څه موده وړاندی نامعلومو کسانو د کندهار ښار د ميرویس لیسی پر ښځینه زده کوونکو تیزاب وشندل. حکومتی چارواکو تر تحقیاتو وروسته د دغه ناوړه عمل تر سره کوونکي ونیول او مجرمينو هم پر خپل جرم اعتراف وکړ.
عبدالجميل چي د پاکستان د کوټی د ښار اوسیدونکی دی او ددغه بی رحمانه کار پلان یې جوړ کړی و په خپله خوله خپل دغه وحشیانه عمل داسی بیانوی:
د پاکستانی استخباراتی اداری یو جګړ د طاهر په نامه زما انډیوال و ، زه د کوم جرم له کبله په زندان کي وم هغه راغی او زه یی له زندان څخه ازاد کړم تر هغه وروسته یی ماته د ټلیفون شمېره راکړه او راته ویې ویل چي د کوټی چمن کلی ته به راسی.کله چي زه ټاکلی ځای ته ورسیدم ما ورته ټلیفون وکړ او شپه مي له طاهر سره تیره کړه، پدغه شپه نوموړی له ما څخه په افغانستان کي د تروریستی اعمالو د تر سره کولو غوښتنه وکړه لکه د ښوونځیو ورانول، د ښوونکو وژل او د زده کوونکو پر مخ تیزاب پاشل.
ما له ميجر طاهر څخه پدی اړه د فکر کولو لپاره څه وخت وغوښت خو تر یو څه وخت وروسته ده ماته یوه شپه تلیفون وکړ او د یوه ښوونکی د وژلو پر سر یی ۳۰۰۰۰۰ پاکستانی کلداری، ۲۰۰۰۰۰د ښوونځی د سوځلو پر سر او د ۱۰۰۰۰۰ کلداری یی د زده کوونکو پر مخ د تیزاب شندلو لپاره راته ومنلی. ما هم دده خبره ومنل او تر هغه وروسته مي د افغانستان کندهار ولایت ته سفر وکړ او هلته مي له نعیم ، تورجان او بنګو سره ولیدل چي له ما سره په همدی کار کي ملګری و او دوی ډاډ راکړ چي حمله به په ښه توګه تر سره کوی.
تر دی وروسته زه بیرته د پاکستان کوټی ښار ته ولاړم چي په همدی اړه جګړن طاهر ته د خپلو تر سره سویو کارونو په اړه معلومات ورکړم ، تر دی هر څه اوریدلو وروسته نوموړی ما ته یو لیک راکړ او راته ویی ویل چي دا واخله او په کندهار کي د پاکستان قونسلګری ته ور سه. د هغه لیک سره یوه د ټلیفون شمېره هم وه، ده راته وویل چي کله د کندهار ښار د شهیدانو چوک ته ورسیږی دغې شميری ته زنګ ووهه او هغه کس به درته لارښوونه وکړي. څه چي ده راته وویل ما هم هغسی وکړل تر څو دقیقو وروسته یو ټویوټا موټر راښکاره سو او زه یی په کندهار کي د پاکستان قونسلګری ته یوړم. هلته یی ماته دوه لکه روپی راکړې او زه هم سمدستی هغه نورو ملګرو ته ورغلم ، پیسې مو سره تقسم کړې او د راسپارل سوی کار د تر سره کولو لپاره مو په خپلو منځونو کې دندې سره وویشلې.
د سه شنبې ورځ مو د حملې لپاره وټاکله ، نعیم د پمپ په واسطه د تیزابو شیندلو لپاره وګمارل سو او تورجان د چارو د منظمولو لپاره. د سه شنبی په سهار مو خپل موټرسایکلونه د سیدکمال په باغ کي تیار ودرول چي د حملی ځای ته نزدې ده. زه او نعیم پر یوه موټر سایکل ، تور جان او بنګو پر بل موټر سایکل سپاره سوو. کله چي د ښوونځي شا وخوا ته راورسیدلو، ومو لیدل چي نجونې ښوونځی ته روانې دی پر هغو مو همدلته تیزاب وشندل. تر هغه وروسته مو یوه ډله زده کوونکي ولیدې چي ښوونځی ته روانې دي له هغوی سره مو هم همدا عمل وکړ تر هغه وروسته مخ ته ولاړو چي دوې نجونې په مخه راغلې پر هغوی مو هم تیزاب وپاشل. یوی ډلی زده کوونکو چي موږ ولیدو نو هغوی وځغستل موږ په هغوی پسی ور چابک سوو او پر هغوی مو هم تیزاب وپاشل. یعنی ټولټال مو پر درو ډلو زده کوونکو تیزاب وشندل، تر دی وروسته موږ بیرته د سید کمال باغ ته راوګرځیدلو. کله چي ټوله سره یو ځای سو زما ملګرو د پیسو غوښتنه وکړل او ما ورته وویل چي پیسی خو راسره نسته موږ باید د شهیدانو چوک ته ولاړسو او له هغه کس څخه یی تر لاسه کړو. کله چي موږ د شهیدانو چوک ته راورسیدلو ما قونسلګری ته ټلیفون وکړ هغه راته وویل چي هم هلته له خپلو ملګرو سره اوسه اوس یو څوک درځی. په همدی وخت کي موږ خپل ملګری بنګو ته وظیفه وسپارله چي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات تر لاسه کړی خو کله چي دی راوګرځیده راته ویی ویل چي لس زده کوونکي ژوبلې سوې دي. کله چي د قونسلګری کس راروسید موږ ورته وویل چي لس نجونی مو ژوبلې کړې دی او هغه موږ ته ۸۵۰۰۰۰ کلداری راکړی او هغه مو په خپلو منځونو کی سره وویشلې.
تر دې وروسته زه بیرته کوټی ته ولاړم هلته مي د جګړن طاهر سره ولیدل ده ماته د بل همداسې کار لپاره مخکې له مخکې ۵۰۰۰۰۰ کلدارې راکړی او یو بل لیک یی راکړ چي دغه لیک په کندهار کي قونسلګری ته ورړه او هغوی به درته لارښوونه وکړی چي څه وکړی. زه بیرته کندهار ته راغلم او کله چي د شهیدانو چوک ته راورسیدم په هغه نمبر مي د پاکستان قونسلګری ته ټلیفون وکړ. هغه موټر راته راغی چي په هغه لومړی ځل راته راغلی و او زه یی ور سره سپور کړم او هلته مي له څلورو کسانو سره ولیدل هغوی راته وویل چي څلور ورځی وروسته به موږ تاسو ته وظیفه وسپارو چي څه وکړﺉ. تر څلور ورځی تیریدلو وروسته زه د شهیدانو چوک ته راغلم او هلته تر یو څه ځنډ وروسته ناببره پولیس راښکاره سول او زه یی ونیولم.