راشي شوګيره کوي
ټوله شپه کيسه کوي
څه لېوني خلک دي
جنګ کوي جګړه کوي
عشق خلوص اوزغم وفا
څومره ښه واره کوي
سترګې چې ور واړوم
سره واوړي خوله کوي
بيايې سترګې ټيټې دي
بيابه څه بانه کوي
زمونږ شعرونه هېڅ نه دي
خوند يې سريزه کوي
تاته انتظار سپوږمۍ
څه بلا مزه کوي
يو ځاى شول خندا برېښنا
خداى مې دې پرده کوي
زمونږ دښمن زمونږ کور کې
خوب کوي دمه کوي
اوه ! ساحل ويلي وو
بل چېرته به شپه کوي
06.01.2009
- sorosh
څه موده وړاندی نامعلومو کسانو د کندهار ښار د ميرویس لیسی پر ښځینه زده کوونکو تیزاب وشندل. حکومتی چارواکو تر تحقیاتو وروسته د دغه ناوړه عمل تر سره کوونکي ونیول او مجرمينو هم پر خپل جرم اعتراف وکړ.
عبدالجميل چي د پاکستان د کوټی د ښار اوسیدونکی دی او ددغه بی رحمانه کار پلان یې جوړ کړی و په خپله خوله خپل دغه وحشیانه عمل داسی بیانوی:
د پاکستانی استخباراتی اداری یو جګړ د طاهر په نامه زما انډیوال و ، زه د کوم جرم له کبله په زندان کي وم هغه...
23.02.2009
- sorosh
چې غرق په می شم ايله سړی شمتا به د ځان کړم زه چې زلمی شمته چې راګورې لکه يخی شمستا دي نظر ته لوګی ، لوګی شميار که لاس راوړمړ به ژوندی شم
...