ومه لېونی خو دومره نه ومه
زه د عشق نه مخکې څومره ښه ومه
ما ته به هم چا خواږه خواږه کتل
زه د يوې ښکلې لکه زړه ومه
ته چې څنګه وې هغسې پاته يې
زه چې څنګه يمه داسې نه ومه
ګل که ومه ستا به په اور بل کې وم
خاورې که وم، هم به ستا د وره ومه
نن مې ټکی هم سبق و نه وايه
خدای خبر چې بيا خپه په څه ومه
13.12.2008
- sorosh
کلي نه را کډه شوو په ښار کې زندګي کوو
دلته هم په وېره او په ډار کې زندګي کوو
اې د نړۍ خلکو ورځۍ ټولې خوښۍ ستاسي دي
موږ به په چاودنو او بمبار کې زندګي کوو
ژوند مو د دردونو او د څړيکو يوه کيسه سوله
سم...
06.01.2009
- sorosh
زموږ کليوالې مينې ته وا لکه غوڅې څيړۍچې دحالا تو دلمبو څادر په سر ګرځويبس درواج وږى ليوه په هر سړي واکمن دىدمرګي کندې ته ځوانان رانه ولور ګرځويموږ په اورونو کې رالوى يو په اورونو کې مرومينه له موږه د اوو غرونو نه شاته اوسيدخوښې پيغلې مو څلورو ديوالو ته ژاړيدبيلتانه دکرغيړن وجود غزاته اوسيمحبوبې ته راپسې دومره ډيره څله ژاړېدا توره شپه به رانه وغورځوي لمر به راشيدوخت دفکر دکعبې بتان به ونړويتبر په لاس زموږ دعشق ابن ازر به...