهيږي چې پر كومه خوا روان دى لا يې داړې سرې په وينو دې د مځكې اوس په لټه د نيولو د اسمان دى د فطرت رنګينۍ وژني خوشاليږي د نبات له قتله هيڅ نه ستړى كيږي د سيمټو بلا ګانې ور روانې د ځنګل لمنه ورځ په ورځ ټوليږي د ګلاب له وينو ځان ته عطر جوړ كړي ښكار ته لاړ شي پر هوسيو محشر جوړ كړي ډېر بې ژبې ځناور له چړو تېر كړي دى خ
د نعيمه وردګ (توپير) د بدلون يو زېرى
ښځو د تاريخ په اوږدو کې تل د مساوات، درناوي او د نارينه وو غوندې د حقونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې کړي او ستونزې ګاللي دي. خو په داسې حالاتو کې چې هر څه د نارينه په لاس کې وي، او آن ښځو ته بنيادي حقونه هم نه ورکوي، د ښځو لپاره دا ستونزمنه وي چې خپلو موخو ته ورسيږي. د نارينه سالارۍ فکر او سوچ له کلونو کلونو را روان دى، او آن په يوويشتمه پېړۍ کې هم ښځې له ډېرو توپيريزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د نړۍ په ډېرو
ټک...ټک...ټک
پر دېوال و راځوړند ساعت ته ګورم کوچنۍ ستنه له يوه څخه اوښتې شپه ژورې خاموشۍ غېږ کې اخيستې بس يوازې له ساعته ټک- ټک خيژي کله کله په تېزۍ يو ګاډى تېر شي د کوټې تر کړکۍ تېزه رڼا راشي ورپسې د کوڅې ټول سپي په غپا شي --- پر دېوال و راځوړند ساعت ته ګورم کوچنۍ ستنه اوس له دوو
نوى غزل (حکمت سروش)
اوس خو په چينه کې ګلاب نه راځي ستا له خوا جانانه جواب نه راځي سم لکه ګلاب ځوانۍ په اور سوځي څنګ به، پر دې کلي عذاب نه راځي اوس د خداى و کور ته خلک بم ور وړي اوس د خداى له کوره کتاب نه راځي ستا په لاس ازار زړګي ته نه ګورې؟ اې له دې لمانځه څه ثواب نه راځي څه وشول؟ خوږې ميوې ترخې لګي څه وشول؟ چې کيف له رباب نه ر
محبت هسې، بس د سر درد دى
غزل- حکمت سروش يا د زړګي، يا د ځيګر درد دى ستا په خاطر به وي، که هر درد دى زه مسافر يم، خو يوازې نه يم زما د لارې، همسفر درد دى ما وېل ژوند تېر به شي، خو نه تېريږي ستا د بېلتون خو، لکه غر درد دى پر يو بدن دى ،که د هر غړي دى که د زابل، که د خيبر درد دى سروشه! نور، له دې نه لاس واخله محبت هسې، بس د سر د
تازه غزل_ حكمت سروش
بل مو پر سرونو اور ولګاوه ورونو اور اورئ د ماشوم ژړا! نه مو واخيست زړونو اور؟ دوه ورونه په جنګ شول بيا بل شو بيا پ
نوى غزل_ حكمت سروش
په لاسونو كې يې بم دى بل شى نه دى دا سړى زموږ د كلي سړى نه دى څه اسانه يې كړې وران بيرته يې جوړ كړې دا مې زړه دى څه د شګو كورګى نه دى څنګ انسان يم؟ د وطن خلكو ته ګورم
د لومړي ځل لپاره يوې ښځې ته د شاعرانو د ملكې تاج ور پرسر شو
كيرل اين ډفي نه يوازې د برتانيې د شاعرانو لومړۍ ملكه ده بلكې لومړۍ اسكاټلنډۍ ده چې د وياړ دا چوكۍ وركول كيږي.
هارون باچا د پښتونخوا پر حالاتو ژاړي
د انساني ابادۍ د ګڼ ځنګله يانې نيويارک په يوه سيمه کې د يوه زاړه امريکايي کور کوچنۍ او وړې زېرخانې ته د دې مينوال له مينې نه د (مينې کور) وایي، د پښتونخوا د ډبرينو غرو څخه راوتلي څو خواږه ږغونه نن سبا يوازې په همدې وړه کوټه کې اورېدل کېږي. د هندوستان د يوه هندو دا کور نن سبا په پښتونخوا کې د ترهګرو له وېرې د مجبور مسافرو پښتنو سندرغاړو او موسيقۍ ږغوونکو دويم کور دی، دلته نژدې د هرې اونۍ په پای کې محفل جوړيږي او پښتانه موس
غزل/ حکمت سروش
چې غرق په می شم ايله سړی شمتا به د ځان کړم زه چې زلمی شمته چې راګورې لکه يخی شمستا دي نظر ته لوګی ، لوګی شميار که لاس راوړمړ به ژوندی شم
نوی غزل / بختيار ساحل
راشي شوګيره کويټوله شپه کيسه کويڅه لېوني خلک ديجنګ کوي جګړه کويعشق خلوص اوزغم وفاڅومره ښه واره کويسترګې چې ور واړومسره واوړي خوله کويبيايې سترګې ټيټې دي بيابه څه بانه کويزمونږ شعرونه هېڅ نه ديخوند يې سريزه کويتاته انتظار سپوږمۍڅه بلا مزه کوييو ځاى شول خندا برېښناخداى مې دې پرده کويزمونږ دښمن زمونږ کور کېخوب کوي دمه کوياوه ! ساحل ويلي ووبل چېرته به شپه کوي
تیزاب شیندو نکو پر خپل جرم اعتراف وکړ
څه موده وړاندی نامعلومو کسانو د کندهار ښار د ميرویس لیسی پر ښځینه زده کوونکو تیزاب وشندل. حکومتی چارواکو تر تحقیاتو وروسته د دغه ناوړه عمل تر سره کوونکي ونیول او مجرمينو هم پر خپل جرم اعتراف وکړ. عبدالجميل چي د پاکستان د کوټی د ښار اوسیدونکی دی او ددغه بی رحمانه کار پلان یې جوړ کړی و په خپله خوله خپل دغه وحشیانه عمل داسی بیانوی: د پاکستانی استخباراتی اداری یو جګړ د طاهر په نامه زما انډیوال و ، زه د کوم جرم له کبله په زندان کي وم هغه
نظم/ساجد بهار خوست
زموږ کليوالې مينې ته وا لکه غوڅې څيړۍچې دحالا تو دلمبو څادر په سر ګرځويبس درواج وږى ليوه په هر سړي واکمن دىدمرګي کندې ته ځوانان رانه ولور ګرځويموږ په اورونو کې رالوى يو په اورونو کې مرومينه له موږه د اوو غرونو نه شاته اوسيدخوښې پيغلې مو څلورو ديوالو ته ژاړيدبيلتانه دکرغيړن وجود غزاته اوسيمحبوبې ته راپسې دومره ډيره څله ژاړېدا توره شپه به رانه وغورځوي لمر به راشيدوخت دفکر دکعبې بتان به ونړويتبر په لاس زموږ دعشق ابن ازر به
نوی غزل/ حکمت سروش
ومه لېونی خو دومره نه ومه زه د عشق نه مخکې څومره ښه ومهما ته به هم چا خواږه خواږه کتلزه د يوې ښکلې لکه زړه ومه ته چې څنګه وې هغسې پاته يېزه چې څنګه يمه داسې نه ومه ګل که ومه ستا به په اور بل کې ومخاورې که وم، هم به ستا د وره ومهنن مې ټکی هم سبق و نه وايهخدای خبر چې بيا خپه په څه ومه
د دواخان مينه پال غزل
کلي نه را کډه شوو په ښار کې زندګي کوو دلته هم په وېره او په ډار کې زندګي کوو اې د نړۍ خلکو ورځۍ ټولې خوښۍ ستاسي دي موږ به په چاودنو او بمبار کې زندګي کوو ژوند مو د دردونو او د څړيکو يوه کيسه سوله سم
ستا د لاسه مې زړګی...عبدالقادر احساس
څه وړې وړې سلګۍ وهي رپيږينه پوهېږم چې ژړېږي که خنديږيبيا د اوښکو په سېلاب به يې لاهو شمله ژړا يې سترګې ډکې ډکې کيږيتور زلفان يې له هېبته سا وتليد پلو په ښويېدلو لا ځوريږيراته وايي لېونيه خدای دې مړ کړهستا د لاسه مې زړګی هر وخت رپېږيستا په غېږ کې دې زه مړه شم پروا نشتهکه دنيا واړه رغيږي که ورانيږياوښکې وچې زلفې سمې کړه راپاڅهچې احساس دې شونډو سره ته نه صبريږي
غزل/ حکمت سروش
زه تياره يمه او نور دى ستا په لاس كې د ژوندون ټوله سُرور دى ستا په لاس كېاوه رنګه ستا له سترګو نه رنګ اخليد اوو سُرونو سُر دى ستا په لاس كې ستا يوه خوښي بلا خوشالۍ راوړينو د غم راتګ ضرور دى ستا په لاس كې ستا دوا نظر يې سم له مرګه ساتي ژوند زما لكه رنځور دى ستا په لاس كې دا سروش به څه پخپله خوښه وكړي؟ګرانه واك د دې مزدور دى ستا په لاس كې &nbs
پښتون / رحمت شاه سائل
وخته پرون کۀ تا ويشلی کۀ وژلی پښتوننن ئې منې کۀ نۀ منې خو زيږيدلی پښتون ټول به لؤ نۀ کړي دا همه جهان به ستړی شي پرېمونږه څۀ داسې په هر غر او سم کرلی پښتون هغه تختۍ چه پرې ليک شوي د نړۍ قامونهپکښې په سرو وينو په زور دی ځان ليکلی پښتون منم چه بام ته د شعور به رسيدلی نۀ ويخو هم په دغې پوړۍ څو پاټکى ختلی پښتون وي به نالوستی خو دا چا ته چه نالوستی ښکاريدغې لوستلو خلکو هم نۀ دی لوستلی پښتون