زموږ کليوالې مينې ته وا لکه غوڅې څيړۍ
چې دحالا تو دلمبو څادر په سر ګرځوي
بس درواج وږى ليوه په هر سړي واکمن دى
دمرګي کندې ته ځوانان رانه ولور ګرځوي
موږ په اورونو کې رالوى يو په اورونو کې مرو
مينه له موږه د اوو غرونو نه شاته اوسي
دخوښې پيغلې مو څلورو ديوالو ته ژاړي
دبيلتانه دکرغيړن وجود غزاته اوسي
محبوبې ته راپسې دومره ډيره څله ژاړې
دا توره شپه به رانه وغورځوي لمر به راشي
دوخت دفکر دکعبې بتان به ونړوي
تبر په لاس زموږ دعشق ابن ازر به راشي
دناهيدې په لار روانو سترمنو پيغلو
منم هرځاى مو ناولونه شاهدي ورکوي
لکه دبورو زرکو ستاسې حيا اور اخيستى
که تاسې نه يې ديوالونه شاهدي ورکوي
زوريږۍ خود ځکه چې موږ يو له نهضته لرې
موږ دسپوږمۍ پر جام ژوند اوبه څکلي نه دي
موږه دستورو اننګو ته شونډې نه دي وړي
موږ لا تر اوسه ښې په خوند اوبه څکلي نه دي
ځکه چې شونډې مو په ساندو کې لمبې زيږوي
لا دورغوو دتڼاکو سره لوبې کوو
دستا په اوښکو قسم ټولو نه به غچ اخلمه
دا اوس چې موږه د بې واکو سره لوبې کوو
ګرانه دا اوس چې له زګيرويو سره شپې تيروم
ورکه بهاره تا به بيرته په ګلبڼ راولم
دوحشيانه نظام دپلو نښې به ورانې وينې
محبوبې کورته به دې ښه په مست اتڼ راولم