چې غرق په می شم
ايله سړی شم
تا به د ځان کړم
زه چې زلمی شم
ته چې راګورې
لکه يخی شم
ستا دي نظر ته
لوګی ، لوګی شم
يار که لاس راوړ
مړ به ژوندی شم
23.01.2009
- sorosh
راشي شوګيره کويټوله شپه کيسه کويڅه لېوني خلک ديجنګ کوي جګړه کويعشق خلوص اوزغم وفاڅومره ښه واره کويسترګې چې ور واړومسره واوړي خوله کويبيايې سترګې ټيټې دي بيابه څه بانه کويزمونږ شعرونه هېڅ نه ديخوند يې سريزه کويتاته انتظار سپوږمۍڅه بلا مزه کوييو ځاى شول خندا برېښناخداى مې دې پرده کويزمونږ دښمن زمونږ کور کېخوب کوي دمه کوياوه ! ساحل ويلي ووبل چېرته به شپه کوي
...
29.04.2009
- sorosh
د انساني ابادۍ د ګڼ ځنګله يانې نيويارک په يوه سيمه کې د يوه زاړه امريکايي کور کوچنۍ او وړې زېرخانې ته د دې مينوال له مينې نه د (مينې کور) وایي، د پښتونخوا د ډبرينو غرو څخه راوتلي څو خواږه ږغونه نن سبا يوازې په همدې وړه کوټه کې اورېدل کېږي.
د هندوستان د يوه هندو دا کور نن سبا په پښتونخوا کې د ترهګرو له وېرې د مجبور مسافرو پښتنو سندرغاړو او موسيقۍ ږغوونکو دويم کور دی، دلته نژدې د هرې اونۍ په پای کې محفل جوړيږي او پښتانه موس...